له دې هیسته یې که خپل دریځ له خپل ادرسه روښانه نه کړ او د افغانستان ملي ګټو او اساسي قانون ته په پام سره یې یوه رښتینې افغاني پریکړه ونکړه، نو بویه چې د دوی افغانیت او اسلامیت په کامله توګه دروغجنه بڼه لري او په هیڅ ډول دوی نشي کولی چې د بل بابا له اجازې پرته د خپلو شونډو لمدولو لپاره خپله ژبه هم راوباسي.

طالب یو طالب دی او هدف یې هم یو هدف دی. خو دا بیا عجیبه ده چې د هغې غاړې ښاغلی طالب جان پخپلو پریکړو کې خپلواکه دی او خپلې ملي ګټې یې هم په پام کې نیولي دي. د هیواد قانون او نظام یې که سوسیالیستي یا بل هر بلا  دی، خو دی ورته په ډیره مینه سر ټیټولی شي او مني یې.

خو ددې غاړې ښاغلي طالب جان ته دې خدای پاک انصاف ورکړي! چې له همغه پیله یې دواړه پښې په یوه پایڅه کې ننویستلي، هیڅوک به یې ورباندې بله نکړي.

پرون پاکستاني طالبانو د هغه هیواد د صدر اعظم نواز شریف په یوه بلنه باندې رضایت وښود او د هغه د سولې غوښتو بلنې ته یې هر کلی ووایه.

ښه خبره ده، نیک او د خیر اقدام دی. الله دې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د وینې تویېدلو ته د پای ټکی کښېږدي. خو کاشکې چې دغسې اخلاص زموږ په وړاندې د نورو وای. موږ هم په دې نړۍ کې ژوند کوو، موږ هم د ټولو انسانانو په څېر د ژوند کولو حق لرو، موږ هم یو پېژندل شوی لرغونی ځانکړی هیواد لرو، یو مشروع حکومت لرو او د پاکستان په پرتله  څو ځله غوره او اسلامي او ان د نړۍ په کچه لوی اسلامي حکومت او ملت لرو، خو بیا هم زموږ ښاغلو ته د منلو وړ نه دي.

په داسې حال کې چې له څلور پنځو کالو راهیسې ولسمشر، سولې ته  د دوی په رابللو باندې ستړی شو. دوی ته د ورونو په خطاب ملامت وګڼل شو، خو دوی بیا هم سپږې و نه چیچل.

که دلته بهرني ځواکونه پراته دي او د دوی پر پاکو نفسونو باندې دا نه هواریږي، چې  هغوی دې دلته میشت وي. نو آیا کله هم دوی په دې باندې فکر کړی چې همدغه ځواکونه له کومې لارې نه افغانستان ته راننوتلي او له کومې لارې نه یې تمویل او تجهیز تر سره کیږي؟

نه کنه، په دې مسأله باندې غور کول هم دوی ته کفر ښکاریږي او چې کله هم د پاکستان په هکله دوی ته کومه پوښتنه راپیدا کیږي، نو مخکې له دې چې ورته ځواب ورکړ شي، د بې هوښۍ په منتر او د بلې کومې جادوګرۍ په مرسته له دنیا نه رخصت شي.

زموږ په نیکمرغیو باندې ولې خلک بخیلي کوي؟ ولې د خپل حسادت له امله زموږ یوه ورځ هم په ارامه نه تیریږي؟ آیا په دې دنیا کې ښه خلک ارام نشي اوسېدلی؟ ايا تل باید انسان د شیطان په لومه کې بند وي؟

نه ، نه ، نه!!

هسې هم دا ښاغلي د پاکستان ګوډاګیان بلل کیږي، خو که چیرې پاکستاني طالبان مازې هم د سولې پر مېز باندې د پاکستان له دولتي چارواکو سره راغونډ شول، بیا به نو پر افغاني طالبانو باندې د ګوډاګیتوب تور د کاڼي کرښه پاتې شي.

دا چې که  د سولې دغه هلېځلې نتیجه ورکړي، یا یې ورنکړي، هغه بیخي بېله موضوع ده. خو هغوی دا ثابته کړه، چې ګواکې په هره پرېکړه کې د خپل دولت په وړاندې خپلواکه دي او د هیڅ اړخ تر انحصار لاندې حرکت نه کوي.

نو ای زموږ ښاغلو! راځئ تاسو هم دغسې یو ابتکار وکړئ. غږ وکړئ پر افغان دولت باندې چې سولې ته تیار یاست. نه قطر، نه عربي امارات، نه ترکیه او نه کوم بل هیواد.

کله چې افغانستان د جرګو او مرکو کور ګڼل کیږي، باید دغه ادعا ثابته شي او هر افغان باید په رښتینې معنا ورته ژمن و اوسېږي. څه اسمان به را ولویږي، چې له دې هیسته له خپل خره نه راښکته شئ. د سولې غږ دا ځل تاسو وکړئ او د هغو مفتیانو له انحصاره را ووځئ، چې تر اوسه پورې یې لمونځ نه دی زده او تاسو ته، جنت ته د تلو جوازونه درکوي.

3 thoughts on “د دې غاړې طالب جان ته/ جمیل ممتاز”
  1. ګرانه عالمونه غرکوینه وروره که څو ریښتینی افغان وي نو حتما د پاکستان په وړاندې کرکه ښیي ځکه چې د دې لعنتي قوم له لاسه خو مو نور ژوند را تریخ شوی دی داسي ورځ به رانشي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پاکستان په وړاندې عمومي جنګ اعلان کړي بیا به ته د دې افغانانو کرکه وګوري. مننه ممتاز صیب ډیره ښه لیکنه مو کړیده خو داسی کسان هم شته چې د خپل هیواد په اهمیت نه پوهیږي خدای ج د ورته هدایت وکړي او که د هدایت وړ نه وي نو بیا د ورسره هغه څه وکړي چې په دنیا کې د هیڅ بشر سره نه وي شوي.

    په درنښت

    نور

ځواب ورکول alamoona gharkaweena ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *