دا بختي پاچا سخت بختور دی

   خلک لسګونه کلونه سياسي منډې تړلې وکړي، زرګونه زرو خلکو فکرونه په ډېرو فريبونو د ځان په خوا کړي او د همدې لپاره سلګونه ناروا وې وکړي چې حد اقل سړو کې حساب شي، خو ځېنې بيا دومره په تومنه برابر وي چې په لږ وخت کې يو لوی ډله فکري خلک په ځان راټول کړي چې دا بيا د نړۍ په کچه کم ساري حالتونه وي او دا کار بې څه نه کېږي …

  که څه هم د نظام اپوزيسيون د ولسواکه حکومتونو اصل دی، خو د دلته اپوزيسيون او په مخالفت کې دريدل هغسې نه دي. دلته ان د اپوزيسيون په ساده مانا هم د ځېنو سر نه خلاصېږي بس چې دنده يې ونه شي، بيا په نارواو سر شه؛ خو نه اصل کې په مخالفت کې دريدل خپل بريدونه لري او دا بريدونه د نظام د پاېښت، ملاټر او سمون لپاره وي،  نه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او د څوکۍ د لېونتوب لپاره.

دا چې دوی څه نارواوې کوي ډېر پرې نه غږېږم، ممکن د دوی دا ساده توب په بحث ونه ارزي،  يو تازه تور يې په څو ځوانو همفکره ملګرو د يادولو نه، د خندا وړ دی.

  خو دوی تل په ساده توب اخته دي، دوی ملامته نه دي د ماديتوب يو دور يې تېر کړی چې له هرې خوا ورته بې حسابه پرېمانه پيسې ور روانې وې او دوی لکه روباټونه کارېدل، دوی د خپلې دې ادعا په اړه څنګه غلي دي چې دا نظام د شپږو مياشتو ډېر دوام نه شي کولی ، دوی دېته څه ځواب لري چې ولې د دې نظام د ملاټړو شمېره په ساري توګه لوړه شوه او د لوړيدو په لور روانه ده، حتماً څه شته، څه وشول او دنور د  کېدو باور پوخ شوو.

  په حکومت کې ستونزې وي او دلته هم شته، ځکه لوی نظام دی خو هر څه به په افردو نه مقياس کوو، که حکومت ناغيړي کوي ورته پام کول او غږ پورته کول په کاردي،  خو دا خوب او د پردۍ په اشاره د نظام د ړنګولو خيالونه چې چا سره وي، د سړي ترې زړه تورېږي چې  اوس دا خلک سمون غواړي، د نظام اصلاح کېده غواړي او که د بادار دا خوب يې چې نظام ښه نه دی، نه يې غواړو سړی حيران شي چې څوک نيوکه لري هغه حل لاره او وړانديزونه هم لري، نه کنځلې او د نظام د چپه کېدو په پاره بې ځايه هسې..

  دې سړي ته ولې بغير له کوم امتيازه، بغير له کوم سياسي مداريتوبه، بېدون د کوم استخباراتي ملاټر لکونو وګړو رېښتنې ژمنه وکړې؟ داسې چې خلکو خپل سرونه نظرانه کړل او د يو سړي لپاره  سياسي شعور څومره لوړ شو؟ د ديموکراسۍ اصل( ټاکنو)  خپل ارزښت پيدا او موند. د دې وګړو ډېره برخه  روغو فکرونو يعنې ځوانانو جوړوله، هسې وښايئ کوم مثال چې دومره ځوانان دې په يو غږ د سم سړي تر شاه درېدلې وي.

هغوی چې دې سپن ږيري پسې خوله پرانېستې، څه غواړي؟

  دا غواړې چې دا سړی هم لکه د هغه بل ټوپکوالو نيکټايي دارو ته راج ورکړي، هغوی مسلط کړي چې دا ديارلس کلونه يې د دې ملت وينې وڅښلې، ما او تا کې د هغه بې ضميرو ومني چې اصل کې موخه خپلې ګټې دي، قومي متعصبو ته په سر ټيټي قايل شي، احساساتي پرېکړې وکړي، دې ولس ته د حساب له ولکۍ ځان وباسي، د حساب ورکولو اوخلکو سره د پاتې کېدو پخوانی د واکدارۍ جوړ رواج  ته دوام ورکړي چې به کلونه ــ کلونه د عام ولس غږ تر بادشاه سلامت نه رسېده ؟   کنه ته يې ووايه؟؟

   تاريخ به دا ثبت کړي په دې خاوره يو داسې واکدار تېر شوی دی چې تل د خلکو په منځ کې ځان ګڼلو، د يو عادي انسان په توګه هر چاته خلاصه تنډه ور غاړې وتی، د دې خاورې د بقا لپاره ستړی و، د لويو مافيايي کړيو سره په پنجه کې شوو، د ډېرو جالونو په خورېدو کې رايسار نه شوو، د خلکو سره په يو کتار کې ودريده  او دا تاريخ به دا هم وليکي چې بيا يې وګړو ويل واکدارۍ کې  چې ټوپکسالاري نه وي، غر او پش نه نه وي، د خلکو ځان لوړ ګڼل نه وي، مغروريت نه وي او بيا په دې هم  چې ګواکې دا سړی د ولس او نظام ترمنځ يو ګواښ دی ..

ولې بختور؟

   تر ډېره ځوان قشر ورسره دی، هغوی دي چې مرمۍ ضدو کې نه ګرځي ان يو عادي موټر هم نه لري، که کوم يو نيم يې لري هغه يې هم د کلونو خوارۍ دي. هغوی يې ملاتړي دي چې ورځنۍ عادي دندې لري، هغوی يې ملاتړي دي چې اسلحې نه ګرځوی، موټر يې تور پليټ نه لري، هغوی دي چې يوه پاکه مخينه لري، هغوی دي چې په ټاکنيزو منډو تړلو کې افتخاري حاظر و ، هغوی دي چې د چا پسې ټوپک نه دی ګرځولی، هغوی دي چې پلار يې نه ټوپکي تېر شوی نه د ټوپکي ملګری. هغوی دي چې د دې وطن يو عادي خيانت هم ځانته شرم ګڼي، هغوی دي چې د غله چارواکي مفته ډوډۍ نه ده خوړلې، هغوی دي چې د دې وطن لپاره يې تل د نورو څپېړې خوړلي او هغوي دي چې …

ګورئ!

   دا مينه د مادياتو نه ده، دا ملاټر د پيسو او نورو امتيازاتو په مقابل کې نه دی، دا هوډ خو بيخي  د ماتېدو نه دی، ځکه دلته دې ځوانانو دا حس کړې چې کلونه وروسته بيا لاسونه نه مړو، له تېرو اخلو چې سم خلک په خپل وخت پېژنو او هېوادني احساس له مخې استخابراتي لوبو، د څو بې ضميره اشخاصو، د پريدو په لاس نڅېدونکو او هغوی ته چې د دې خاورې په پار ستړي نه وي، دا خاوره خپله نه بولي، زړه يې پرې نه سوزيږي او له احساس خلاص وي، په وړاندې د دې وطن لپاره لکه سپر درېږو.

  او د دې تکرار مخه نيسو چې نور د يو مخلص، له درغلۍ پاک، د پاکې مخينې درلودونکي د ښه احساس واکدار ترشا ولې ونه درېدو، ولې مو هغه ته وخت ورنکړ  او ولې مو  د هغې چا  ملا ونه تړله چې د دې خاورې لپاره خاورې کېده غواړي.

3 thoughts on “د دې سپين ږيري رهبر ملاتړي څوک دي!؟/ ليکوال: ذبيح الله رحيمزی”
  1. په قلم دی برکت شه رخیمزی صا حب . اناشا الله چی دمظلوم ولس دوینو په دریا ب کی بیړی چلونکی په عرقیدو دی دوی اوس نه خوب لری نه عزت لری نه شرم لری نه حیثیبت لری . ځکه که دوی شهرکونه پکی جوړکړل نظام سم وی ، دوی پکی ګمرکونه او ښا رولی ویشلی وی نظام سم وه . دوی پکی کورونه جوړکړل نظام سم وی اوس چی دوی دعله دوسی رسوا کیږی حتم نظام مقا بل کی دریږی خو دوی نور جرات نلری چی ملت ته یو څه وایی څه به ویی ما شهرک جوړکړل استا په وینو باندی می تجارت وکړل .

  2. ددی ټولنی زیاته برخه ځوانان جوړوی خو افسوس زمونږ هغه نسل چی زمونږ د وژنی لپاره روزل کیږی هغه هیر شویدی مونږ او تاسی باید د هغه چا ګټی په خطر کی وا چوو چی په جنګ رامنځ ته کولو سره امتیازات تر لاسه کوی هغه که دی لور ته دی که هغه لور ته دی ،هغه جاهلان قومندانان چی د وطن او خلکو ته یی یوه تحفه پریشودله د طالب په نوم نن هم هغه ټوپک سالاران په قدرت کی دی، په هغه وخت کی یی پاټک اچولی وو خلک به یی لوټول نن یی د جنګ جګړی په نوم زمونږ د تنکیو ځوانانو په وینو سره خپل ځان ته ګټي ،اول راشی ددوی کار وکړی دوی د حکومت نه ورک کړو بیابه بری د ځوانانو وی . چی مذهب ،قوم ،ژبه او سیمه ونه پیژنی یوازی انسانی اړیکی وپالې

    سپینږیری ته یی داسی تحقه په لاس کی ورکړه چی نیمایی اختیار یی د ټوپک سالار دی خدای د دوی هلاک کړی، ټول چی د جهاد په نوم امتیازات یی تراوسه پوری خوری ، جنګ او وژلو ته د جهاد نوم ورکول فتنه ده چی په خپلو کی سره پری وژنو جهاد مهاد نشته تجارت دی هسی د خلکو د تیر ایستنی لپاره دا نوم کارول کیږی

ځواب ورکول wali khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *