له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ په سياست کې ژور بدلونونه مينځ ته راغلل، يو شمېر تر ښکېلاک لاندې هېوادونه ازاد شول چې موږ د لاتيني امريکا، اسيا او د افريقا يو شمېر هېوادونه د بېلګې په توګه يادولی شو.

په دغه پېر کې دموکراسي وده وکړه، ملي ازادي بښونکي غورځنګونه پراخ شول او په نړيوال ډګر کې يوه نړيواله ټولنه د ملګرو ملتو په نوم مينځ ته راغله، چې د پنځوسو (۵۰) هېوادونو په ګډون د امريکا په سانفرانسيسکو کې د ملګرو ملتو منشور لاسليک کړ.

له لاسليک نه وروسته (۱۹۴۵ د جون ۲۶ نېټه) د ملګروملتو اجرايي کومېټې غونډه وکړه او د يوې عمومي غونډې جوړېدو سريزه يې وکښله.

د علمي او سياسي پوهانو د هلو ځلو په پايله کې په ۱۹۴۶ کال د جنوري په لسمه (۱۰) نېټه د ملګروملتو عمومي غونډه په لندن کې پرانستل شوه.

د ملګروملتو دغې غونډې په افغانستان هم اغېزه وکړه. د بشر د حقوقو په رڼا کې يو څه پرمختګونه مينځ ته راغلل، دموکراسي وغوړېده ډله ييزې رسانۍ او خپرونې د چاپ ډګر ته را ووتلې.

د ملي شورا لپاره ټاکنې وشوې په نارسمي توګه سياسي ګوندونه جوړ شول، د کابل ښار کې نوی ښاروال د ټاکنو له مخې وټاکل شو او د ګوتو له شمېر نه ډېر پرمختګونه د تېر په پرتله مينځ ته راغلل.

ولې له بده مرغه يو شمېر په هېواد کې دننه کورنۍ ستونزې او یو شمېر بهرنۍ ستونزې لاس په لاس شوې او په افغانستان کې ځوانه دموکراسي له پښو وغورځول شوه.

دا چې ولې د سردار محمد هاشم خان د مهال ستونزې بيا را غبرګې شوې يو شمېر لاملونو ته يې ګوته نيسو:

– په ۱۹۴۹ ز کال د کابل په پوهنتون کې د محصلينو اتحاديې جوړېدل د دموکراسۍ د ودې او پرمختګ لپاره يو ښه ګام وه.

که څه هم ګڼ شمېر غړي يې د مخورو چارواکو او سردارانو (اولادونه ول چې موږ عزت الله مجددي (د صبغت الله مجددي ورور، محمد اسحق، عثمان، کبير الله سراج، عبدالکبير سراج، دا دواړه د سردار کبير جان زا من ول)، بصير حکيمي، کاظمي چپر هاري، شعب (د جنرال اصف زوی)، سردار حفيظ نوابي، غلام علي ائين، عبدالواحد، يونس سرخابي، امير پور، نصرتي، غلام حيدر، مير علي احمد او نور د ساري په توګه يادولی شو.

په دې غونډه کې يونس سرخابي په سردار محمد هاشم خان او د ده د حکومت په کړو وړو نيوکه وکړه، ضبط احوالات يې هم وغانده او سردار محمد داود خان يې د هاشم خان سياسي وارث وګاڼه.

دغه ډول څرګندونو سلطنتي کورنۍ په سر کې داود خان دې ته ولمسوه چې «ملي کلوب»غړي دې ته وهڅوي چې د سردار شاه محمود خان په حکومت نيوکې وکړي.

له بلې خوا پاچا محمد ظاهر هم و وېرول شو چې د دې دېموکراسۍ پايلې به لکه ډاکتر مصدق، چې په ۱۹۵۱ کال واک تر لاسه کړ او ډاکتر حسين فاطمي بيا د شهينشاه د پلار مجسمه را وپرځوله.

– د کندهار نايب الحکومه جنرال عبدالغني خان ګرديزي د عدليې محاکمو ريس ته سپکې سپورې ووېلې او هغه يې په سينه په سوک وواهه. چې په دې کار سره په ټولو ډلييزو رسانيو کې انګازې خپرې شوې چې «د دموکراسۍ پلار» دموکراسي وډبوله.

نو ځکه د «وطن»، ندای خلق (د مطبوعاتو په قانون يې نيوکه وکړه) او انګار خپرونې يو د بل پسې بندې شوې. که خلکو سردار شاه محمود خان د دموکراسۍ پلار ګاڼه خو محمد داود خان ته يې د ديکتاتورۍ د پلار لقب ورکړ.

– د ملي شورا د (۸) اتمې دورې ټاکنې چې را ورسېدې نو له يوې خوا د تېرې (۷) دورې دموکراسي د شاه محمود خان زړه شين کړی وه او له بلې خوا محافظه کارو سردارانو او درباريانو په ځانګړي ډول سردار محمد داود خان صدراعظم ته دومره ستونزې او مشکلات پيداکړي ول چې ان محمد ظاهر دې هوډ ته ورسېد چې نور نو بايد ځان د کاکا ګانو له حکومت نه وژغوري.

د سردار شاه محمود خان د مهال يوه بله پېښه چې په ۱۹۵۰ کال مينځ ته راغله هغه د سيد اسماعيل بلخي کودتا وه چې په تور يې خواجه محمد نعيم خان د کابل د امنيې پخوانی قومندان، محمد اسلم خان، محمد ابراهيم خان (بچه ګاو سوار) مير علي ګوهر خان، قربان نظر خان او نور ونيول شول چې پرته له کوم تحقيق نه (۱۴) څوارلس کاله په زندان کې پاتې شول.

د اتمې (۸) دورې د شورا ټاکنې په داسې شرايطو کې په ۱۹۵۲ ز کال د اپرېل په مياشت (٣١/۱/۱۳۳۱) کې اعلان شوېچې سياسي کړکېچونه په زياتېدو ول.

دغو ټاکنو د اومې (۷) دورې له ټاکنو بشپړ توپير ځکه درلود چې د هغې دورې يو شمېر روڼ اندو وکيلانو چې بيايې غوښته ځانونه نوماند کړي، اجازه ورنکړی شوه،. ان دا چې د کابل والي عبدالحکيم خان شاه عالمي يو شمېر بنديان کړل.

د نومندانو پلويانو او خواخوږو چې د پوهنتون محصلين هم ورسره مله شول يوه لوی لاريون ته لاره پرانسته. حکومت هم چوپ پاتې نشو ډاکتر محمودي او مير غلام محمد غبار يې ونيول.

د د غه مهال په تاريخ کې لومړی شورا د محمد نادر خان د واک په مهال د سپتمبر (۱۹۳۰ کال) په مياشت کې د (۱۱۱) يوسلويوولس وکيلانو په غړيتوب پرانستل شوه. ولې د شورا (۷) اومه دوره د اهميت له مخې د ځانګړي ارزښت او د پام وړ ځکه وه چې ګڼ شمېر لوستي کسان پکې ول. تر يولسمې دورې پورې هره دوره د درې(۳) کالو لپاره وه. (۱۲) دولسمه او ديارلسمه (۱۳) دوره بيا د څلورو کالو لپاه وه چې د وکيلانو شمېر يې دوه سوه شپاړسو (۲۱۶) تنو ته رسېده.

د شورا په بېلابېلو پېرونو کې دغه کسان د شورا د رئيسانو په توګه ټاکل شوي ول:

عبدالاحد خان مايار، عبدالهادي داوي، عبدالرشيد الکوزی، محمد نوروز، ډاکتر عبدالظاهر او ډاکتر محمد عمر وردګ.

د شورا د اتمې (۸) دورې ټاکنې په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې د ضبط احوالاتو (څارګرو) د غړو له خوا او د پوليسو په لاسوهنه ترسره شوې.

د شورا ډېر غړي د سردار محمد داود خان پلويان ول. همدلته وو چې د شاه محمود خان واک او ځواک ورورو کمزوری کېده، چې په پای کې د سلطنتي کورنۍ د سياسي اخ و ډب له مخې د سردار محمد هاشم خان په څېر په يوې نا څرګندې کودتا کې شاه محمود خان له واکه ګوښه شو.

د مرکزي قول اردو قومندان جنرال محمد عارف خان د دفاع وزير محمد داود خان په اشاره د سردار شا محمود خان استعفا د راديو افغانستان له لارې اعلان کړه.

پاچا محمد ظاهر، محمد داود خان او سردار محمد نعيم خان د سلطنتي کورنۍ د ځوانو سردارانو په نوم، درې واړه په دې هڅه کې ول چې خپل تره لرې کړي او په ځای يې محمد داود خان صدراعظم کړي.

امريکايي تاريخپوه لويي دوپري د سردار شاه محمود خان د صدارت په تړاو کښلي دي چې نوموړی د لبرال دموکراتانو د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو د ده د ماتې لاملونه په څو ټکو کې په لنډيز سره يادولی شو:

– د واکمن رژيم په وړاندې د روښانفکرانو لاريونونه،

– له لبرال دموکرات غړو سره د دولت د مامورينو ناسم چلن

– د لوستو او نالوستو تر مينځ د اړيکو نه شتون.

حکومت خپلو مخالفينو ته د دښمن په سترګه کتل. او يو شمېر نور لاملونه.»

محمد داود خان په داسې مهال د افغانستان صدراعظم شو چې نړۍ له ژور بدلون سره مخ وه. نوي ټولنيز خوځښتونه مينځ ته راغلل، د دويمې نړيوالې جګړې متحدين يو د بل سيالان شول.

امريکې او شوروي په نوو سياسي هاندو هڅو لاس پورې کړ امريکا يو شمېر تېر متحدين لا د ځان ملګري کړل او جګړه ځپلي متحدين يې له درانه خوبه را پورته کړل او د خپلو هېوادونو د رغاونې لپاره يې د امريکې په اقتصادي ملاتړ خپل هېوادونه ښاد او اباد کړل.

امريکا او لوېديځ هېوادونه يو موټی شول او د يوه ستر «مارشال پلان» پر بنسټ يې له ۱۹۴۷ کال نه تر ۱۹۵۲ کال پورې خپل هېوادونه په پښو ودرول.

د برېتانيا صدراعظم (۱۹۴۰ – ۱۹۴۵ کال) چرچل هم Wiston Churchill د امريکا «مزوري» په ايالت کې د ويستمنستر کالج کې په يوې نامتو تاريخي وينا سره نړۍ دېته را وبلله چې د «کمونيزم» راتلونکی ګواښ له پامه ونه غورځوي.

له دې وروسته سړه جګړه پيل شوه. دواړو ځواکمنو (روسيې او امريکې) هېوادونو د نړۍ د ښکېلولو هڅې پيل کړې نړۍ د دوه سترو هېوادونو په ليکه کې ودرېده.

امريکا د شوروي د مخنيوي لپاره د يو شمېر سيمه يیزو هېوادونو پر مټ د سيټو ۱۹۵۴ SEATO، (۱۹۵۵) سينټو CENTO (۱۹۴۹) NATO نظامي او اقتصادي اتحاديې جوړې کړې.

شوروي اتحاد هم د يو شمېر ختيځو هېوادونو پر مټ په (۱۹۵۵) کال د «وارسا» پنوم تړون جوړ کړ. ولې ټوله نړۍ په دغو تړونونو کې ځای نشوه.

د دريمې نړۍ په نوم، يا د غير منسلکو او يا د وروسته پاتې ياد ناپيليون هېوادونو په نوم، يا مخ په ودې ټولنې… اصطلاوې وکارېدې هر نوم چې د سياسي او اقتصادي جوړښت پر بنسټ سم وي، ويبه، خو د ناپېيلون هېوادونو په نوم يوه ټولنه مينځ ته راغله.

د ناپليتوب دغه اند او فکر هغه مهال وغوړېد چې د يوشمېر اسيايي او افريقايي هېوادونو په ګډون په ۱۹۵۵ ز کال د اندونيزيا د «باندونګ» په ښار کې يوه غونډه جوړه شوه.

په دغه وخت کې يوشمېر سياسي شخصيتونه د سياست ډګر ته راووتل چې سياسي رول يې ډېر د پام وړ ګڼلی شو. په دغه لړ کې موږ جمال ناصر، جواهر لال نهرو، د اندونيزيا جمهور ريس عبدالرحيم سوکارنو د ساري په توګه يادولی شو.

د مصر جمهور ريس ناصر د عربي ناسيناليزم غږ پورته کړ، بيا يې په ۱۹۵۶ کال د جولای په ۲۶ نېټې د يوې وينا په ترڅ کې چې سلګونو زرو خلکو په سکندريه کې غونډه کړې وه، د سويز نړيوال کانال ملي اعلان کړ او په دې کار يې برېتانيه او فرانسه دواړه هېوادونه وګواښل.

جمال ناصر «اسوان د پروژې خبره هم را پورته کړه ولې د «اسرائيلو» په سر امريکا له مرستې کولو ډډه وکړه، نو ځکه يې بيا مخ شوروي اتحاد ته واړوه چې د هغه هېواد مرسته ترلاسه کړي.

سوکارنو هم لکه د جمال ناصر په څېر د ناسيوناليزم د ودې او پرمختګ لپاره د باندونګ په کنفرانس ډډه ولګوله. سردار محمد داود خان هم له همدې غورځنګ سره يوځای شو او د افغاني ناسيو ناليزم په رڼا کې د پښتونستان د مسئلې حل وغوښت.

دې موخې ته د رسېدو لپاره يې د اقتصادي او نظامي پرمختګ په هيله امريکا ته د مرستې لاس اوږد کړ.

امريکا لکه څنګه چې د اسرائيلو په خاطر له جمال ناصر سره د «اسوان» د پروژې په تړاو مرسته ونکړه. همدغسې له محمد داود خان سره هم د پاکستان له بابته ونه غوښتل چې له نوموړي سره مرسته وکړي. نو ځکه د هېواد صدراعظم له ډېرو هلو ځلو وروسته، چې په پای کې «نکسن» هم د افغانستان وړانديزونه ونه منل نو ځکه يې بيا شوروي ته د دوستۍ لاس اوږد کړ.

روسانو ان د تزار له مهاله او په ځانګړي ډول د «پتر کبير» له وخته دا هيله لرله چې تودو اوبو يانې د هند سمندرګي ته ځان ورسوي. نو ځکه شوروي چارواکو د افغانستان وړانديز ته غاړه کېښوده.

«دې کې شک نشته چې افغانستان اقتصادي او نظامي ستونزې لرلې، خو پاکستان هم په خپل مټ او ځواک ډاډه نه وو، چې پرته له بهرنيو مرستو د روا او تاريخي غوښتنو مقابله وکړي. يوازې توپير يې په دې کې وو د پاکستان دوست (امريکا) په خپله دوستي ولاړ وو.

او د افغانستان دوست (شوروي) له افغانستان سره په رښتنې مانا مرسته نه کوله… پاکستان هغسې هم نورې سرحدي ستونزې له هند سره د کشمير او حيدراباد په برخه کې لرلې خو امريکا ورسره بېدرېغه مرسته وکړه.»()

افغان چارواکو په بېلابېلو وختو کې امريکا او پاکستان ته د دوستۍ لاس اوږد کړ او غوښتل يې له پاکستان سره له دېپلوماتيکو لارو يوې پايلې ته ورسېږي.

په ۱۹۴۷ ز کال د نوامبر په مياشت کې نجيب الله دېته وګمارل شو چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

نوموړي په کراچۍ کې له ليدلو او کتلو وروسته د پاکستان چارواکو ته درې وړانديزونه وکړل:

۱ – پښتونخوا ته بايد ديوه ځانګړي ولايت نوم ورکړشي.

۲ – د بلوچستان په لوېديځ کې پاکستان بايد افغانستان ته د سمندر لاره پرانيزي او په کراچۍ کې يو خپلواک زون ورکړ شي.

۳ – افغانستان او پاکستان بايد ژمنه وکړي، که چېرې کوم هېواد پرې بريد کوي، بل به ناپېيلی پاتې کېږي.()

افغانستان دېر کوښښ وکړ چې د پښتونستان په تړاو نړيوال ملاتړ تر لاسه کړي. ولې برېتانيا په دې لاره کې يو لوی خنډ وه.

افغان چارواکو داسې انګېرله چې يوازې امريکا کولی شي چې د افغانستان او پاکستان تر مينځ سياسي کشاله حل کړي. موږ د مخه دېته اشاره وکړه چې افغان چارواکي پاکستان سره خبرو ته چمتو وو.

«امريکا هم درې وارې د مينځګړيتوب لپاره هلې ځلې وکړې. يو ځل پخپله او وروسته بيا مصر او ترکيې ته يې وويل… افغانستان ومنله، خو پاکستان ټول وړانديزونه رد کړل او دايي خپله کورنۍ مسئله وګڼله.»()

افغان چارواکو بيا هم د امريکا له دوستۍ نه لاس وانه خست وړانديز يې وکړ، کوم نظامي کمک چې له پاکستان سره کېږي بايد افغانستان سره هم وشي.

نو بيا يې په ۱۹۵۱ کال د اګست په مياشت کې د وسلو يو لست د يوه رسمي مکتوب په ملتيا د امريکا هېواد ته وړاندې کړ.

امريکا د نوامبر په مياشت کې (۱۹۵۱ ز کال) افغان چارواکو ته وويل: د لست له مخې د وسلو قيمت پنځه ويشت (۲۵) ميلونه ډالرو ته رسېږي چې بايد نقدې ورکړ شي. دا خبره يې هم ور غبرګه کړه چې دا وسلې به د پاکستان له لارې افغانستان ته ځي.

«له ټولو مهمه دا افغانستان بايد ډېر زر د پښتونستان لانجه له پاکستان سره حل و فصل کړي.»()

افغان چارواکي په دې پوهېدلي ول، امريکا غواړي چې افغانستان د پښتونستان له مسئلې نه لاس واخلي. ولې دا نه يوازې سردار شاه محمود خان ته د منلو وړ نه وه بلکې له ده وروسته نورو هم د امريکا ټينګار ته غاړه کېنښوده.

وروسته پېښو وښوده چې امريکا د شوروي اتحاد (کمونيزم) د مخنيوي لپاره غواړي پاکستان د يوه مورچل په توګه وکاروي. لکه د کوريا د جګړې (۱۹۵۲ کال) په بهير کې چې دغه حقيقت څرګند شو.

د امريکا چارواکو په ډېرې بېباکۍ د پاکستان پلوي کوله او په خپل دريځ يې د افغانستان پر وړاندې ټينګار کاوه.

په ۱۹۵۱ کال سردار محمد نعيم خان د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ته وويل: که چېرې امريکا له افغانستان سره پوځي مرستې ونکړي، نو موږ به دېته اړ شو چې شوروي ته لاس اوږد کړو.

امريکايي چارواکي ( George Mcghee) په ډېرې سپين سترګۍ د شوروي اتحاد د سفارت د تېلفون نمره پر کاغذ وليکله او بيا يې د محمد نعيم خان په مخ کې کېښوده.

سردار محمد داود خان ته دا هر څه څرګند ول او دې پايلې ته رسېدلی وه چې يا به د پښتونستان له داعيې نه تېرېږم او يا له امريکا نه. نو پر همدې بنسټ يې وپتېله چې له شوروي اتحاد نه پوځي او اقتصادي مرسته ترلاسه کړي. ولې بيا هم د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې د وروستي ځل لپاره يوځل بيا د انکشافي پلان او د هېواد پوځي ودې ته د پرمختيا په موخه پر امريکا غاړه خلاصه کړي چې شپږدېرش ميلونه ډالره مرسته وکړي. ولې څرګنده شوه چې امريکا نه غواړي د محمد داود خان له حکومت سره د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاه مرسته وکړي.

له دې سربېره محمد داود خان هغه مهال ډېر په غوسه شو چې امريکا پاکستان ته ډېره پر مخ تللې وسله ورکړه. نو ځکه صدراعظم په ځغرده پر امريکا نيوکه وکړه چې (۱۹۵۳ کال د سپتمبر ۳۰) پدې کار سره د سيمې انډول له ګواښ سره مخ کېدی شي بيا یې ډېر زر سردار محمد نعيم کراچۍ او سعودي عربستان ته د خبرو لپاره واستوو چې په دې تړاو د دواړو هېوادونو له چارواکو سره وګوري.

کله چې پاکستان د سيتو غړی شو افغانستان لا د ګواښ سره مخ شو. د امريکا د بهرنيو چارو وزير (John foster Dulles) جان فستر دالس د ناپېلو هېوادونو (۱۹۵۶ کال د جون نهمه نېټه) په غونډه کې چې په يوګو سلاويا کې جوړه شوې وه وويل:

هغه هېواد چې د امريکا ملګری نه وي د امريکا دښمن دی، د پام وړ خبره خو دا وه چې په ۱۹۵۳ کال د ډسمبر په مياشت کې چې کله د جمهور ريس مرستيال نکسن کابل ته راغی له محمد ظاهرشاه او نورو حکومتي چارواکو سره وليدل نو بيا يې د اقتصادي ژمنو مرسته وکړه. ولې شرط يې دا وه چې د پښتونستان مسئلې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.

د محمد داود خان د صدارت په مهال د افغانستان او د امريکا متحده ايالاتو تر مينځ په لوړه کچه چې د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې کومې خبرې چې د «ايزنهاور» سره وشوې وروستۍ هيله وه چې ترسره نشوه.

افغان چارواکو، يا ښايي نه يې غوښتل چې په افغانستان کې انډول له مينځه يوسي، يايې په شوروي اتحاد ډېر باور نشو کولای او يا په دې اند چې پاکستان ګوښه کړي، يا ښايي دا ټولې خبرې له مجبوريتونو سره سره په خپل ځای وې… نو ځکه محمد داود يوځل بيا سردار محمد نعيم خان په ۱۹۵۴ کال د اکتوبر په مياشت کې واشنګټن ته واستوو چې له «جان فسټر دالس» سره چې دغه مهال د دولت منشي وه تېر وړانديزونه ور غبرګ کړي.

«ولېبيا هم نومړي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزير محمد نعيم خان فشار راوړ چې د پښتونستان مساله بايد له پاکستان سره حل شي.»()

نه يوازې د پاکستان او افغانستان تر مينځ سياسي اخ وډب پای ته ونه رسېده بلکې پاکستان په ۱۹۵۵ کال د مارچ په مياشت کې د بنګال د غوښتنو په وړاندې يو «يونټ» را مينځته کړ چې پښتونخوا (صوبه سرحد) سيند او بلوچستان «پنجاب» پورې وتړل شول چې ګني لوېديځ پاکستان د شرقي پاکستان په پرتله د رهبرۍ وړتيا لري. دا کار افغانستان ته د منلو وړ نه وه او د پاکستان د دې خبرې مانا دا ګڼله چې دا د پښتنو حقوقو پر وړاندې څرګنده سرغړونه ده نو ځکه يي د پاکستان حکومت ته يو احتجاجيه ليک وسپاره.

بيا په ننګرهار، کندهار، کابل او د هېواد په يوشمېر نورو سيمو کې د پاکستان په وړاندې په مظاهرو او لاريونونو لاس پورې کړ. د پاکستان د سفارت ښيښې يې ماتې کړې او بيرغ يې وسوځوه…

ددې ټولو خبر و پا يله دا شوه،ددموکراسۍ کوم خوځښت،چې دسردار شاه محمود دصدارت په مهال پيل شوی وو،لومړی دی ورته ترپايه ديو شمېرکورنېيوستونزوله با بته ژمن پا تې نشو،دويم داچې له ده وروسته دده ځاې نا ستي هم ورته کومه پا ملرنه ونکړه …!!؟؟

3 thoughts on “د دموکراسۍ پلا ر د موکراسي وډبوله | استاد شهسوار سنګروال”
  1. ښاغلي استاد سنګروال ته د الله ج اوږد عمر ښه روغتیا ورکړي چې مونږ ته همداسې ښکلي ، په زړه پورې تاریخي معلومات ولیکي.

  2. .سلام” په ۱۹۴۷ کی نجیب اللّه دېته وګمارل شو چه په کراچی کی د
    “پاکستانی چارواکو سره خبری وکړی
    په پورتنی پراګراف کی یوه د نوم اشتباه تر سترګو کیږی چه که پاملرنه
    .ورته وشی ښه به وی

  3. سلامونه،
    ورور غ. حضرت ! فکر کوم ، دا نجیب الله به هاغه محمد زېي وزیر وي، چې بیا وروسته د معارف وزیر و؛ نه زمونږ او تاسې د وخت شهید ډاکټر صاحب!!. په درناوۍ.
    او د ورور سنګروال شهسوار څخه هم مڼنه په دا ډیرو ښایسته تاریخی شڼنو ېې. مڼنه. ډاکټر ساپی.

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *