محمد یار یار

هغه بله ورځ په کندهار کې د ډاکټرعبدالله دټاکنېز  کمپاین په غونډه کې د نوموړی دوهم مرستیال استادمحمد محقق په پښتو وینا کوله، ډېر په پوه نشوم چې څه وایې او ټیک په همدغه ورځ په مزار شریف کې ګل اغا شیرزی په درې خبرې کولې چې، داستادمحقق ترپښتو ډېره بهتره نه وه.

 زما زړه، په پښتني چاپېریال کې دهغه هزاره په  نیمکه پښتو او درې ژبې ماحول کې د دا بل پښتانه په ژوولې درې باغ- باغ شو او  دغه ننداره راته د دموکراسۍ برکت او کرامت وایسېده.

زما یقین نورهم پوخ شو چې، متمدنه دنیا خوهسي د دموکراسۍ پر وجود ټینګار نه کوي، نوره نړۍ خو دهمدغې ولسواکۍ دانساني ماهیت په درک سره دبشري پیشرفت معراج ته رسېدلې ده او درېیمه نړۍ، خاصتآ داسلامي دنیا هېوادونه د دکتاتورۍ، استبداد، مطلقیت او فرعونیت ترچتر لاندې د ذلت او خوارۍ ناانساني ژوند تېر وي.

  د۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره سیالیو او کمپاینو ثابته کړه چې، د دموکراسۍ په زمینه کې تعصب، تنګنظري، توپکسالاري، سپکاوي، قهروغضب، زور و فشار او نورې بشر ضد منفي پدېدې ځای نلري، دلته متعصبترین خلک هم مجبور دی چې، ځانونه دملي یووالي په چوکاټ کې پر داسې فکري معیارونو برابر کاندي چې پرته له کوم زور څخه دمختلفو اقوامو په منځ کې دپښې ایښودلو ځای ومومي، دا کار نه په توپ کېږي او نه هم توپک بلکې، دا چاره د دموکراسۍ په قوت سره ممکنه ده ، داده د دموکراسۍ انساني څیره.

    استاد محقق په هرات کې یوې لویې غونډې ته وویل:

« ما آمدیم که به آستان تان سرخم کنیم»

     تاسو څه فکر کوئ، هغه څوک چې پرون دانسانانو په سرو کې د مېخ ټک وهلو مهارت ورته منسوب و، نن دهماغو خلکو پر چارچوب سر ټیټول ورته لویه اړتیا او ویاړ دي.

څنګه د زمانې ګردش له هماغه وحشت څخه د دغه انسانیت خوا ته خپل رخ بدلوي؟  دا ددموکراسۍ له تقدس پرته بل څه نه دي.

په تېرو دیارلسو کلو کې یو شمېر رسنیو پر یو بل د متعصبو، فاشستو، فرهنګي یرغل ته زمینه سازوونکو، دپردېو استخباراتو د مزدورانو څه او څه تورونه لګول، دوی خپلې ګټې په دغه ډول زهرجنو تبلیغاتو کې لټولې، خو نن«نګا او آنینه» تلوېزیونونه مسلسل د ډاکټر اشرف غني احمدزي ویناوي، د جلسو جریانونه او ملاتړ خپروي، آن د ده په نوم یې سندرې او ترانې جوړي کړي او بیا- بیا یې نشروي او دی دافغانستان د یو ملي رهبر په  صفت معرفي کوي او«ژوندون» تلوېزیون دجنرال عبدالرشید دوستم او پوهاند سرور دانش لپاره کمپاین کوي، که د دموکراسۍ عظمت ورته ونه وایو څه به یې وبولو؟

ژوندون تلوېزیون، ځکه پرته له پښتنو نور ټول دافغانستان اقوام حرموني بلل چې لطیف پدرام اعلیحضرت امان الله شاه غازي ته ښکنځل کړی ول، دغو متخاصمو اړخو یو د بل پر ضد مظاهرې راوېستلې، یوه اړخ ادعا وکړه چې: افغان مساوي په پښتون او افغانستان مساوي په پښتونستان دی او څوک چې دا نه مني، هغه حرامي دي، بل اړخ بیا شعارونه لېږدول چې، من افغان نیستم، خو نن محترم استاد پوهنمل یون او ښاغلی لطیف پدرام د درانه ډاکټر اشرف غني احمدزي تر رهبرۍ لاندې د یوې لارې لارویان دي، دواړه دمحترم ډاکټر صاحب دا مقوله پر سر سترګو مني چې، موږ ټول یو افغانان یو، نه یو افغان تر بل لوړ دی او نه یو تر بل کم دی، نه پدرام ویلای شي چې، من افغان نیستم او نه یون ادعا کوي، چې افغان مساوي په پښتون دی؛ که د دموکراسۍ نازولی جبر نه وای او دې خلکو دخپلو ګټو تداوم په دموکراسۍ کې نه وای لیدلی، هېڅ عذر و زاریو، هېڅ دعا او فتواوو، هېڅ زور او قانون به دوی د سړیتوب دغه معیار ته نه وای رسولي.

ډاکټر زلمی رسول چې نسلآ پښتون دی خو په ټول عمر یې یو ټکی پښتو پر ژبه نه وه چلېدلې خو د دموکراسۍ تر چتر لاندې دخلکو رایې ته مجبورو او رایه یې باید له خلکو څخه دخلکو په ژبه غوښتې وای، که یې ویلای شوای یا نه، اړ و چې په هر ډول کېږي باید په پښتو ږغېدلی وای، هو! دموکراسۍ په تیر عمر کې له یو چا پښتون جوړولای شي.

مخکې به خلکو لکه پسونه په رهبرانو پسې منډې وهلې خو نن مشران ستړي ستومانه په خلکو پسې ځغلې، عذر و زارۍ ورته کوي، فقط د یوې رایې لپاره، دا ده د دموکراسۍ د زرګونو مزایاوو څخه یوه مزه.

راځئ د دموکراسۍ دټینګښت لپاره دخلکو دحاکمیت دپایښت په هدف، فرد- فرد دا مبارزه متداومه کړو.

2 thoughts on “د دموکراسۍ یوه مزه/ محمدیار یار”
  1. Dear Yaar Sb,
    This is the reality what you said and I hope they follow the democracy after election too. I need to mention one more thing that, we shouldn’t give a chance to dose people who want to damage our unity. Latif Pedram and Eesmayel Uoon are agents of Iran and Pakistan and none of them are good for our broken Afghanistan and unity. Regards

  2. محمدیار صاحب ته سلامونه او کور ودانی! انصاري صاحب تاسو پرمحمدیار صاحب د پوهنمل اصلاح په پوهنوال ږغ کړی دئ،تر دې پوهنوال صاحب پوري زما دغه ږغ ور ورسوه چي زموږ په قومي رنګ لړلې مبارزه نه خوښیږي هغه که دانتخاباتو مخکي وي او که وروسته، موږ پښتانه نه بلکی افغانانو یو، موږ هیڅکله دا نه وایو چي افغانستان یوازي دپښتنو کور دئ او نه خوند راکوي چي دبل څخه ئې واورو. انصاري صاحب، ښاغلي استاد یون ته ووایاست چي په نورستان، لغمان ، ننګر هار او کونړ کښي مو وینم، پرخلګو پوښتنه کوئ، راسئ دروزګان دخلګو هم پوښتنه وکړئ او ورسئ دبامیانو دخلګو پر سترخوان ډوډئ وخورئ، په پنجشېرکښي بیخاره وګرځئ اودخلګو ستونزي واورئ، بیا به دي دپوهنوال،ملي شخصیت او استاد په صفت ومنو.

  3. یار یار صاحب
    یاره، زنده اباد افرين دی بر منطق او استدلال سه. نر يي نر الله (ج) دی سرلوړی لره
    په درنښت

ځواب ورکول انصاری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *