چاودنه وشوه، لوګي او لمبې اوچتې شوې،  ودانۍ ونړېدلې،  امبولانسونوشور جوړ کړ،  خلک په وينو کې پراته دي،   په ښار د وحشت فضا خوره ده.

هرې خواته غوغا جوړه ده، دښمن بیا د تېر په څېر  افغانان ووژل، دښمن يو ځل بیا  خپل ناولي هدف ته ځان ورسول.

پوليسو  د پېښې ځای کلابند کړ، برچپک ودرېدل، هر چا هڅه کوله، چې ټپيانو ته وينه ورکړي او د هغوی  ژوند وژغوري، رسنيو کې هم  د چاودنې په اړه خبرونه خپاره شول.

 ڼيکټايي پوشو سياسون  په تلویزيوني کې راښکاره شول، ډېر ستړي ښکارېدل  لکه دوی چې همدا شېبه د پګواش له غونډې راغلي وي، پر دولت يې نيوکې وکړې، چې  خلکو امنيت  د ساتنې وړتيا نه لري، دوی بیا هم  په خپلو خبرو کې   د ملامتيا ګوته دولت  ونيوله ،  ډېرو نورو بیا شویو  بريدونو ته توجيهات لټول.

چاودنې ښار ولړزاوه، لسم ریاست مخې ته ټپيان په وينو کې پراته و، د چا لاسونه  غوڅ شوي،  څوک بې سېکه په وينو کې ليت پيت و.

طالب وياند چې د عمري عملياتو له پيل سره  يې تل د ماتې او شکست خبرې راتلې، لومړی ځل و، چې په ډېره سپين سترګۍ سره ددغه پېښې مسووليت پر غاړه واخيست،  د نوموړي په  وينا « ډېر دولتي سرتېري مو ووژل او  زموږ استشهادي ملګرو په ډېر پام او دقت  سره دغه بريد تر سره کړی دی.»

 لکه ولس چې سترګې نه لري، لکه ولس چې په غوږونو څه نه اوري، لکه ولس چې په هيڅ نه پوهېږي، طالب وياند همداسې فکر کاوه.

ټولنيزو رسنيو خپل مسووليت ادا کړ،  خوېندو او وروڼو مو روغتونونو کې ټپيانو ته وينه ورکړه،   بوره مورکۍ يې د زوی غم ته يواځې پرې نښوده چې د يواځيتوب احساس وکړي.

په ولايتونو کې د کابل د پېښې  قربانیانو  فاتحه واخيستل شوه،  په ولايتي روغتونونو کې هم  دولتي چارواکو او ولسي خلکو د خپل احساس له مخې وينه هديه کړه.

دښمن پر همدې ورځ مردان کې هم خپل شوم هدف تر سره کړل، هلته يې هم د لوی افغانستان اوسېدونکي په نښه کړل، هلته يې هم د  افغانانو سره خپله دښمني څرګنده کړه.

ولسونو خپل امنيتي سرتېري وستایل، هغوی ته يې د بريا دعاوې وکړې، د هيواد عکاسانو په خپلو والونو د سرتېرو عکسونه وځړول.

عامو خلکو سرتېرو ته د ګلونو ګېدۍ ورکړې، خپل ملاتړ يې ځينې څرګند کړل،  د ترهګرو کړنې  ولسونه سره متحد کړل، د ولسونو او امنيتي سرتېرو تر منځ  واټن لنډ شو.

دښمن  وارخطا شو، لاره  او ګودر ځينې ورک شو، بیا يې د پاکستاني استخباراتي ويب پاڼې پر تندي د جعلي عکسونو  په تړاو ليکنې وکړې، دوی غوښتل چې  عامه ذهنتیتونه بیا د ځان کړي او دولت پړ وښيي.

ولس د  مکار دښمن مکاري ته ځير دی، هغوی د خپل هيواد او خلکو دښمنان بولي، افغانان باور لري، چې په لوی افغانستان کې هرې پېښېدونکې فاجعې تر شا د پاکستاني استخباراتي کړيو لاس دی.

خو پر هغو خلکو دې زر ځله لعنت وي، چې لا اوس هم د طالبيزم د مفکورې پيرو وي، هغه څوک چې لا اوس هم طالب د اسلام او خاورې رښتينی مجاهد بولي، هغه په رښتيني توګه د ای، ایس، ای  غلامۍ ته ژمن دی او دې شرموونکو کړنو ته پرتوګ ګڼدي.

دهغې مورکۍ د زړه له درده څوک خبردي، چې نن يې د ژوند يواخينۍ هستي له لاسه ورکړې ده، دهغه ماشوم  اوښکې به  د چا هېرې شي، چې  نن يې پلار ترهګرو ځينې واخيست.

 دښمن اوس خپل وارخطا  اکټونه کوي، دوی پدې سره غواړي چې بیا هم خپلې ناروا  کړنې اسلامي وښيي، دښمن لا اوس هم د اسلام ټېکدار ځان بولي، دښمن لا اوس هم د افغانانو  په وژنه جنت واجب ګڼي، دښمن لا اوس هم  په هيواد کې  هر ورانی غزا بولي.

پر داسې بزدله دښمن دې زر ځله لعنت وي، چې ښځې او ماشومان د خپلو موخو لپاره قرباني کوي، پرداسې دښمن دې زرځله لعنت وي، چې لا اوس هم  په خپلو خيرنو څنړو د جهاد تبليغ کوي، پرداسې دښمن دې زر ځله لعنت وي، چې په پردي ټوپک ما وژني او ځان ورته غازي ښکاري.

پر داسې دښمن دې زر ځله لعنت وي، چې د پرديو په غلامۍ کې ورته ځان ازاد ښکاري او خپله مبارزه حق بولي.

دښمنه! نور به لا ځان څومره وشرموئ، دښمنه! نور به لا  څومره د خپلو مفکورو لارویان پيدا کړئ، دښمنه! دپرديو دغلامۍ زنار له غاړې لرې کړه، دښمنه! د پرديو په غلامۍ او مرييتوب کې عزت نشته، جنت نشته، حورې نشته، هغه د شرابو ويالې چې ته ورته هوسېږي، هغه ستا په نصيب نه دي، د قران خبره ده، چې د يو مومن په قتل دوزخ واجبېږي، د مومن په ځورونه دوزخ درته هوسېږي.

قمعقله دښمنه! نور د پردیو په اشارو مه غولېږه،  لوی الله ج ته توبه وباسه له خپلو ناروا کړنو لاس واخله، افغانان له تاسو ځکه کرکه کوي، چې تاسې د ای، ايس ای، زنار غاړې ته اچولی دی، خپل هيواد ته  راشئ، د خپلو هيوادوالو سره مينه وکړئ، د خبلو هيوادوالو عزت وکړئ، چې هيوادوال تاسو د درناوي وړ وبولي.

هغه څوک چې په  خپل هيواد کې د هيرامڼډيي لري، هغوی څنګه تاسو ته د جهاد فتوا درکولی شي، تاسو پرې څنګه باور کولی شئ، نور د خدای په خاطر زموږ په زخمونو د مالګې پټۍ مه لګوئ، نور د خدای په خاطر موږ ارامه پرېږدئ، ستاسو پر کړنو  انسانيت ټيټ ګوري.

3 thoughts on “ د دښمن وارخطا اکټونه/ زلفانه”
  1. ستاسو احساس د ستایلو دی ، هر وخت مو د خپل قلم او هيواد د خدمت پوره حق ادا کړی دی، کاشکې خو دغه ستاسو ټيکري د دغه ځينو کورمغزو طالب پلوه ځوانانو پر سره وه
    خير الله به دښمن وشرموي د، زموږ د د لپو دعاوې به قبولي شی.
    له وخته افغانان د حقاني، عمري او ملا فضلو د شومو موخو ښکار دي، دوی پدی سره غواړی چې پاکستان خوشاله وساتي افغانان قتلوي، انشاالله ددې پوښتنه به ډېر ژر وشي، ، د پنجابیانو به لنګونه پاتې وي، دوی به تښتيدلي وي، پرخپله مخه به تللي وي، ددې لپاره چې نور هم پرمختګ وکړو، نور هم د ژوند په رنګنيو پوه شو، نو د لر او بر يووالی اړين دي، ځکه چې دښمن د پولي دواړو غاړو ته خپل ترهګريز بردونه کوي او افغانان له منځه وړي.
    دښمن به ترهغې له دغه شوم هدف څخه مخ ونه ګرځوي، تر څو چې افغانان سره يا يونه شي او یا به يې همدغه پاکستان له منځه وړي.
    دښمن دې الله په غضب د الهی اخته کړی تر څو يي له شر څخه نجات ومومو

  2. دد دښمن وارخطا اکټونه
    افغان امنيتي ځواکونه چې د پولو ساتنې، هيواد ساتنې زمه واری په غاړه لری رښتیا هم دښمن يې وراخطا کړی دی ځکه د د طالبانو په وړاندې د خلکو کرکه له ورځې بلی ته ډېريږي.
    خدای دی زموږ په هيواد کې سوله راولي، چی د جنازو پر ځای د مينې او ښه ژوند کولو چم زده کړو.

ځواب ورکول خيال محمد افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *