دتاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /دوشنبه/ د رایو د ابطال په لومړۍ ورځ له ۳۷۴۸ رایبکسونو څخه ۷۶ باطل کړل.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملګروملتو، نړیوالو څارونکو، د دوو کاندیدانو د ناظرانو او د رسنیو د استازو په مخکې د هغو معیارونو مطابق، چې ملګروملتو ټاکلي، د رایو د باطلولو لړۍ پیل کړه.

په پام کې ده چې د ورځې د څلور زره صندوقونو په اړه پرېکړه وشي.

نن د ۳۷۴۸ صندوقونو په اړه پرېکړه وشوه چې د هغو له منځه ۲۷۴۸ سم وبلل شول او ۷۶ رایبکسونه ستونزمن تشخیص شول.

د معلوماتو له مخې دا رایبکسونه په مختلفو ولایتونو پوري اړوند دي.

ټاکل شوې ده چې نن مازدیګر د پاتې صندوقونو تفتیش دوام وکړي او د هغو شپږ زره صندوقونو د تفتیش کار چټک شي چې خاص تفتیش ته اړتیا لري او د دواړو کاندیدانو په خوښه له نورو صندوقونو بېل شوي دي.

5 thoughts on “د رایو د باطلولو په لومړۍ ورځ له ۳۷۴۸ رایبکسونو ۷۶ باطله شول”
  1. سلامونه او نیکی هیله مننه له تاند خپرندوی ٹولنی نه دا کوم رایه چی باطلی شوی داده کوم کاندید پوری اڑه لری که معلومات راکی مننه

    1. دا نه دي ویل شوي چې باطلې شوې رایې د کوم کاندید دي یا څوکره د کوم کاندید دي اما دا څرګنده شوې چې دا رایې په ټولو ولایتونو پوري اړه لري.

  2. دتاند درانه چلونکو ! درایه بکسونو او محلونو په منځ کی باید فرق وشی تاسو درایی بکسونو له مخی خبر ورکړی په داسی حال کی چی دا محلونه دی اوپه هرمحل کی دوه دنارنینو لپاره صندوقونه [ رای یکسونه ] اویو دښځو لپاره رای بکس کیښودل شوی هیله ده چی دغی ټکی ته مو پام شی دډیر وضاحت لپأره باید عرض شی چی ۳۷۴۸محلونو رایه وارزول شوه چی په ترڅ کی یی ۲۷۴۸محلونو رایه سمه اوپاکه وه پاتی شوه نور ۱۰۰۰ محلونه له هغی څخه ۷۶ محلونو رایی باطلی اعلانی شوی متباقی ۹۲۸ محلونو رایی تفتیش ته لاړی مننه یتیم یار

  3. If the total boxes inspected are 3748, rejected boxes are 76, the accepted boxes should be 3748-76=3672.
    Then why reporter says the accepted boxes are 2748, please check the arithmetic

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *