زه چې ماشوم وم زموږ د جومات ملا صاحب به ویل چې بغیر له الله تعالی نور هیچا ته دا نه معلومیږي چې د مور په ګیډه کې ماشوم هلک دی ، که نجلۍ. دی یو مهربان او واقعا اسلام دوست ملا و. ده به د ماشوم په اړه پاسنۍ خبره تر دې پورې کوله چې اوس بشر ډیره ترقي وکړه او الوتکې یې جوړې کړې ، مګر د مور د ګیډې د ماشوم جنسیت ورمعلوم نه شو او دا خبره په حد یث شریف کې څورلس سوه کاله پخوا راغلې وه. ملا صاحب به له خپلو دغو خبرو د دین د حقانیت د ثابتولو لپاره استفاده کوله.

 اوس چې کله میندې تلویزیوني معاینه کوي او له هغې خوا د خپل ماشوم د جنسبت په باره کې معلومات حاصلوي، ما ته د خپل کلي ملا رایاد شي او په زړه کې راتیره شي چې دی به اوس د تلویزیوني معاینو په باره کې څه وایي؟

څو لسیزې پخوا به ځینو ملا صاحبانو ویل چې سپوږمۍ ته تګ ممکن نه دی. دوی به د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره له دیني روایاتو استفاده کوله خو کله چې وروسته اپولو سپوږمۍ ته وخته او فضا نوردانو په سپوږمۍ کې عکسونه واخیستل او د سپوږمۍ خاوره یې زمکې ته راوړه، دغه کسان چې د دیني روایاتو کمزوری تعبیر یې کاوه، حیران شول. ځینې یې چې سرزوري وو، په خپله خبره ټینګ ودریدل او دا هر څه یې دروغ وبلل. ځینو نورو سکوت اختیار کړ او دا خطره هم شته چې ځینو ته به د خپل دین د حقانیت په اړه شکونه پیدا شوي وي.

 څو کاله پخوا چې په بحر هند کې سونامي څو لکه کسان ووژل، په افغانستان کې مې له ځینو کسانو چې په ظاهرا یې د دینداري دعوه کوله، واوریدل چې دا کفارو ته د الله پاک جزا ده. خو له دې غمیزې ډیرې ورځې   نه وې تیرې چې معلومه شوه چې په هغه بحري توفان کې اکثره وژل شوي کسان ، مسلمانان وو. طبیعي حوادث د خپلې خوښې او خپلو عقدو په اساس ، خدای ته نسبت ورکول، د دین د کمزوري تعبیر یو بل مثال دی.

 ښه مې یادیږي چې یو ځوان وفات و او په جنازه کې یې یوه حاضر کس راته په غوږ کې پټ وویل چې په حدیث کې یې لوستي دي چې زناکار کسان ، ځوانیمرګیږي. دغه کس به هم دغسې مشکل درلود چې ځوانیمرګ شو. په هغه ورځ د هغه ځوان وفات دومره خپه نه کړم لکه د دغه بل کس احمقانه تعبیر.

 زه ورو ورو دې نتیجې ته رسیدلی یم چې څو پورې موږ د دین او دیني روایتونو کمزوري تعبیرونه کوو، نه به مو دین ته ګټه رسیدلې وي او نه ځانونو ته. د طالبانو په وخت کې د بامیان د بوتانو ړنګول، خلک د ږیرې په لنډولو یا نه لرلو باندې وهل او توهینول، ښځې د چادري په نشتوالي باندې ځورول، د نجونو د تعلیم مخنیوی، هندوان مجبورول چې زیړ لباس به اغوندي ، دا ټول او ټول د دین د کمزوري تعبیر مثالونه دي چې هم یې افغاني ټولنې ته تاوان ورساوه او هم یې د اسلام په باره کې د منفي تبلیغاتو زمینه برابره کړه.

 کله چې د دیني متنونو ظاهري او قشري تعبیر او تفسیر کوو او یا د خپلو شخصي عقدو او سیاسي ګټو په اساس، له دیني متنونو د خپلې خوښې معني ګانې اخلو، لویه تیروتنه کوو. په دې ورځو کې ابوبکر بغدادي وایي چې زه خلیفه یم او پلاني او پلاني ملا او امي راته بیعت کړی دی او څوک چې ما نه مني هغه باغي دی او وژل یې پکار دي. ابوبکر بغدادي خپلو دغو قتلونو او جنایتونو ته دیني جامه وراغوندي. داعش او بوکوحرام ډلې خو ان د خپلو حیواني غریزو د اشباع لپاره هم دیني تعبیرونه پیدا کړي دي. دوی وایي چې غیرمسلمانه که په لاس درشي، کنیزه ده او له کنیزې سره جنسي رابطه جایزه ده. د دغو ډلو کسانو د همدې عقیدې په اساس په سلګونو او زرګونو مسلمانې او نامسلمانې بې عزته کړې چې نن سبا ټوله دنیا ورباندې غږیږي، څوک ورته ژاړي او څوک ورته خاندي.

 که د دین جوهر ته مراجعه وکړو او خپلې شخصي ګټې، خپلې کینې او عقدې او ځاني تمایلات په نظر کې ونه نیسو، نو په دې دنیا کې د دین نهایي مقصد دا دی چې د خدای مخلوق خوشحاله ، اباد، سوکاله او د عزت ژوند وکړي. خلک یو بل ونه ځوروي او په یو بل ورحمیږي. خو کله چې له دین څخه د خپلو سیاسي تحریکونو او تنظیمونو لپاره استفاده کوو او یا په کلي او ولسوالي کې د ځان لپاره ګټه ورنه اوچتوو، نو خبره سرچپه شي. موږ ولیدل چې ځینو کسانو د مجاهد په نوم په زور ودونه وکړل، د تریاکو قاچاق یې وکړ، کوکنار یې وکرل او ځانونو ته یې بنګلې او قلا ګانې ابادې کړې. دغه شان، وینو چې ځینې کسان هر هغه شی اسلامي ګڼي چې د ده د تنظیم ګټه پکې وي. که یې په سوله کې د تنظیم ګټه وي، سوله اسلامي ده او که یې په جنګ کې ګټه وه، جنګ اسلامي دی. د ایران لپاره حزب الله اسلامي دی او د عربستان لپاره تروریست. د جمعیت اسلامي افغانستان لپاره تره کی کافر دی او طاهر بدخشي یو مبارز( د عطا نور په تلویزیون میترا  کې مې څو ځله د حزب خلق د یوه موسس، طاهر بدخشي د ستاینې پروګرامونه لیدلي دي.) د حزب اسلامي افغانستان لپاره د دوستم جنبش یوه ورځ کافر دی او بله ورځ مسلمان. د افغانستان د طالبانو لپاره له هر هغه چا سره جهاد پکار دی چې د دوی د لاسبري مخه نیسي. دوی چې څومره له داعش سره سخته جګړه وکړه، احمد شاه مسعود به له ګلبدین حکمتیار سره نه وي کړې. دغو حقایقو ته په پام سره یو ځل بیا باید په خپل ایمان غور وکړو او خپل دین د خپلو سیاسي او شخصي ګټو یا قشري او ظاهري کمزورو تعبیرونو قرباني نه کړو. و السلام

One thought on “د دین کمزوری تعبیر/ جمال توخی”
  1. دعو خلکو کوم چی تا یادونہ وکڑہ لہ دین نہ یی چاقو جوڑ کڑی چپلہ پری هندوانی او خربوزی خوری خو چی واخت راشی بل خیٹہ پری سیری کوی. ناروی نہ

ځواب ورکول مدیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *