تاند- د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، هلمند به د طالبانو لاس ته ورنه شي خو که طالبان وتوانېدل چې هلمند ولایت ونیسي، له دندې به استعفا ورکړي.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، محمد معصوم ستانکزي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې طالبان له څو میاشتو راهیسي د هلمند د نیولو لپاره سختې جګړې کوي او ویل کېږي چې دا ډله غواړي د هلمند له نیولو وروسته هغه پر خپل اصلي مرکز بدل کړي او خپل مشران ورته راانتقال کړي.
د طالبانو مشران حاضردمه په پاکستان کې مېشت دي.
د دفاع سرپرست وزیر ښاغلي ستانکزي سي این این تلویزیون ته وویل، هلمند به د طالبان لاس ته ورنه شي:«دا ولایت به سقوط ونه کړي، خو که دا کار وشو بې شکه چې زه به استعفا وکړم، خو ډاډه یم چې هلمند د طالبانو لاس ته نه ورځي.»
ده د هلمند په یو شمېر سیمو کې د طالبانو وروستي پرمختګونه د پاکستان په مرسته وبلل، ویې ویل:
«ولي په دې حقیقت سترګې پټوو؟ لاړ شئ کوټې ته، پېښور ته لاړ شئ. وګورئ چې هلته سختدریځي څه کوي؟ څرنګه هلته ازاد ګرځي، څرنګه تماسونه لري؟»
وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ پسرلني عملیات پیل کړل. طالبانو خپل سږني عملیات عمري نومولي دي.
نو نیول تور یي که سپین؟
ټالیبان به د پنجاب په امر د یو څو زرو پښتنو ژوند واخلی ، خپل هیواد او ملی شتمني به له منځه یوسی ، خو آخر به د خپل بادار د رضایت د نه حاصلولو له امله د دوزخ تورې او ټیټې کندې ته ور وغورځول شي.
د سعدی په قول:
ترسم نه رسی به کعبه ای اعرابی
این ره که تو میروی به ترکستان رفته است
کار وکه صرف خبری الله مو تبا کری چی تبا شی وطن مو در په دری که چی نیشی کولی می کوه مرداری مرداری کی
ماشا الله د صبغت الله مجد دی یو مرید خو پیدا سو.