لیکنه: مقتصد ستړی
کېدای سي؛ د سولې موافقه د دې لپاره وشي، چې په افغانستان کې د جګړې واک د طالبانو پرځای کومې بلې وحشي ډلې ته وسپارل شي. دا چې په هیواد کې روانه جګړه په زرګونو علماوو ناروا وبلله او دا یې تائید کړه چې په افغانستان کې ټول نافذه قوانین د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې جوړ شوي دي او ټول اسلامي جنبه لري.
 دوی چې پوه شول په دې هیواد کې وحشت او ترهرګري د اسلام ترنامه لاندې نور پرمختګ نشي کولای، نو نن ورځ یوځل بیا هڅه کوي چې له یوې بلې سیاسي لارې ګټه پورته او په سیمه کې د بې ګناه افغانانو د وژنو لپاره زمینه مساعده کړي.
      په افغانستان کې د هرې خونړۍ پېښې پړه ځکه په طالبانو ده، چې همدې ډلې په هیواد کې هر اړخېزي ترهرګرۍ ته لاره اواره کړې ده، هره ډله چې نن څه کوي تر دې سیوري لاندې یې ترسره کوي. د کابل تيرې شپې خونړۍ پيښه کې د يوې کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي، د ټولو وژل شويو شمير ۶۳ او د ټپيانو شمير ۱۸۲ کسانو ته رسېدلی دی، دا لومړنی وحشت نه دی، دا څووم ځل دی چې دې ته ورته بریدونه ترسره کېږي، د بې ګناه انسانانو وژل ګناه ګبیره ده او دا هیڅکله د یو مسلمان کار نشي کېدلی؛
﴿ وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ﴾
نن ورځ یوې کوچنۍ ډلې د سلام تر سپېڅلي نامه لاندې، اسلامي تمدن او فرهنګ يرغمل کړی او نړۍ ته يې د تاوتریخوالي او وژونکي تمدن په توګه معرفي کوي. دوی په دې لار کې بریالي دي، او نړۍ ته هره ورځ همدا له وحشت ډک او خونړی انځور وړاندې کوي.
     د برید موخه د سولې او د ملي ورځې ( ۲۸ اسد) سبوتاژ کول دي، ددې هیواد او خلکو دښمنان هیڅکله نه غواړي چې افغانان دي د خپلو ملي ارزښتونو ورځې په خوښۍ سره ولمانځي او یا هم د سولې او امن په فضا کې د ژوند ساه واخلي، نن ورځ د همدې وخت را رسېدلی چې د خپلو ملي ارزښتونو په رابرسېره کولو سره او د خپل سر په بدل ددې هیواد او خاوري ساتنه وکړو.
{ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ﴾
له دې ایات څخه څرګندېږي، چې د وطن ساتنه فرض ده او هغوی چې په تاسې ظلم کوي له خپل هیواد نه یي وشړئ. له امو تر اباسينه ددې وطن شمله جيګول دا د هر پښتون افغان ذمه واري ده او باید د خپل سر او مال به بیعه یې ساتنه وکړي.
      د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري زموږ واقعي اتلان دي، ځکه دوی په سختو شرایطو کې د افغانستان د دفاع، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او زموږ د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې او د خپلو هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د هېواد په سرحدونو او بېلابېلو سیمو کې شپه او ورځ خپل ملي رسالت او مهم مسوولیت ترسره کوي. حقیقي او واقعي شهیدان هغه دي چې نورو ته ژوند وروبښي، نه دا چې ژوند واخلي.
    زه له هغې چاودنې چې په بازار کې سلګونه کسان وژني دومره وېره نلرم لکه له هغه مجلس نه چې په لسګونو کسانو ته د هیواد او دولت ضد خبرې په کې کېږي. دا قام په تبلیغ او لویو، لویو خبرو مئین دی او همدغه یې د بربادۍ ستر لامل هم ګڼل شي.
ددې خاوري او هیواد بشپړه خپلواکۍ د ولس په فکري بیداري او تعلیم پوري اړه لري، د شاه هغه خبره چې “ټوپک کېږدئ او قلم را واخلئ؛ ځکه یو بې سواده هیواد هیڅکله خپلواک کېدلای نشي”.
 نن ورځ پکار ده چې د دې خلکو په ذهنونو باندې کار وشي او یو داسې مثبت فکر ورکړل شي چې هغه د نني عصر سره سم له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او هر اړخیزه په ساینس او ټکنالوژي ولاړه سیالي وکړای شي.
ترڅو چې موږ له فکري اړخه ازادي ترلاسه نکړو، دهیواد بشپړه خپلواکۍ ناشوني ده.
One thought on “د دې خاوري او هیواد بشپړه خپلواکۍ د ولس په فکري بیداري او تعلیم پوري اړه لري”
  1. ګرانه ستړې دزړه سره! ستالیکنه ټوله دهیواد دنن ور ځی دشعار حیثیت لری. پرتفکر دی آفرین او پر ګوتو برکت !!۱

ځواب ورکول اورتور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *