بدخشان

تاند- د بدخشان د ولایتي شورا رييس وايي چې د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو ۱۸۰ تنه امنیتي ځواکونه ژوندي نیولي دي.

عبدالله ناجي نظري ازادي راډیو ته وویل چې یوسلو اتیا ملي، سر��دي او سیمه ییز پولیس د وردوج ولسوالۍ د تیرګران په سیمه کې له څو ورځې محاصرې وروسته د سیمې د اوسېدونکو په منځګړتوب د دولت وسله والو مخالفانو ته تسلیم شول.

نظري وویل چې د امنیتي ځواکونو اډه له څلورو ورځو راهیسي محاصره وه.

د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان نن تایید کړه چې د دولت وسله والو مخالفانو تېره شپه د وردوج ولسوالۍ د تیرګران اډه نیولې ده.

ده وویل چې د سیمه ییزو او سرحدي پولیسو قومندان دا اډه له سلو سیمه ییزو او سرحدي پولیسو سره طالبانو ته تسلیم کړې ده.

بابه جان وویل چې د اډې ټول وسایل یې هم طالبانو ته تسلیم کړي دي.

طالبانو ویلي چې ۱۱۰ پولیس او د سیمه ییزو او سرحدي پولیسو قومندان ورتسلیم شوي دي.

 پرون د بدخشان د ولایتي شورا ريیس عبدالله ناجي نظري  په وردوج ولسوالۍ کې د دغو امنیتي ځواکونو د محاصرې په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي و چې که ژر مرسته ورونه رسېږي ممکن د دولت وسله والو مخالفانو ته، چې د ده په وینا ډېری یې بهرنیان دي، تسلیم شي.

څو میاشتې پخوا د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو د افغانستان د یو شمېر امنیتي ځواکونو، چې په جګړه کې اسیران شوي ول، سرونه پرې کړل.

3 thoughts on “د دولت مخالفانو په بدخشان کې ۱۸۰ امنیتي ځواکونه ژوندي ونیول”
  1. دا چه مكافآت او مجازات نه وي،دا چه څيړ نه او پو ښتنه نه وي دا به حال وي ددي قضيه په پيښ يدو بايد قوماندا امنيه دبد خشان او نور لو ړ پو ړ ي نظامي مسولين دبدخشان بايد بر طرف او څا رنوالي ته معرفي شي .

  2. د افغانستان حکومت غواړې د بدخشان له بې امنۍ له واجې په چېن فشار واچوې تر څو چېن په پاکستان فشار راوړې چې د صلح خبرو ته د حکومت مخالفان مېدان ته راووباسې. او بله د بدخشان بې امنې هم شمالې ټلوالې ته ذ مخالفانو زور خودل دې تر څو د صلح خبرو ته شمالې ټلواله غاړه کېږدې او په راتلوونکې وخت کې د نن وراځې مخالفانو ته د ملې حکومت په ګ‌‌‌‌‌‌ډه برخه وار کړې. دووه مېاشتې د مخه عبدالله عبدالله د مشرانو جرګې په خوونه کې ووېل چې هر څوک غواړې د ملې حکومت سره صلح وکړې مونږ ورته هرکلۍ واېوو لکن زما هېله له دوۍ څخه داده چې د ملې حکومت څخه د امتېازات نه غواړې. او د عبدالله له خبرو دوه وراځې وروسته داکتر غنې و ملې اوردو سربازانو ته په خپله وېناء کې داسې ووېل چې ملې وحدت په خبرو اسان داۍ لکن عملې کول ېې ګران کار داۍ. زما په اند عبدالله او داکتر غنې دواړه د صلح ځان ځان ته تعرېف لاره او له ېې لارې. زما. زما شخصې ژوند کې په تقرار سره دا اورېدلې د ېو تعداد شمالې عام خلکو له خوا چې د حکومت مخالفان چې په کوم ولاېت کې جنګ کوې هملته دې قدرت وار کړاۍ شې مقصد به ېې له جنوب څخه وو او د خبره به ېې هم ورسره ېو ځۍ کړه چې موږ د طالب په نوم څوک په شمال کې نه پېژانوو. چې دا دې نن ورځ اخبر مې په تاند کې ولووست د شمالېانو د خندا ‌‌‌‌‌‌ډاکې خبرې مې را ېاد شوې او ېو کس ته مې زانګ ووه. او تلفون له لارې مې ورسره روغ بړ وکړه او سمداستې د روغبړ نه بعد ېې خبره را غبرګه کړه چې ]بسېار حالت خراب است. نور ېې ووېل چې الله د صلح خبرې کې براکت واچوې او وېل ېې مونږ تول افغانان ېو باېد د جنګ په ځۍ د خبرو له لارې هر مشکل ته د حل لار پېدا کړو. ما په ځواب کې ووېل چې په هر والاېت کې جنګ وې هملته دې مخالفانو ته قدرت ېا برخه وارګړې نورې ېې په خوله کې اوبه وچې شوې. ځکه چې جنګ تل په جنوب کې اوس به تول خلک د جنګ د زور څخه خبر شې. په د دېرلاس کالو کې د جنوب او د شمال په روزمره دخلکو په لباس او ژوند کې د ځمکې او اسمان فرق راغلۍ ووه اوس به تول سره برابر شې او بېرته به ېو واحد افغانستان شې

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *