تاند- د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ د ټولو رایو د بیا شمېرلو پر سر له موافقې وروسته نن /یکشنبه/ د رایو بیا شمېرل او له ولایتونو څخه مرکز کابل ته رایپاڼو راوړل پیلېږي.

رایې به تر هغو چې نوې نتیجه یې څرګندېږي د ایساف له لوري کلکې ساتل کېږي. همداراز ټولې رایې به د دوو کاندیدانو او نړیوالو څارونکو له لوري تفتیش کېږي. د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو د رول هیڅ راز یادونه نه ده شوې.

په پام کې ده چې د ملي وحدت د حکومت طرحه جوړه شي خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چې په داسي یوه حکومت کې به واک په څه ډول وېشل شوی وي.

د ولسمشرۍ یوه کاندید اشرف غني احمدزي پخوا لا د ملي وحدت د حکومت خبره کوله خو معلومه نه ده چې د ښاغلي کیري اشاره هماغه ډول حکومت ته ده او که یوه ايتلافي حکومت ته.

د ملي وحدت د حکومت په اړه هم د ښاغلي کیري د هلوځلو په نتیجه کې موافقه وشوه. کیري د جمعې په ورځ وروسته له دې کابل ته راغی چې عبدالله عبدالله د موازي حکومت د جوړولو د احتمال اعلان وکړ.

جان کیري پرون شپه د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د بیا شمېرلو پر سر د موافقې د اعلانولو په ترڅ کې د راتلونکو ستونزو په اړه خبرداری ورکړ چې د مهمو مسوولیتونو او سختو پرېکړو په برخه کې شته.

ښايي یوه لویه ستونزه هغه وي چې ښاغلي احمدزي په خپلو څرګندونو کې ورته اشاره وکړه. ډاکتر غني وویل:«موږ د ملي وحدت پر حکومت سلا کړې ده، موږ یې پر عمومي چوکاټونو موافقه کړې، خو پر جزییاتو به یې وروسته کار کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې دا ژمنې به په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان خلکو ته د خپل راتلونکي حکومت په وړاندې باور او مشروعیت رامنځته کړي.

شنونکي وايي چې ښاغلیو غني او عبدالله قوي ملاتړ لري او د دوی د اختلاف له کبله په حکومت او وسله والو ځواکونو کې هرراز درز د هیواد ثبات ګواښلی شي.

د دواړو کاندیدانو او جان کیري د څرګندونو بشپړ خبر په لاندې لینک کې ولولئ.

د جان کیري په منځګړتوب دواړو کاندیدانو د ټولو رایو پر بیا کتلو موافقه وکړه

کرزی: انتخاباتي کمیسیونونه دې ژر تر ژره د رایو تفتیش پیل کړي

 

0 thoughts on “د دوو کاندیدانو د موافقو په عملي کېدو کې ستونزې څه دي؟”
  1. ډیرښه کار وسو چه د خپل مینځي خبر وله لاري اختلافي مسائل حل سوه .دعبدالله عبدالله مشکل وځانته دحکومت دچوکیو لاسته راوړل اوپه حکومت کي دغوښني برخي حاصلول دي چه وروستي توافقات به دا معلومه کړي چه دی پدي جنجال جوړلو کي څونه موفقه دی . خو افسوس وداسي قضاوت ته راځي چه وبایلونکي ته ددي فرصت ورکړه سو چه وشرارت ته ئي دټولنیزجنجال رنګ ورکړ.اوس باید ملي حکومت دسهامي شرکت غوندي رانسي بلکه ملي حکومت دملت دغوښتنوسره سم دملي ضرورتونو پربنیاد په وجودراسي . مننه

ځواب ورکول عبدالرشید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *