مجیب‌الرحمن ساپی، کابل
د دوشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۷) د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید له خپلو پوځي کسانو سره د جوزجان د والي محمد عالم ساعي کور تر وسله‌وال برید لاندې راوست. د جوزجان والي ویلي دغه بریده وروسته له هغه وشو، چې دی د عبدالرشید دوستم سیاسي ډلې له ملاتړ څخه لاس پر شو. ساعي په جوزجان ولایت کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «تېره ورځ جنرال دوستم له ما سره ټیلیفوني اړیکه ټينګه کړه او ویې ویل، چې د دولت له ملاتړ څخه لاس پر سر شم او د ده له سیاسي ایتلاف څخه ملاتړ وکړم؛ خو ما د دوستم دغه غوښتنه و نه منله، چې له همدې امله یې زه وګواښلم».

د جوزجان والي محمد عالم ساعي همداراز ویلي، چې د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال جنرال دوستم له خپلو پوځي کسانو سره د ده د کور انګړ ته دننه شوی او هوايي ډزې یې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دوستم وسله‌والو کسان د جوزجان ولایت د ملي امنیت ودانۍ هم کلابنده کړې وه، څو د ملي امنیت ځواکونه د والي ساتونکو مرستې ته ونه‌دانګي.

په وروستیو کې د محمد عالم ساعي او جنبش ګوند ترمنځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي. لدې وړاندې جنرال دوستم د یاد ګوند د سیاسي جرګګۍ یو شمېر غړي د دغې جرګګۍ له غړیتوب څخه ایستلي وو.

جنرال عبدالرشید دوستم په شمال کې با نفوذه کس دی او تر ډېره بریده په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ده له خوښې پرته دولتي چارواکي څه نشي کولای. له یوه لوري دوستم په شمال کې پراخ نفوذ لري او له بل لوري د ترکیې، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمن دی. همداراز افغان دولت د تېرو یولسو کلونو په اوږدو کې دا توان پیدا نه کړ، چې د سرکښو کسانو، جګړه‌مارانو او قانون ماتوونکو پر وړاندې ودرېږي، چې د بهرني او کورني ملاتړ او ناتوانۍ له امله افغان دولت تر دې مهاله ندی توانېدلی د دوستم پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

لدې وړاندې هم دوستم پورې اړوندو کسانو د افغانستان ترک ټبرو شورا د مشر اکبربای پر کور برید کړی او تښتولی یې و، چې له همدې امله له دوستم سره د ولسمشر حامد کرزي اړیکې سړې شوې او د لویې څارنوالۍ له لوري د نوموړي دنده، چې د وسله‌والو ځواکونو سر قوماندان و، وځنډول شوه.

په وروستیو کې د پخوانیو جهادي قوماندانو فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. یو شمېر کتوونکي پدې باور دي، چې جهادي قوماندان د وسلو او وسله‌والو کسانو په ټولو بوخت دي، څو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته خپل فعالیت زیات کړي.

همداراز د ۲۰۱۴ زېږدي کال په اړه اندېښنې زیات شوي او د یو شمېر لوېدیځو رسنیو له لوري له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د کورنیو جګړو پیل په اړه خبرداری هم ورکړل شوی دی. لدې وړاندې پخواني قوماندان او د ولسمشر اوسني مرستیال قسیم فهیم هم خبرداری ورکړی و، چې د ده او د هم‌فکرانو د غوښتنو نه منلو په صورت کې به غره ته پورته شي او یو ځل بیا به وسلې ته لاس کړي.

که څه هم دوستم فطرتا جګړه خوښوونکی کس دی او له زلمیتوب څخه تر دې مهاله د ګڼو بې‌ګناه کسانو د وژلو تور ور پورې دی؛ خو د نوموړی وروستی اقدام افغان حکومت ته جدي خطر شمېرل کېدای شي.
د ساعي پر وړاندې د دوستم له وروستي اقدام څخه په ښه توګه څرګندېدای شي، چې دوستم نه یوازې افغان دولت او افغانانو ته ژمن ندی؛ بلکې خپلو پخوانیو ملګرو ته هم ژمن ندی او که چېرې د ده شخصي ګټې او غوښتنې په پام کې و نه نیول شي، نو هر کار ته چمتو دی.

د دوستم پر وړاندې افغان دولت چوپه خوله پاتې دی؛ ځکه پر اکبربای د برید او په تېر کال کې د ولسي جرګې له لوري پر ملي خیانت تورنېدو سربېره دولت د دوستم پر وړاندې کوټلی ګام پورته نه کړ. که چېرې بیا هم افغان دولت د دوستم دغې او دېته ورته نورو نادودو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي، نو شونې ده، چې یو شمېر نور جنګ‌سالاران او پخواني قوماندانان هم دا جرات پیدا کړي، چې د دولت او دولتي چارواکو پر وړاندې ودرېږي. په اوسنیو حالاتو کې، چې نړۍوال ځواکونه په افغانستان کې شتون لري افغان دولت د داشان کسانو پر وړاندې د اقدام توان نه لري که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو دولت به ونه توانېږي، چې د سرکښو او قانون ماتوونکو پر وړاندې ودرېږي، چې دا خپله کورنۍ جګړې لپاره زمینه برابره وي. له همدې امله دولت ته لازمه ده، څو د داشان سرکښو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

4 thoughts on “د دوستمیانو برید او د دولت چوپتیا”
  1. خدای دې یې مردار کړې دا خنځیز، چې ټول افغانان يې د شره خلاص سي. دا خنځیران اوس بیا د جګړې د تودولو لپاره سره راټولیږی او د افغانانو په وینو لاسونه سره کوې. دوی خو د جهاد په نوم د افغانانو عزت او ناموس لوټ کړ او افغانان یې د خپل کور پریښودولو ته اړ کړل. د هغه بې ناموسان دي، چې نه خپل عزت پیژني او نه د نورو او هغه، چې ورسره ولاړ دي، هغو خو وختي لا د خپل خور، مور او ښځې تر عزت تېر سوې دي.

  2. سلام ګرانو دوستانو هیله ده چی ټوله به جوړ او روغ یاست غواړم چی د جنرال عبدالرشید دوستم په باره کی یو نظر ورکم داسی وحشی حیوانان لکه جنرال عبدالرشید دوستم چی ترڅو په داوطن کی ژوندی وی دا وطن به پر کراره نه سی داسی وحشیان باید ووژل سی او له منځه یوړل سی

    جاوید احمد اخوندزاده

  3. سلامونه او نیکی هیلی د قدر وړدوستانو
    دا خو ټولو افغانانو او نړیوالو ته معلومه خبره ده چی په افغانستان کی حکومت نه بلکه زورسالاری ده، داسی ګیلی یو ځل نه بلکی په زرهاو واری کرزی ته شوی خو دا حقیقت هیڅ څوک نشی پټولی چی کرزی په افغانستان کی صرف او صرف یو ګوډاګی ده او حتا د خپل ځانه دفاع نشی کولی، جنرال دوستم، فهیم او داسی نورکسان په افغانستان کی دومره زور لری چی حتا د هیچا په قیصه کی هم ندی، خو هیره دی نوی چی دا جرآت همدی واک ته رسیدول ځوانانو ورکړی، په پورنتی مطلب کی د ۲۰۱۴ په باره کی می هم ولوستل، که چیرته ددغو حیوانانو دغسی کارونو ته ځیر شو نو ۲۰۱۴ نه وروسته به هر کلی، هره ولسوالی،او هر ولایت ځان ځان ته پاچاهان ولری او د یو مرکزی دولت رامنځ ته کول یوه د امکان څخه ډیره لری خبره ده، خو بیا به هم په کی د پښتنی مور زامن خواری کیړی،
    اوس زه له تاسی څخه دا پوښتنه کووم چی ایا د ۲۰۱۴ څخه بعد دولت او حکومت داری ته کومه هیله لری؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول freda ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *