عطا محمد نور

تاند- وروسته له دې چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق د جنرال دوستم وروستۍ څرګندونې رد کړې، په قومي مسایلو کې ښکېل عطا محمد نور هم په ضمني ډول، بې له دې چې د دوستم نوم واخلي، د هغه د څرګندونو د مطرح کېدو له شېوې سره مخالفت وکړ.

نور د خپلو قومي ګټو ملاتړ کوونکي تلویزیون طلوع ته په یوه ځانګړي ثبت کړي پیغام کې ادعا وکړه چې تاجکانو ته په قدرت کې تر ټولو لږه برخه ورکړای شوې ده.

ده وویل«نن په افغانستان کې تر ټولو زیات زیان تاجکانو لیدلی. او د قدرت په راس کې تر ټولو لږ واک لري او د حکومت په مشرتابه کې، که هغه د ولسمشرۍ په مثلث کې وي یا د اجرايي رایاست په مثلث کې لږ ونډه لري، هو، سمه ده په کابینه کې برخه لري. خو د دې معنا دا نه ده چې موږ ټول تاجکان د چلینجونو د زېږولو او د نظام د پرزولو لپاره راټول کړو او قومي، قومپالونکې او د قومیت مسایل مطرح کړو. موږ د زغم، تفاهم او دیالوګ له فرهنګه کار اخلو. همدا اوس له ولسمشر او د هغه له ټیم سره، له اجرايي ريیس او د هغه له ټیم سره زموږ خبرې دوام لري….»

تر دې مخکې د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش بې له دې چې د جنرال دوستم نوم واخلي یوې غونډې ته وویل، په حکومت کې ځیني چارواکې شته چې خلکو ته بدیل وړاندیزونه کوي.

دانش وویل«زه د حکومت د یو شمیر سیاسي مشرانو پر وروستیو څرګندونو خواشیني څرګندوم، دا ډول څرګندونې د اساسي قانون له چوکاټه بهر دي او دا ډول څرګندونې د نظام او د ملت د پیاوړتیا مخه نیسي، د پرمختګ او اصلاحاتو مخنیوی کوي او د هیواد د ادارې په وړاندې به خنډ پېښ کړي.»

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د افغانستان د عام وګړي او هغه چې په حکومت کې لوړ منصبونه لري د توپیر یادونه وکړه او ویې ویل چې مشران باید خپل مسولیت ته پاملرنه وکړي او که نو حالات به هغې خوا ته لاړ شي چې بیا به یې مخه نیول هم اسان نه وي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال حاجي محمد محقق هم پرته له دې چې د جنرال دوستم نوم واخلي د هغه څرګندونې یې غیرمسولانه وبللي اوپر ټولو چارواکو یې د ګډ کار اویو بل ته د لاس ورکولو غږ وکړ.

په وروستیو کې جنرال دوستم ولسمشر غني په قومپالنې او اجرايی ريیس عبدالله په بې کفایتۍ تورن کړل.

دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر نور بیا جنرال دوستم په خپله په قومپالنې تورنوي او وايي چې ده نه یوازې په خپل دفتر کې ازبک مقرر کړي بلکې د ملي امنیت شورا او نورو ادارو ته یې هم یوازې ازبک معرفي کړي دي.

8 thoughts on “د دوستم د څرګندونو په غبرګون کې عطا نور وايي، تاجکان په قدرت کې تر ټولو لږ برخه لري”
  1. ګرانو ورونو داساسی قانون په اساس دلته دوه لید لوری لیدلای شو
    ۱- جنرال دوستم چه ښاغلی غنی او ښاغلی عبدالله پسی کومی ببولالی ویلی دی هغه حقیقت لری

    ۲- دجنرال دوستم خبری حقیقت نلری اوښاغلی غنی او عبدالله په حقه دی

    : داساسی قانون فیصله بیا څه ده

    اساسی قانون وای که چیرته اولسمشر او یا دهغه لمړی معاون په دغه شان خبرو کی ښکیل وی باید څارنوالی ته
    معرفی شی، نو اوس که اشرف غنی او دوستم اساسی قانون ته په ریښتیا عملی احترام لری، نوکه ښاغلی غنی پړ وی اوکه دوستم پړ وی باید پړ سړی څارنوالی ته معرفی شی، ځکه دلمړی وزیر په خبرو ټول ملت په تشویش کی دی.

    او که چیرته دغه دواړه په دغو خبرو چپ پاتی شی ، نو دا به دا معنی ولری چه اساسی قانون دوی پخپله نه منی نو بیا دیی دنورو نه ګیله نه کوی، او نه دیی دقانون چغی وهی، اونه دیی نور دغه اساسی قانون ځمونږ په مظلوم اولس عملی کوي

    د ښاغلی عبداالله مجازات اومکافات په اساسی قانون کی نشته، ځکه داجرآییه ریاست چوکی په اساسی قانون کی وجود نلری، دعبدالله په خاطر دیی دمشرانو او اولسی جرګی غړی فیصله وکړی، او یا دیی لویه جرګه راوغوښتل شی

    په اخر کی وایم خلک، ملت او اولسونه په څومره لویو غمیزو کی اخته دی، او دوستم او معلم عطا په څه څیزونو او خیالونو پسی اخته دی

  2. زه حیران یم کوم تاجک او کو م پشتون او نور ومشرانو دخپل قوم خدمت کړی هریوه په خپله اندازه غصب او غلا کړی
    که دا زمونږ پښتانه مشران دغو ته ویل کیږي نو او یا برعکس د تاجکو یا نورو مشران خو غله او غاصبان دی!
    که قومونه خپلو غلو او غاصبانو ته مشران وایی دا ممکنه نه ده خو دوی دی چی په قومونو کي پړی اچوی او راکاږي یی

  3. ، یواڅی له پنجشیر څخه ۴ وزیران دی او بی شمیره معینان ، والیان ، رییسان، ولی که دوی له پښتنو سره مساوی برخه غواړی نو بیا خو افغانستان کی نور اقلیتونه هم د مساوی برخی غوښتونکی دی

  4. لومړی خو دا چې تاسو د ټولو تاجکانو نمايندګي نه کوئ ځکه تاجکان ستاسو څخه نفرت لري. د عطا خبره ریښتیا ده چې تاجکانو ته کمه ونډه رسیدلې، ځکه چې د ټولو تاجکانو حق خو پنجشیر او شمالي ټلواله خوري، هر عقلیت قوم د خپل نفوس څو چنده برخه اخستې خو بې برخې او بدبخته قوم خو پښتون دی چې دواړو خواو ته هم وژل کیږي او هم بې برخې کیږي. علت یې د هغوی بې علمي، نفاق او فاسد او کمزوری مشرتابه دی.

  5. د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د افغانستان د عام وګړي او هغه چې په حکومت کې لوړ منصبونه لري د توپیر یادونه وکړه او ویې ویل چې مشران باید خپل مسولیت ته پاملرنه وکړي او که نو حالات به هغې خوا ته لاړ شي چې بیا به یې مخه نیول هم اسان نه وي.
    اجرائیه رئیس همیشه ده بی اتفاقی او د زور خبره کړی په والله که د ملت غم ورسره وی
    الله دی هدایت ور کړی

  6. ټول خلک به خپلو ارمانو نو ته ورسیږی خو دغه کبرجن او مغرورو پښتون به دغه ار مانونه ګور ته یوسی
    دجنرال دوستم وخت کی خپل قوم ته دومره خدمت کړی چه نن ددولت لپاره چلنج دی مسعود -عطا خلیلی سیاف ربانی ټول دهستی خاوندان شول ټول دمبادا لپاره په واسلو سمبال شول ولی کبرجن او مغرور خودخواه پښتون نن هیڅ نلری ورسره دسبا هیڅ تصور نشته هله په پوها شی چه دکوناټی پټی پڼه شی ،

  7. تانوالو ورونو السلام علیکم

    ورونو ځما دوو تبصرو ته (یوه د فلیفین ولسمشر اوبله په همدی صفحه کی) ستاسو لخوا بیا زندی شوی دی، کیدایشی تاسو به پدی خاطر زندی کړی وی چه ما دخپل نوم سره د ۲عدد اضافه لیکلی، دامی پدی خاطر عبدالله ۲ ولیکلو چه دتاند د تبصرو په برخو یو بل عبدالله پیداشویدی دی، ما وویل چه ددغه بل عبدالله سره دنوم قرق وشی، که ډبل عبدالله می لیکلی وای نو بیا خبره سیاسی کیداله او ستاسو دانتقاد لاندی هم راتلم
    خیر په هر صورت شاید ځما تبصری دتاند داصولو خلاف وی؟ او یا نور څه………… ؟

    زه به هم نوره د بی وسی دمه وکړ

    غټ سلام

    دخدای په آمان

  8. فسادالعالم ،فسادالعالم حدیث شریف
    ګوری ! کله چه یو معلم ،استاد یا پروفیسر غلطه خبره وکړی ډیر خلک غلطوی او ګمراهی ته ځی، لکه همدا د ا. نورصاحب خبره. هغه چه تاجک یادکړ ،بل پښتون،بل هزاره او همداسی نور ،خو دی ،دی خبره کی هم غولیدلی او د جناب دوستم دخبرو،ذهن او کړنو ښکار شوی او دهغه نه یی تقلید کړی!!!
    خو مسلمان او مجاهد ته پکار څه دی؟
    په کار خو دا وو چه ا.عطا ء چه مجاهد وو ،اسلامی دریځ یی نیولی وای او ویلی وای چه:
    ان اکرمکم عندالله اتقاکم
    ښه عمل ،ښه خدمت او خیر رسول نوروته او مسابقه په خیر او نیکیو کی د ښه انسانیت معیار دی.

ځواب ورکول مبین مسرور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *