تاند – د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون اعلان وکړ چې نن به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راییو د باطلیدو لړۍ پیل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیره شپه ناوخته د رایوعادي تفتیش پای ته ورساوه. دغه تفیش چې له څو اونیو راهیسې پیل شوی و بیا بیا د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم له اعتراضونو سره په تیرو اونیو کې وځنډول شو او له خنډ سره مخامخ شو خو د تیرې جمعې له ورځې راورسته چټک مخته ولاړ. د جمعې په ورځ څه باندې ۶۳٪ په سلو کې رایي تفتیش شوې وې او د یکشنبې په ورځ کمیسیون د ټولو راییو د تفتیش د خلاصون خبره وکړه.

د دې ترڅنګ د شپږ زره ځانګړیو صندوقونو تفتیش لا پاتې دی دغه ۶۰۰۰ صندوقونه هغه دي چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې وړاندیز کړی و چې د دوی ډله غواړي چې ۳۰۰۰ صندوقونه ځانګړي تفتیش شي بیا د ملګرو ملتو دفتر یا یوناما پریکړه وکړه چې ۳۰۰۰ صندوقونه دې د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم هم انتخاب کړي څو د هغو هم ځانګړی تفتیش وشي. د دغو شپږ زرو صندوقونو له ډلې څخه تر تیر ماښام پورې ۷۰۰ صندوقونه تفتش شوې و او اوس چې عمومي تفتیش پای ته رسیدلی دی نو د ځانګړي تفتیش لپاره به هم ټیمونه زیات شي چې دا لړۍ به هم په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تیره اونۍ وویل چې دواړه کاندیدان باید ژر تر ژره سره سلا شي څو د انتخاباتو نتیجه معلومه شي. حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبش ته تیره اونۍ وویل، چې د یوې میاشتې په مخه یې موافقه کړې وه چې د خپل حکومت دوره تمدید کړي او تر دې وروسته نه غواړي چې ولسمشر پاتې شي.

ارګ د راتلونکې میلادي میاشت په دوهمه د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته چمتو شوی دی او ټاکل شوې ده چې د سپتمبر په څلورمه په ویلز کې د ناټو د مشرانو غونډه جوړه شي چې په هغې کې د افغانستان د نوي ولسمشر ګډون د افغانستان لپاره مهم دی. ناټو غواړي په دې غونډه کې پریکړه وکړي چې تر ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې خپل نظامي روزونکي وساتي که ونه ساتي او له افغان ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي که ونه کړي. ناټو د دې پریکړو لپاره له کابل سره یوه تړون ته اړتیا لري چې دا تړون نوی منتخب ولسمشر لاسلیکولی شي او حامد کرزي تر دې مخکې هم له ناټو او واشنګتن سره د امنیتي موافقتنامې له لاسلیکیدو ډډه کړې وه.

0 thoughts on “د رایو تفتیش پای ته ورسېد، د رایو ابطال نن پیلېږي”
  1. یا الله شکر ده چی د دغه بدنامی پروسی یوه برخه خلاصه شوه او هیله لرو چی ژر تر ژره دغه بد نامه پروسی ته د پای ټکی کیښودل شی او افغانان له دغه بدبختی سره خلاص شی

ځواب ورکول گل مرجان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *