تاند- د جنرال دوستم د دفتر ريیس وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس په انقره کې له دوستم سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې افغانستان ته ستون شي.

د دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر فرهمند ویلي چې د ملي امنیت د ریاست ريیس معصوم ستانکزي د سې شنبې په ورځ په انقره کې له جنرال دوستم سره وکتل او ورڅخه ویې غوښتل چې په کابل کې د افغانستان د ټولو سیاسي مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې دقیقه نېټه لا اعلان شوې نه ده خو ویل شوي چې ژر به جوړه شي.

د افغانستان حکومت هم تراوسه پورې دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

د ملي امنیت رييس وروسته له دې له جنرال دوستم سره ولیدل چې ده د بلخ له والي عطا محمد نور او د اجرايي رييس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د اوسني حکومت پر ضد ايتلاف جوړ کړ.

دا ايتلاف په داسې حال کې اعلان شو چې دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال دی، محقق د اجرايي رييس دوهم مرستیال او عطا نور د بلخ والي.

دوستم وروسته له دې ترکیې ته ځان تبعید کړ چې د ایشچې د قضیې په خار لویې څارنوالۍ ته جلب شو او ډېرو لوېدیځو هیوادونو د ده د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.

3 thoughts on “د دوستم د دفتر ييس وايي، معصوم ستانکزي له دوستمه غوښتي چې هیواد ته ورشي”
  1. که دوستم ته د زمري زړه هم ورکړي خو افغانستان ته به د محکمې له ډاره ستون نه شي

  2. داکه واقعیت وی نور ډیر سپک او د شرم وړ کار یی کړی او دا په دی مفهوم ده چی چا په افغانستان کښ
    ډیر خلک وژلی وی، له هیڅ راز جنایته یی ډډه نوی کړی، د خلکو مال يی چور کړی وی په نر او ښڅو یی جنسی نیری کړی وی، او د غلا په وخت کښی یی د بوجی خوله نیولی وی ، د نورو هیوادو غلامان او تالی څټی وی، هماغه باید په قدرت کښی وی زه یوه بی بیی مشوره دغو په نامه سر دم دارانو ته ورکوم پرته له دغو ویروسونه افغانتسان یو ښه هیواد کیږی دا ټول غلامان دی او که دوی نه وۍ دا وطن نه ړنګیږی په ریښتا رسول کریم (ص) ویلی کله چی د قیامت ساعتونه یا وقت را نږدی شی نو په قدرت کښی به ټول مفسد خلک وی، امین خلک چی ریښتیا وایی څوک به غوږ ورته نه نیسی او دروغ جنو او مفسدو خلکو پسی به خلک ولاړ او په هرو دروغو پسی به آمین وایی نو له دی مفسدو او غلو څه ګله. زه پوهیږم چی دوی نن دولت او قدرت لری او ورسه همدا چارواکی مل دی ولی د الله (ج) وهل غږ نلری خدای مو په داسی مرضونه اخته کړی چی د جهان ډاکټران مو په تداوی پوه نشی او ومو لیدل چی ستاسی هم قطاران څه شول.

  3. ایخوان شیاطیونو ته! اردوغول مو همجنسباز وختلو، د ک و ن ی دوستم ملاتړ کوی، نور به څومره شرمیږئ، د ک و ن ی ا ن و په لست کی خو راغلی هههههه مبارک موشه، ایخوانولمفعولین ههههههه

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *