تاند- د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې د داوود سلطانزوی د لومړي مرستیال په توګه ځان نومولی و، له کاندیدو تېر شو.

احمد سعیدي نن وویل، د سلطانزوی د مرستیال په توګه پر کاندیدو پښښېمانه شوی دی.

ده د پښېمانۍ دقیق علت څرګند نه کړ خو ویې ویل چې له داوود سلطانزوی څخه منندوی دی مګر د ځینو شخصي ستونزو له کبله نه شي کولی چې په انتخاباتو کې د نوموړي د مرستیال په توګه کاندید پاتې شي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی ښاغلی سلطانزوی یو له ۲۷ تنو څخه دی چې د یکشنبې تر ورځې پوري یې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی دی.

احمد سعیدي د لومړي مرستیال او کاظمیه محقق د دوهمې مرستیالې په توګه د ښاغلي سلطانزوی له لوري نومول شوي دي.

احمد سعیدي لومړنی مرستیال کاندید دی چې د نومونې په دوهمه ورځ له کاندیدو تېرېږي. ګومان کېږي چې تر انتخاباتو پوري به یو شمېر نور کاندیدان هم له میدانه ووځي.

د ډېرو کتونکو په نظر یو شمېر کسان، چې په خپله هم پوهېږي چې څوک رایې نه ورکوي، یا د شهرت لپاره او یا هم د دې لپاره چې له مخکښو کاندیدانو په راتلونکي حکومت کې امتیاز واخلي، کاندید شوي دي.

8 thoughts on “د داوود سلطانزوی لومړی مرستیال له کاندیدو تېر شو”
  1. باور وکړئ چې احمد سعیدي په پاړسیوانانو کې یو ډېر ښه، عالم او دروند افغان دی. دی له افغان او افغانستان سره ډېره مینه لري. خدای دې یې شخصي ستونزې حل کړي.

  2. Zinda baad Saidi Ahmed sahb.
    Dey dder sha siyasi tahligar,journalist aw qonsilkar dey.Fikir kawm che Pashtoon ham dey kho afsoos che laka ddero Heraty mahmedzayano farso yayie!Pa ehteraam.

  3. خیټور صاحب
    د یو اباد افغانستان د لرلو له پاره د پاړسی او پښتو نوم اخیستل د یو افغان شخصیت د سوال لاندی راوړی

  4. ډاکټر اچ زی صافي: سلامونه اونېکي هیلي مي ومنئ، دا به مهمه نه وي چي د هرات او يا نورو ولایتونو پښتنو ته ګوته ونيسو چي ولي په فارسي (ستاسو په خبره پاړسو) باندي خبري کوي؛ دا په ټوله د پښتنو ضعيفوالی دی، چي نسي کولای خپله ژبه خپل وګڼي… همدا تاسو چي ګوتنيونه مو کړې ده خو خپله مو په انګرېزي پښتو ليکلې ده، ولي کیبورډ زور ته درته غواړي….زه وایم چي باید پښتو ته کار وکړو، دوی چي اوس په پښتو خبري نه کوي، علت یې دا دی چي دوی ليري پرتو سیمو ته ولېږل سول (د فارسي ژبو په منځ کي واچول سول) او ورو ورو یې خپله ژبه له لاسه ورکړه، که په هغه وخت کي هم د دوی تر منځ د پښتنولۍ او پښتو احساس همداسي ژوندی پاته سوی وای، نن به نه يوازي هراتيان بلکې پاکستان/کشمير او هندوستان کي پښتنو په پښتو خبري کولای…..شاه رُخ خان به نه ویلی چي مای نیم ایز خان، بلکې پر ځای به یې ویلی چي (زما نوم خان دی)…. خبري ډېري دي…خو زما شخصي نظر دادی چي په اړه يوه ډله ګرم نه بولو….. بلکې ټول پښتون باید ګرم وګڼو…

  5. لکه تا سو ته بهتره معلومه ده چی ښاغلی سلطانزوی په قوم ملاخیل او غزنی د اجرستان ولسوالی اوسیدنکی دی او د کرزی په لومړی دوره پارلمان کی د غزنی د اجرستان خلکو استازی هم وو او دا چی په دهم ځل پارلمانی انتخاباتو کی ناکام راووته علت یی خپلو خلکو ته خدمت نه کول وو ،او دا چی نن ده خپل ځان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړیده د کوم هدف لپاره نوماند کړیده هدف به یی ده ته معلوم وی درحالیکه شاید چی ده ۱۰۰۰۰۰کارتونه چی اوله د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته د تضمین لپاره سپارل کیږی هم نه وی پوره کړی …….. خو بیا هم د ښاغلی سلطانزوی په اړه به زه درته ووایم چی سلطانزوی ددی وړتیا او توانایی لری چی دی د ولسمشری غوندي چوکی باندی د کار کولو ظرفیت لری دا ځکه چی د ښه قوی استعداد او تعلیم خاوند ده دوکتورده په سیاست پوهیږی، اړول تپل کولای شی ،کنه د وزارت لپاره خو ښه په تول پوره سړی دی ، نو زما ورته دعاګانی دی خدای د وکړی چی دی انتخابات وګټی بریالی شی په درنښت ملاخیل

  6. خیټور صاحب،دپښتو او فارسی کلمه ذکر کول د افغانانو له شان سره مناسبه نه ده، موږ ټول افغانان یو که پښتانه ، تاجک، هزاره، ترکمن، پشه یی ، ازبک ،ایماق او یانورستانی دی ټول وروڼه قومونه او افغانان دی

  7. ښاغلی ورور یوسفزی صاب،منڼه له ګوتنیونی څخه مو،
    ځما موخه یا هدف هم همدا وو چی ولی قندهاری الاصله پښتانه هراتیان یا نورمشران ولی خپل اصل ته نه راګرځی اوخپله ژبه هیروی؟
    ستاسویوسفزۍ ملاله هم چی دځوان نوی نسل نمایندګی کوی په انګریزی یا وردو غږیږی؟.
    زه کله که پښتو په انګلیسی لیکم علت یی دا وی چه عاجله تبصره پکار وی؛پخوا ډاکټرصاحب لمر هم انتقاد یا ګوتنیونه کړی وه،بیا می د ګوګل له لیاری پښتوکیبورډ(لکه دا اوس)پیدا کاوه اود وخت په پیدا کولوسره می ځواب لیکه اودا می هم عذر وړاندی کړی دی چه زما کمپیوټری پوهه چندان ښه نه ده او دا نوی نسل باید مونږ سره مرسته وکړی!.بیا هم مڼنه او په دی امید چه هرڅوک په خپله ژبه پر مخ لاړ شی.البته باید ووایم چه زه له پاړسو یا ترکو ا.د.ن.ژبو سره هم کوم تعصب نلرم.خودپښتنو یا افغانانو ځانګړې پیژندنه په پښتو سره کیږي.والسلام.په درناوۍ.

  8. آقای سعیدي نباید درین وضعیت اساس تاریخی مردم و ملت مارا تنها رها کنند، زیرا انسانهای که دستان آنها به خون ملت رنگه نمیباشد باید دستان پاک خود را بطرف ملت مجروح و ازپا افتادهء شان دراز نمایند. امروز وقت آن نیست که ما از همدیگر شکوه و گلایه نمایم، ما باید کمر را بتوکل خداوند (ج) و پیغمبر اسلام حضرت محمد (ص) ببندیم و به جهان نشان بدهیم که افغانها نیز میتوانند که وطن شانرا آباد نمایند.

ځواب ورکول روزالدین ملاخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *