تاند- لویه څارنوالي وايي، د جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه یې له بشپړولو وروسته محکمې ته سپارلې ده.

لویې څارنوالۍ دا اعلان یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې ولسمشر غني وویل، د لویې څارنوالۍ په چارو کې لاس نه وهي او دوستم د لویې څارنوالۍ په اجازه د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست هم وویل چې باید هیڅوک د دوستم جنايي قضیه سیاسي او قومي نه کړي او د افغانستان عدلي او قضايی اورګانونو ته پکار ده چې دا قضیه تعقیب کړي.

جنرال دوستم د احمد ایشچي له لوري د جنسي تېري په هڅې او شکنجې تورن شوی دی.

دوستم شاوخوا ۸ میاشتې پخوا په جوزجان کې احمد ایشچي د اوزلوبې په میدان کې وواهه او بیا یې په موټر کې خپل کور ته بېوه.

داسې ښکاري چې د دوستم د قضیې بیا مطرح کېدا، په تېره بیا په دې اړه په کابل کې د امریکا د سرپرست سفیر څرګندونې به  هغه ايتلاف امکانات کمزوري کړي چې د کوچني اختر په ورځو کې دوستم، محقق او عطا نور په ترکیه کې اعلان کړ.

4 thoughts on “د دوستم دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده”
  1. داسې ښکارې چې د عبدالرشید دوستم د نظامی اوسیاسی ژوند نورې وروستۍ شېبې دي.
    نور به نه هغه جنبش وي ، نه هغه یکه تازي . نه هغه ظلم او قساوت او نه هغه زاړه مداریان. مسعود ، ربانی او فهیم خو لاښه وو یو یو قبر یې په افغانستان کې نصیب شول ، مګر د ببرک وفادار شاګرد به د خپل استاد په شان یو قبر هم په افغانستان کې ځای نه وي.

  2. He can stay in Turkey and enjoy spending the money he deposited in foreign banks. He killed over 3000 unarmed prisoners of war(POW) against the Geneva convention and the international court shall bring him to Hague and put him on trial. His days are numbered and this will happen.

  3. په پښتو خوږه ژبه کی متل دی:چه بد ورزی،بد به پرزی.دوستم يو احمق او جنګي څيره ده چه امريکايانو په 2001 کی خر کړ او خپل بار ېي په يووړ او بله دا چه نه ېي ځان و پيژند او نه خپل مقام دا ځکه چه بيسواده ده او معاونيت دولسمشر پوه ،قلم او دسپلين غواړي. دوستم لوی خيانت د ملل متحد دسولې د پروګرام مختلول او په داکتر نجيب د جمعيت او حزب وحدت په شمول کودتا وه، چه تر نن ورځی دا وطن او خلک په وينو کی لت پت دي.

  4. دا او دیته ورته اجرتی قاتلان ، دامنیتی قواو د ډوډی ،البسی ، روغنیاتو ، مهماتو او حتی مهمو وسایلو غله افسران چی د امنیتی قواوو اصلی او کورنی غله او تضعیف کوونکی معامله ګر ارذل الناس ورته ویلی شو نور د خادم المفسدین د نازولو روش د ملت سره لویه جفا او لیوان چاغول دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام.
    هغه ډلګی او تنظیمونه چی بی له غلا ،انحصار،تعصبات جاهلی ،منفی رقابتونه او شر او ضرر نه پرته دی مؤمن ملت ته ،خپل تاریخ کی څه نلری او دی ملت ته د ام الفساد رول ادا کوی نوره حوصله ، ګذشت او سازش د خپلی مور ، ملی نوامیسوسره درونر خیانت او بی غیرتی ده ، دا د هډوکو ائتلافونه او ملګری د لیوانو مؤقتی او بلا دوام حیوان صفتو ملګری ده بقا او عزت نلری، مؤمن امرا اوعلما دی بی له کتمان حق څخه ور غبرګ او تاریخی مسؤلیت مو اداء او دا غیرتی او باعزته ملت وژغوری.
    ارذل الناس نباید حاکم وی ځکه دوی رذالت او دونهمتی ترویجوی او انسانیت ته سقوط ورکوی
    وزارت عدلیه دی دا مضر او شریر ډلګی دی منحل او غیر قانونی اعلان کړی او ځان دی د خادم المفسدین نه جدا کړی
    داکټر صاحب! امونه دی خلاص کړل همدا ښه فرصت دی چی د قانونی او شرعی صلاحیت څخه ګټه واخلی او خپل نرتوب ثابت کړی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *