د لنډونونوقاموس په دې وروستيو کې په ۱۳۵مخونوکې چاپ شوی چې زيات شمير حقوقي،سياسي،اقتصادي ،نظامي ،طبي،ژورنالستيکې اوسپورتي لنډونونه پکې راټول شوي دکتا ب دپښتۍ ډيزاين ښاغلي لمرنيازي کړی دی.

په کتاب دخوست دشيخ زايد پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو دپوهنځي ريس پوهنمل محمد الله مندوزي تقريظ ليکلي او د ډاکټر عبدالحميد بهيج دليکنې ترڅنګ  دليکوال يوه سريزه هم کښل شوې ده .داپه پښتوکې دلنډونونو(مخففاتو) لومړنی سيند ياقاموس بلل شوی ډاکټرعبدالحميد د بهيج خپلې ليکنې په يوه برخه کې داسې ليکي (ښاغلی داودمحظوظ هغه نوميالی پښتون ليکوال دی چې په نشت اسانتياوو يې دلنډونونوپه برخه کې انګريزي ـ پښتوسيندګی ليکلی دی زما د معلوماتو له مخې په دې برخه کې به ښايي دا لومړنی سيندګی وي چې ترډيره پکې دعامي انګريزي ژبې لنډونونه راغونډ اوپه ساده پښتو ژباړل شوي دي ).

کتاب د ليکوال لخوا خپل مور اوپلارته ډالۍ شوی دی

کتاب په ۱۰۰۰ټوکونوکې په خوست کې دعرفان خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی.

دچاپ نيټه ۱۳۹۲لمريز د تلې مياشت

One thought on “د داوود محفوظ د لنډونونوقاموس”

ځواب ورکول هیبت الله یعقوبی ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *