تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن وویل چې د رایو د باطلیدو کړنلاره د دواړو کاندیدانو په خوښه او د یوناما د وړاندیزانو پر اساس تصویب شوه .
په دې کړنلاره کې شپاړس معیارونه په پام کې نیول شوي چې له مخې یې یوه رایه باطله یا سیستم ته داخلیږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دغو معیارونو جزییات په ډاګه نه کړل.
تر دې وړاندې د عبدالله عبدالله څارونکو د دې کړنلارې له دوو مادو سره مخالفت ښودلی وو، خو د انتخاباتو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل چې دواړو کاندیدانو اوس په اصولو کې له دې کړنلارې سره موافقه کړې.
ده وویل:« له هر ډېرو بحثونو وروسته کمیسیون د ملګروملتو له لوري وړاندیز شوي معیارونه، چې له انتخاباتي قوانینو او مقرراتو سره سم وو تصویب کړل، او تصمیم یې و نیوه چې د رایو د تفتیش بهیر د شنبې په ورځ بیرته پيل کړي.»
ښاغلي نورستاني د دواړو کګاندیدانو له استازو او نورو څارونکو وغوښتل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د رایو د تفتیش په بهیر کې، چې د شنبې له ورځې بیا پیلېږي، همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش هم د رایو د باطلیدو او منلو په اړه د کړنلارې پر نهایي کیدو خوښي څرګنده کړه.
کمیسون دانتخاباتو
یعنی هیڅ هر څه چی دیو کاندید زړه وغواړی
هغه به کیږی داولس درایو احترام به نکیږی
آ خ پوخ سوم ایری ایری سوم
دا انتخبات نور موږ ته کومه هیله نشی راکولی. او نه یی د نتایجو لپاره کومه لیوالتیا لرو. خو دا هم وایو چه بیا به انتخاباتو کی ګډون نه کوو.
طالبان دل مردم را از اسلام سیاه کرد و داکتر عبدالله مردم را از انتخابات بیزار کرد. هردوی شان قانون اساسی را نمی پذیرند. یکی امارت اسلامی طالبان را اعلان کرد که نه تاج دارد و نه تخت و دیګری حکومت موازی اعلان کرد که ممکن قرار ګاه اش باز در کولاب یا دوشنبه تاجکستان باشد. یکی مستقیما با فیر ګلوله انسان را میکشد و دیګرش چنان می کشد که خونش نمی ریزد یعنی از ګرسنګی و بیکاری و ترس چور و چپاول و دهشت و وحشت هموطنان ما را میکشند.