په کوټ ولسوالي کې د داعش د غړیو له لوري د خلکو کورونو ته اور اچول شوی

تاند- په ننګرهار کې چارواکي وايي، د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې غړیو پرون /یکشنبه/ په دغه ولایت کې پر یوې مدرسې برید وکړ او ۱۴ ملایان یې یرغمل کړل.

د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي چې په تښتول شویو کسانو کې ۱۲ مدرسان او ۲ اداري کارکوونکي شامل دي.

تر دې ۲ ورځې وړاندې داعشیانو د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د خلکو ۶۰ کورونو ته اور واچاوه.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویندوی محمد اصف شینواري نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل چې پر مدرسې په حمله کې د داعش ۳ غړیو برخه لرله.

په ننګرهار کې د داعش اکثره غړي د ډیورنډ له پوري غاړې څخه راغلي کسان دي.

تراوسه پوري داعش د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو دې ډلې په وروستیو کې د بغلان د تاله او برفک د پېښې په شمول د څو نورو حملو په اړه هم چوپتیا غوره کړه.

په همدې حال کې د بغلان پولیسو نن وویل چې وسله والو کسانو یو دولتي مامور مصطفي صافی وواژه.

د بغلان د پولیسو په وینا پر صافي حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره ول او له حملې وروسته وتښتېدل.

د بغلان ځینو نورو چارواکو د وژل شوي کس نوم عبدالصفا سنايي ښودلی او ویلي یې دي چې د بغلان سیکتور ريیس و.

سره له دې چې تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پولیس شک لري چې دا برید به طالبانو کړی وي.

One thought on “د داعش وسله والو په ننګرهار کې له یوې مدرسې ۱۲ ملایان وتښتول”

ځواب ورکول Satar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *