تاند- د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې تېره شپه د مزارشریف په هوايي ډګر کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د سپرلۍ الوتکې ته د کښېناستواجازه ورنه کړای شوه.
پرون ناوخته په راپورونو کې وویل شول چې په بلخ ولایت کې مېشتو جرمني پوځیانو د جنرال عبدالرشید دوستم د سپرلۍ الوتکه پرې نښوده چې د مزارشریف په هوايي ډګر کې کښېني.
په راپور کې همداراز ویل شوي و چې دوستم مجبوره شو چې ترکمنستان ته لاړ شي.
د دوستم دفتر نن /سې شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مرستیال ولسمشر د افغانستان لور ته راخوځېدلی نه دی.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې دوستم لا هم په ترکیه کې دی او په راتلونکو ورځو کې هم هیواد ته د راتګ نیت نه لري.
د جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه لویې څارنوالۍ محکمې ته سپارلې او نوموړی د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د قضیې په تړاو مطلوب دی.
د افغانستان دولسمشر په وروستیو کې ویلي و چې دوستم د لویې څارنولۍ په اجازه د درملنې لپاره له هیواده بهر تللی دی خو د دوستم ویندویانو دا خبره رد کړه چې ګنې دوستم د لویې څارنوالۍ په اجازه وتلی دی.
عبدالرشید دوستم به د عدلی ارګانو د تعقیب له ډاره افغانستان ته د بېرته ګرځېدو لپاره کله هم زړه ښه نکړي.
عبدالرشید دوستم علاوه پردي چې پخوانۍ ښه سیاسي او ټولنیزه سابقه نه لري، په وروستیو کې غیرخلاقی جرم هم مرتکب شویدی. د هغه بشری جنایتونه زمونږ دهېواد په تاریخ کې ثبت دي چې یوه ورځ به د کورنیو او یا نړیوالو محکمو له خوا د ده دوسې وڅېړل شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورسول شي.
د افغانستان خلکو ده ته د دې لپاره د جمهوری ریاست د لومړی مرستیال لپاره رایه نده ورکړی چې دی د خپلو ملیشو قومانده په لاس کې واخلي اوهرڅه چې یی زړه وغواړی ، هغه اجرا کړي. کوم جرم چې پدې وروستیو کې عبدالرشید دوستم مرتکب شویدی، د افغانستان یو عادی مسلمان او هوښیار افغان به هېڅکله هم داسې ونکړي.
بنا څوک چې خپل هېواد ته په سیاسی ، ټولنیزو ، اقتصادی او امنیتی چارو کې د خدمت مصدر نه شي، له هغه نه د ملت رایه او اعتماد په اتومات ډول سلب او نور د معاشاتو ، امتیازاتو او یا هم د ديپلوماتیک پاسپورت ، حیثیت او اعتبار خاوند ندي.
له بلې خوا د افغانستان دملکی خدماتو او مامورینو قوانین هم حکم کوي ، که څوک بې له معقول عذر نه خپلو دندو ته حاضر نه شي ، د هغه غیابت د دې سبب کیږي چې له دندې نه مستعفی وګرځي.
لویه څارنوالی ، د افغانستان ستره محکمه او هر عدلی ارګان کولی شی له هغه نه د یو عادی انسان او تبعه په شکل قانوني پوښتنې وکړي.
He is done.