تاند- د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم او د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم موافقه وکړه چې د ۷ زره محلونو رایې دې بیا وشمېرل شي.

تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۱۹۳۰ محلونو رایې له سره وشمېرلې. ویل کېدل چې دا هغه محلونه دي چې د زیاتې درغلۍ امکان پکې شته. تاند ته معلومه شوې چې د بیا شمېرلو په نتیجه کې د عبدالله عبدالله رایې نورې هم کمې شوي دي.

خو عبدالله عبدالله د ټولو هغو محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کوله چې تر ۹۳ فیصده زیاتې رایې پکې یوه کاندید ګټلي یا د ښځو رایې زیاتې دي.

د دواړو خواوو د انتخاباتي ټیمونو د بحثونو په پای کې موافقه وشوه چې د ۷ زرو محلونو رایې دې له سره وشمېرل شي.

تر دې مخکې اروپايي څارونکو د ۶ زره محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کړې وه خو د عبدالله ټیم د زیاتو محلونو د رایو د شمېرل کېدو غوښتنه کوله.

د عبدالله ټیم ویلي چې د محلونو رایې دې مرکز ته راوړل شي او د دواړو کاندیدانو او نړیوالو څارونکو په وړاندې دې بیا وشمېرل شي.

د اشرف غني احمدزي ټیم د عبدالله عبدالله له دې غوښتنې سره موافقه کړې خو ویلي یې دي، د دې لپاره چې د افغانستان قوانین تر پښو لاندې نه شي دا کار دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې وشي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د رای ورکولو د ټولو محلونو شمېر تر ۲۲ زره زیات دی.

0 thoughts on “د دوو کاندیدانو ټیمونو د ۷ زرو محلونو د رایو له بیا شمېرلو سره موافقه وکړه”
  1. کابل ته د رایو راوړل خطرناک بریخی ځکه چه به لاروکی دلمنڅه وړو امکان یی ډیر دی

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *