که چا درته وویل چې په دښته کې روان وم، ټیرونه راغلل، بیا باډۍ راغله، بیا سیټونه راغلل، بیا نټونه راغلل، بیا اینجن راغی. سره فیټ شو، موټر شو، او زه پکې سپور شوم، او تر دې ځایه راغلم، نو څومره لوی دروغ به یې ویلي وي؟
په لومړیو دریو ټیمونو کې د اعتدال، برابرۍ او سازندګۍ د ټیم راتګ همدومره لویه معما ده.
عامې اړیکې، سیاسي ریښې او شخصیت جوړېدل لنډه لار، یا شارټ کټ نه لري. انسان چې شناخت او اړیکې جوړوي، کلونو کلونو کار ته ضرورت لري. ګوند یا ډله چې سیاسي حکمي شخصیت جوړوي، لازمه اندازه وخت ته اړتیا لري. که دا کار ناڅاپه وشو، نو پوه شه چې – د پېښوریانو خبره – څه ګړ بړ شته.
غني چې غني شو، له اوسه نه دی غني. له کلونو غني دی. د مالیه وزارت له وخت یې نوم و ایست، او ټولو وپېژاند. تر هغه مخکې ټولو علمي حلقو پېژندلی و.
عبدالله عبدالله چې دې ځای ته رسېدلی، دېرش کاله یې یواځې جګړه کړې، او د جګړې د یوه مطرح لوري د لومړۍ کرښې رهبر پاتې شوی. ګوند لري. د رأیو قومي بانک لري.
زلمی رسول تر پرونه یو عادي مامور و. نه ګوند، نه سیاسي سابقه، نه پیسې، نه ایډیالوژي، نه په جهاد کې ریښې، نه په مقاومت کې ریښې، نه په ټکنوکراټانو کې نوم… په مجلسونو کې یې خبرې نشوای کولای. یو داسې څوک چې د خپل شخصي ژوند په مدیریت کې پاتې راغلی، او په سپین سر بې کورنۍ دی. یو دم اوازه شوه، اوازې هډونه وکړل، هډونو پوستکی وکړ. نوې څېره را ووتله، په فیس بوک کې په کرمي څېره، یعنې کر یې له کرزي، او می یې له زلمي واخیست. اوس ویل کېږي چې دې اوازې په دریو لومړیو کاندیدانو کې راځي.
نه کوم ګوند لرم، نه لکه د ډاکټر غني، د کوم روڼ اندي جریان له مرستې برخمن یم، نه لکه ډاکټر غني غوندې د رأیو بانکونه لرم، نه سیاسي سابقه لرم. نه ایډیالوژي لرم. نه پیسې لرم. نه مې دولت ملاتړ کوي. هیڅه نه لرم، ګټم یې. هیڅه نه وم. خو بیا هم درېیم مطرح کاندید یم. دا منطق فزیکی او ریاضیکي نه دی. دا منطق نه د اجتماعیاتو، نه د سیاست په کتاب جوړېږي. دا یو معمایي منطق دی.
یو غل د چا پالیز ته ور لوېدلی و، د پالیز مالک پرې راغی، وېلې څه کوې؟ وېلې دلته باد را ټيله کړم. وېلې دا بادرنګ او خټي؟ وېلې دا خو زه باد وړلم، چې لاس به مې واچاوو، یو بادرنګ یا خټکی به را وشکېد، وېلې نو دا په بوجۍ کې چا واچول؟ وېلې دې ته نو زه هم حیران یم.
له کرمیانو که یو څو پوښتنې وکړې، دې ته به دوی هم حیران شي چې که د ولسمشر کرزي نوم نه کارېدای، او خلکو کرمی د کرزي د چارواکو کاندید نه ګڼلای، نو دی به له کومه کېده؟
همدا اوس که د کرمي له یوه عام او خاص پلوي څخه غیر رسمي، غیر رسنیزه پوښتنه وکړې، چې ته ولې د زلمي رسول ملاتړ کوې، ځواب به یې خامخا همد وي چې زلمی رسول د ولسمشر کاندید دی، کامیابوي یې. د زلمي رسول تر ټولو لوی قوت هم په همدې شعار کې دی.
دغه احساس خلکو ته چا انتقال کړ؟ آیا ولسمشر د خپل ورور په تېرولو، د دولتي سرچینو په کارولو، او نورو د خلکو تر ذهنونو انتقال نه کړ؟
که څه هم، ولسمشر کرزي په ظاهره امریکایان متهم کړي چې قصداً غواړي حالت بحران ته کش، او ټاکنې دوهم راونډ ته بوځي، خو عملاً دغه کار خپله ولسمشر وکړ. که ولسمشر په ناروا انګېزو د کرمیانو ټیم په لوی لاس نه وای حمایه کړی، نو حتمي پایله به یې دا و چې ټاکنې به په لومړي راونډ کې، په شفافه رأیه د ډاکتر اشرف غني په ګټه تمامېدې. نظام به غښتلی ولسي بنسټ خپل کړی وای، او بشپړ مشروعیت به یې درلودلای. اوس چې ولسمشر په لوی لاس، د دولتي امکاناتو په زور، او په خپل معنوي ملاتړ د اکثریت د کاندید رأیه تجزیه کړه، نو یو خو یې دوهم دور ته د ټاکنو په رسولو ملت ته لویه اقتصادي ضربه ورسوله، او هم یې د معامله ګریو د نوي باب په پرانیستلو د راتلونکي نظام مشروعیت او قوت له ګواښ سره مخامخ کړ.
————————————————
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
قرار صیب ډېر ښه دې وئيلي دي.زمونږ په کلي کې چې به څوک بې شرمه وو نوته به يې د«دکرمي ډم» نوم اخيسته. نوددې کرمي ښاغلي ټول ډنډورچيان هم کرمي ډمان دي. شرم خو بيخي نه پېژني لکه طوفان وزيری، وحيد عمر،جاويد فيصل او دوه نور. –
زلمی رسول ۴۵ کاله سیاسي مبارزه کړې په داسې وخت کې هم زلمي رسول ژوندی سیاست کولو چې اشرف غني د افغانستان له سیاسته ډیر لرې وو
که د ګوند خبره وي اشرف غني کوم ګوند لري؟ زلمی رسول خو د پخواني پاچا ظاهر شاه پلویانو ټول ملاتړ لري
زلمي رسول او اشرف غني داوړو په اوسني حکومت کې ونډه لرله د ملي امنیت مشري او د بهرنیو چارو وزارت به لویه دنده وي که د مالې وزیر؟
کورنی نه جوړول په سیاست کې کمزوري نه ده پیاوړتیا ده
بله دا چې تاسو خو هم د اوسني حکومت چارواکي وی تر اوسه خو دې هیڅ نه ویل کرزي پسې اوس څنګه ناڅاپه نیوکې پرې کوي؟
ستاسو لکنې د تالیبانو په اړه رښتیا خوندورې او په ځاې وې خو اوسنی لیکنې دې بیخونده شوي
د سوکاله او اباد افغانستان لپاره
په ډیرو ښو دلایلو لیکل شوې قرار صیب، د همداسې نورو په هیله!
ګران نا اشنا صېب، که یې په دفاع نه شرمېږې نو په خپل نامه لیکل وکړه، خو دا کار تاسې یو هم نشئ کولای. شرمېږئ.
اصلي خبره دا ده ګرانه، چې اشرف غني تدوین شوی فکر لري. فکر زېربنا ده، او ګوند روبنا، یا مخبنا… اشرف غني یو مدرس عالم دی، او څېړونکی دی. د عالم سړي په ټولنیز سړي اوښتل د یوه سترګک کار دی. دا یې یوه. دوهمه دې د زلمي رسول د څلوېښت کاله سیاست وکړه. که یې څلوېښت کاله سیاست کړی وي او بیا هم په یو څلوېشتم کال چا نه پېژاند، نو بیا خو ډېر ناکام سړی دی. ځکه د سیاست هدف شهرت اخیستل دي. ده څنګه سیاست کړی چې په یو څلوېښتم کال چا دومره نه پېژاند چې د خوراک شی دی، که د اغوستلو؟
پاتې شوه د کرزي خلاف د خبرو، نو زموږ د یوه منتخب حکومت دوره، چې د هغه د امتحان دوره هم ده، پنځه کاله ده. د کرزي پنځه کاله وخت پوره شو، اوس باید یو زه نه، ټول افغانستان قضاوت پرې وکړي. اوس ما ته قانون حق را کړی چې دوه میاشتې کمپاین وکړم، او خپلې خوښې ته خلک را وبولم، او د نورو د خوښي عیبونه بیان کړم. بیا چې مشروعو رأیو او شفافو ټاکنو هر څوک وټاکل، زه یې بیا پنځه کاله اطاعت کوم. په پنځم کال بیا له هغوی سره هم حساب کوم. دا ډیموکراسي ده.
قرار سیب مننه
نوم مې نااشنا شینواری دی او که تصویر مې غواړې هغه به هم تاته درولیږم، او د هیواده ډیر لرې هم یم زه په دې ویاړم چې دخپلې خوښې کاندید څخه ملاتړ وکړم، زه د هیچا کمپاینر یا ملګری هم نه یم خو په هیواد مې ډیر زړه خوږیږي ښه ته ښه وایم بد ته بد
د فکر په اړه دې ویلي داسې څوک یا ګروپ یا بل څه تر اوسه نه دي پیدا شوي چې د نړۍ د انسانانو فکرونو ته کچه وټاکي خو د فارین پالیسي مجله چې د واشنګټن پوست مالکیت دی پراسپکټ مګزین د انګلستان یو عادي مجله ده او دا دواړو تاریخچه که راوسپړې نو زه یې افغانانو پورې ملنډې وهل ګڼم
بله دا چې تاسو لیکلي ؛سیاست هدف شهرت اخیستل دي: دا ډیر غلط تعریف دی اسلي سیاست وال عام وګړيله سره نه پیژني یواځې سیاستوال او پوهان یې پیژني بیخي له شهرته یې بد راځي
ستاسو هلې ځلې ستایم او په ویاړم خو کمپاین که کوې سمه ده خو مخترمو افغانانو په شخصي ژوند بد لیکل ستاسو د شان سره راته ښه نه ښکاري
د سوکاله او اباد افغانستان په هیله