ډاکټر فرقان احمد توقير

حکمتيار صاحب موږ ته د جهاد مشر، تنظيمي ليډر، زړور جنګيالی، سرتېری مجاهد، نوښتګر انجنير او د اثارو په مټ ملا، مفسر، فقيه، ليکوال، اديب او په وروستيو کې شاعر را پېژندل شوی دی.

شاعر مې ځکه وويل چې څو کاله وړاندې يې د لومړني شعر هرکلي ته په شمشتو کې درنه مشاعره جوړه شوه. تر مردان او حسن ابداله پوسټرونه، بېنرونه ولګېدل، ملا زاهدي، استاد صميم او اسد دانش د مشر مېلمه، صدر او نايب صدر په ځانګړيو مقاماتو کښېنول شول.

د خدای فضل و، مشاعره په خير و خيريت او بې‌ساري دوم دام پای ته ورسېده، که څه هم نږدې وه ډاکټر ځلاند په بيستو کې تللی وای، خو خدای خير کړ، په لږ څه کې بچ شو.

الله تعالی پر حکمتيار صاحب بلا صلاحيتونه او استعدادونه لورولي دي، پر نورو علومو، فنونو سربېره يې په ژبپوهنه کې هم د خپل بخت ازمايلو ته ګونډه ماته کړه. که څه هم استاد مجاور احمد زيار ژبپوهنه ساينس بولي، خو حکمتيار صاحب له لابراتواره پرته په دغه ډګر کې له ځينو سره ګوتې ولګولې.

خو د ده يو تخصصي ډګر ښايي زما په څېر له ډېرو پټ او تت پاتې و، هغه دا چې حکمتيار صاحب د خپل وخت زبردست منجم دی، بې له دې چې الغيب عندالله ورسره ونښلوي، له راتلونکې ښه په قاطعيت درته غږېدلای شي.

مرحوم محمد ابراهيم کندهاري په ټول ژوند کې کومه وړاندوينه تر خسوف او کسوف پورې له الغيب عندالله پرته نه وه کړې، خو حکمتيار صاحب تر ده زيات په خپل نجوم باوري دی.

د دغه باور وروستۍ بېلګه په راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې د هغه چا د حتمي او بې‌چون و چرا بري خبر دی چې حکمتيار صاحب وړمه ورځ اعلان کړ.

دا خبره کليشه، ډېره تکراره او سولېدلې چې موږ تر اوبو له مخه د ګاولو په ايستلو روږدي يوو، خو حکمتيار صاحب ټول عمر د اوبو په تلوسه يبلې پښې مزل کړی او د همدې سرابونو لالهاند پاتې شوی دی.

تر اوسه ذهن پر دې جوړ و چې د حکمتيار صاحب پل دومره بختور دی چې له چا سره مل شوی، ډوب کړی يې دی، خو اوس چې د خپلې ملتيا په زور د پورته کولو په موډ کې دی، هغه ده چې راتلونکی ولسمشر هم هغه څوک ورته ښکاري چې حزب غوښتی وي، يا يې حزب ملاتړ ته راوتلی وي.

د محمد اشرف غني د حتمي بري وړاندوينه پر همدې بنسټ ولاړه وه چې حزب نه‌شته ورسره، خو په دويم پړاو کې يې چې د قطب الدين هلال د ملاتړ چيغه پورته کړه، ميليوني رايه په سيند لاهو، د جان‌کېري پرېکړې ته اړ شو.

حکمتيار صاحب په دې اند و چې له ده پرته به يې کله هم څوک شل نه‌شي کړای، خو شل څه چې پوره يوويشتو ته خبره ورسېده.

په شلمه پېړۍ کې له هېواده په خپله ورکه پسې وتلی حمکتيار، په يوويشتمه پېړۍ کې خالي لاسونه راستون کړای شو.

د خالي لاسونو که د درواغو پېغور وار له مخه سايل صاحب، مرحوم اجمل خټک ته ورکړی، که څه هم ښاغلي سايل په قسم او قران ويلي چې خټک صاحب يې نه دی ښوولی، خو جابر عوام به څه کړې چې د ده شعر يې له پيله تر پايه په مرحوم خټک صاحب پورې نښلولی دی؟

د دغه نښلولو يو پټ جواز دا و چې مرحوم اجمل خټک ويلي وو؛

که د مرام د سرې ډولۍ سره درغلی نه وم

ملګرو واورئ پښتنې به زېږولی نه وم

حکمتيار صاحب پر کريملين د شنه بيرغ په رپولو خپل ملګري بې‌سده ساتل، خو له نيمې پېړۍ لالهانده مزل وروسته بيا هم بې‌منزله او لاسونه تش راووتل؛

راغلې خو خالي خالي لاسونه، دروغجنه دروغجنه

نه دې سپرلی راووړ، نه ګلونه، دروغجنه دروغجنه

تا خو وې چې تا له به تصوير د ګلاب راوړم

کوم دې پرې د سرو وينو رنګونه، دروغجنه دروغجنه

تا نه د نغمې د درد کيسه ده هېره شوې

مه چېړه زما د زړه تارونه، دروغجنه دروغجنه

ستا د هر نظر له هره تاره درواغ څاڅي

څه به در په ياد کړمه لوزونه، دروغجنه دروغجنه

څنګه دې سايله! ځان بدل کړ په محفل کې

څه دې کړه له شونډو خالونه، دروغجنه دروغجنه

سرخط ورځپاڼه

6 thoughts on “د درواغو، که خالي لاسونو پېغور؟”
  1. ډاکتر توقیر صاحب تاسو ښه نثر لرئ. نه یوازې مو نثر ښکلی دی بلکه ظریف طنز ستاسو نثر لا خوږ کړی دی.
    خو زما قاصر په ګمان ستاسو په لیکنو کې یو کمی شته هغه د مقصد او هدف نشتوالی دی.
    همدا لیکنه درواخلئ. زه باوري یم چې تاسو له حکومت سره د حکمتیار د پخلاینې مخالف نه یئ. او په دې هم پوهېږئ چې غټې خبرې لکه د راتلونکو انتخاباتو کاندید به هغه څوک وي چې زما ګوند یې تایید کړي، په ټوله دنیا کې ټول سیاستمداران کوي. په سیاست کې دا کومه نادره مبالغه نه ده.
    حکمتیار څه چې احدي یې هم کولی شي.
    زما وړاندیز دا دی چې کوشش وکړئ (مقصدیت لرونکې) لیکنې وکړئ.
    نبي ګل خانخېل

  2. راځئ تر داده یی پریږدو!
    تر هغه چی حکمتیار د سټيج پر سر عملاً نه وی لوبیدلی په هکله یی مثبت او یا منفي قضاوت کړل بی انصافي ده، پریږدئ حکمتیار یو چانس تر لاسه کړي او ولوبیږي بیا موږ قضاوت وکړو.

  3. ښاغلۍ توقیر صیب! سلامونه او ښي چاري! تر هر څه د مخه ستاسو تخلص د پوښتنی وړ دۍ،اګرچی دغه
    بالکل شخصی مسله ده خو کله چی کوم څوک د کره کتنی او نقد ډګر ته راوزی او پځانګړی توګه چی نیوکه د یوه چا شخصیت ته متوجه وی نوسوالونه را ولاړیګی،بله خبره به زه د ځان په هکله سپیناوۍ وړاندی کړم او هغه دا چی زه د ښاغلی حکمتیار صیب ثنا ویونکۍ او پلوۍ هم نه یم بالکل ډاډه اوسۍ! اوس نوزما نیوکه په ستاسو ښاغلی باندی دغه ده چی د ملک پدی نازکو حالاتو کښي دغه رنګه نیوکی د شخصیت وژنی او د هیواد او پځانګړی توګه د پښتنو د قسموخوړلوغلیمانو په ژرندی باندی د اوبود برابرولو په مانا دی.او ستاسود لیکنی څخه د عقدی بویراځی. پدی هیله چی خوابدۍ نشی.

  4. زه نه توقیر صاحب له نژدې پېژنم او نه ئې د لیکنی ګران او محترم ملاتړی او مخالفین خو دومره ویل غواړم چه زما د حکمتیار او حزب نه هله خوا بده شوه چه په آسمانی آرمان ئې ځمکنی او شیطانی ارمان یعنی ټبر او سیمه او نور خیرن یهودی ډوله تړاوونه ور ګډ کړه.حکمتیار باید پدې پوه شی چه نن سبا د موسی علیه السلام خدای فرعون ته دومره موقع ورکړېده چه د خدائی دعوه وکړی، په ډېرو هیوادونو کی نن سبا د همدې فرعون اراده! چلېږی او د سبا ورځی د ټاکنو نتیجه همدا نن مشخصه ده البته دا سناریو به د موسی د خدای د نهائی فیصلې تر صدور پوری ادامه ومومی، بالآخره فرعون او فرعونیان به د د بشریت په وړاندی د خیانتونو په دریاب کی غرق شی چه د موسی په لښکر کی به ما او حکمتیار غوندی څېرو ته ځای نه وی پاتی.

  5. دا د یوه ډیر ښه لیکوال لیکنه ده چې لوستل یې خوند کوي ، کور یې ودان، خو هغه حکمتیار چې په افغانستان کې د امنیت او قانونیت پلوی دی،ستاینه یې پکار ده او ګومان کوم پیغورونه ورته مناسب نه دي. د لیکوال د قلم په قوت کې شک نشته خو اجتماعي مسولیت ته یې پام نه دی کړی. مونږ به د خوند ډیرې خبرې لرو خو اجتماعي مسولیتونه هم باید هیر نکړو . په درنښت

  6. دا لیکوال پر حکمتیار له نیوکو پرته د لیکنې لپاره بله موضوع نه لري.
    له پر له پسې انتقادي لیکنو مو داسې ښکاري چې شخصي مشکل ورسره لرئ

ځواب ورکول منګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *