تاند- د متحده عربي اماراتو رسنیو د عزیزي بانک د یوې مامورې، چې له دغه بانکه یې یوولس لکه ډالر غلا کړي دي، د نیولو لپاره د انټرپول خبر خپور کړی دی.

د ۲۲ کلنې شکوفې صالحي د نیولو لپاره د نړیوالو پولیسو یا انټرپول د نیولو حکم د دوبۍ په رسنیو کې په پراخه پیمانه خپور شوی دی.

ویل شوي چې هغې له عزیزي بانکه په لکونو ډالر په هند کې خپلوانو ته لېږلي او د اته نیم لکو ډالرو په ارزښت یې په دوبۍ کې پرې جادیاد اخیستی دی.

د متحده عربي اماراتو د رسنیو د ارپور له مخې په دوبۍ کې د دې قضیې په تړاو د شکوفې صالحي دوه خپلوان نیول شوي خو باور دی چې په دې قضیه کې ټولټال لس تنه لاس لري.

 د عزیزي بانک اجراییه رييس عنایت الله فاضل وویل: دوه ویشت کلنې شکوفې صالحې د دې بانک د پیسو د انتقال په څانګه کې کار کاوه. نوموړې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي بې درکه ده.

د شکوفې صالحي په اړه د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د جلب په حکم کې ویل شوي:«چارواکي د مېرمن صالحي، چې په دې بانک کې یې له درو کلونو راهیسي کار کاوه، له خپل مقامه د سو استفادې او جعل کارۍ په تور د نیولو لټه کوي. افغان چارواکي باور لري چې مېرمن صالحي د پیسو له لېږلو(ترانسفر کولو) وروسته د سمیرا په نوم په جعلي اسنادوهند ته تللې ده. د هغې د اوسېدو د ځای په اړه تر دې دمه هیڅ راز مالومات نشته.»

د افغانستان د پولیسو یوه جګپوړي مقام جنرال امین الله امرخېل وویل چې د دې قضیې په تړاو دوه مشکوک کسان په دوبۍ کې نیول شوي دي. امرخېل دا هم وویل چې د دوبۍ او هند هند پولیس د صالحي او نورو مشکوکو کسانو د نیولو لپاره له دوی سره مرسته کوي.

د دوبۍ پولیسو ویلي چې دوی له نړیوالو پولیسوږ انټرپول/ سره د شکوفې صالحي په نیولو کې پوره مرسته کوي.

په دې اړه مخکینی خبر

4 thoughts on “د دوبۍ پولیس د شکوفې صالحي په نیولو کې مرسته کوي”
  1. صالحي خوارکۍ هم دا فکر کړیدی چې راځه افغانستان ټولو لوټ کړ، ته هم برخه پکې واخله بیا به آرمان کوې خو چانس به نلرې.

    عزیزي بانک د خلیل زاد بانک دی پدې کې درغلي یا ددې د بدنامولو هڅه دومره په آسانۍ څوک نه شي کولی.

    د کابل بانک په ماتولو کې هم د دغه بانک د رهبرۍ مستقیم او غیر مستقیم لاسونه دخیل وو هماغه وو چې یوازینی رقیب ېې له میدانه لرې او میدان ېې ځانته خالي کړ.

  2. دا انتر پول كه دومره نران وي لوئ غله دي را ونيسي
    دا يو زنانه غريبي ته دوبئ هم نره شوه أو انترپول أو أفغان حكومت هم

  3. یو پښتو متل دی وایې په باد راغلي پیسي په باد پسي ځي
    باور وکړئ چې دهمدي بانک مشر ۲۰کاله وړاندي په سروبي کې د حکومت په غلګي ژوند کاوه، یو بې زړه عسکري صاحب منصب و زما د اکا له دوکانه به یې سودا په پور وړه، بیا یې په مسکو کې ګنډی خرڅولي، عیاشي ته یې زړه ښه کړ، روسي نتاشو دوفه کړ او د ډودئ پیسي یې نه درلودي
    خو د سپتمبر ۱۱ نه روسته د خاله زوی جان یې خلیلزاد پر افغانستان رانازل شو، دبانک خاوند یې کړ او اوس یې سرمایه تر اویا ملیونه ډالرو هم اوړي
    زه خو وایم شه کار سوی، ځکه دا د افغانستان د خلکو نه غلا سوي پیسي دي او بانک ور څخه جوړسوی

ځواب ورکول افغانستان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *