برهان الدین، کابل

د رابرټ کاتهوم استخباراتي شبکه چې د آی اېس آی په نامه هم یادېږي د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره ده چې په ۱۹۴۸ کال کې د استرالیایي – انګلیس رابرټ کاتهوم له خوا جوړه شوې ده.

رابرټ کاتهوم د برتانیا د پوځ یو افسر وه چې په اسټرالیا کې زېږېدلی وه. نوموړي وروسته د پاکستان په اردو کې وظیفه ترسره کوله. رابرټ د پاکستان په اردو کې ډېر کلونه کار کړی دی چې څه موده پس د پاکستان د پوځ مرستیال لوی درستېز ټاکل شوی او د تورن جنرال په رتبه یې هم کار کړی دی. رابرټ له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۱۹۵۹ کال پورې د آی اېس آی د مشر په توګه وظیفه ترسره کړې ده. دا مهال د نوموړي ځایناستی جنرال ظهیر الاسلام دی.

د رابرټ کاتهوم استخباراتي شبکه د خپل کاري ژوند له پیل راهیسې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په پراخه کچه لاسوهنې کوي او د یوې بدنامې او جاني ادارې په توګه پېژندل کیږي چې لاسونه یې د لسګونو زرو بې ګناه مسلمانانو او په ځانګړي ډول افغانانو په وینوسره دي.

یادې ادارې په تېرو درې لسیزو کې د خپلو لاسپوڅو په کارولو سره د افغانانو د وژلو له پاره هرچال او نیرنګ کارولی دی، او له ۱۹۹۲ کال څخه وروسته یې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د لاسپوڅې واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته د مجاهدینو د ګروپونو تر منځ اختلافاتو ته دومره لمنه ووهله چې په پای کې یې له شپېتو زرو ډېر کابل ښاریان په وینو ولمبېدل او د کابل تاریخي ښار په کنډوالو بدل شو. د رابرټ شبکه په خپلو چالونو کې دومره مخکې لاړه چې په وروستیوڅو کالونو کې یې ان په خپله د افغاني ارزښتونو او دینی مقدساتو سپکاوي ته هم لاس واچاوه. دوی په دې لړ کې د نارینه وو له پګړۍ څخه نیولې ترڅادر، واسکټ، پرتوګ، نېکر، مقعد او ان د افغاني مېرمنو د لباس په کارولو هم صرفه ونه کړه.

د رابرټ کاتهوم استخباراتي ادارې په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې ډېرې حملې د ملکي افغانانو پر ضد تنظیم کړې دي. دوی په دې لړ کې د وزارتونو له ملکي مامورینو څخه نیولې د هوټلونو، بانکونو تر مراجعینو او ان د سودا اخیستنې تر مارکېټونو پورې ټولنیز مرکزونه په نښه کړي دي چې په هره حمله کې یې په لسګونو بې ګناه افغان سړي، ښځې او ماشومان وژل شوي دي. په دا وروستیو څو میاشتو کې چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو خبرې پیل شوي دي، د رابرټ شبکې یوازې د ملکي افغانانو او تاسیساتو په نښه کولو ته مخه کړې ده چې وروستي مثالونه یې د جون په لسمه په کابل کې د خواجه رواش د ملکي هوایي ډګر او په زابل ولایت کې د ولایتي شورا د ودانیو په نښه کول وو.

د خبري رسنیو د راپورونو په اساس، د کابل په نړیوال هوایي ډګر ۷ واړه بریدګر چې د رابرټ د شبکې له خوا روزل شوي او په منظمو وسلو سمبال شوي وو او د چاودونکو توکو بار دوه موټر یې په واک کې وو په څو ساعتونو کې دننه، دننه د ځوانې افغان اردو د منسوبینو له خوا له پښو وغورځول شول. همدارنګه هغه برید چې په همدې ورځ د یادې شبکې له خوا د زابل ولایت د خلکو د استازو په جرګه یا ولایتي شورا باندې وشو په لنډ وخت کې شنډ شو او ۶ واړه بریدګر ځای پرځای ووژل شول.
شنونکي په دې باور دي چې په ملکي افغانانو باندې د انګلیس رابرټ کاتهوم د استخباراتي شبکې د وروستیو بریدونو ناکامۍ او شرمېدنې دغه شبکه ډېره نهیلې کړې او د ویرسلګۍ یې پیل کړي دي، خو لا هم هڅه کوي چې د خپلو شیطاني عملونو د ترسره کولو له پاره بدیلې لارې چارې وګوري.
ماخذونه:
۱. http://en.wikipedia.org/wiki/Inter-Services_Intelligence
۲. http://en.wikipedia.org/wiki/Robert_Cawthome
۳. بېلابېل.

8 thoughts on “د رابرټ کاتهوم استخباراتي شبکه په افغانستان کې د نهیلۍ سلګۍ وهي”
  1. ډیره ضروري لیکنه ده. هر څوک یی چی لولی لږ تر لږه لسو نورو کسانو ته دی یی هم ور ولیږي چی زمونږ خلک د دغې چټلی او ناپاکی اداری له فعالیتونو نه خبر شي.

  2. یره دا خو مو زبردسته لیکنه جوړه کړی ده. هر څوک یی چی لولی په خپل فیس بک کی دی یی نشر کړي چی ټول افغانانو د دغو لعنتي انګریزانو په منافقتونو باندی خبر شي

  3. د پاکستان په نامه دولت انګريزانو په۱۹۴۷ع کي د هند او افغانستان دمځکو څخه جوړ کړ،ځکه نو ويلای سو چي د پاکستان ټولي ادارې انګريزانو جوړي کړي دي . د پاکستان ملايانو هم د خپل خالق په امر زموږ په پاکه خاوره کي اخوانيان و روزل، او دا دی څلويښت کاله يې خپلو موخو ته د رسيدو لپاره زموږ ګران وطن په جهنم بدل کړيدی.

  4. دير صحي او درست معلومات دي
    خداي ج دي أي اس أي به قهر او عذاب أخته كي
    خداي دي ورته خبل بجيان به قهر كي سوك جي يي روزلي دي
    كولاي شئ به Google كي نور معلومات ددي بد نامي قاتلي او فاحشي شبكه به باره كي ولولي
    بورتني معلومات تول صحي دي

  5. د رابرت کاتهوم شبکه څه کوی ګلبدین راونیسی سیاف راونیسی دین محمد شیرزی ملا دله او ملا دووس او دا نور د ایران سپي راونیسی چی د ګاونډیانو د استخباراتو له پاره کار کوي.

ځواب ورکول سیدجان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *