صفي الله ناصري

رایه د شخص قدرت او د ارادې د اعمالو وسیله ده چې له دې حق څخه د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د یوه اختیاري حق په توګه ورڅخه استفاده کیږي . افغانستان هم د هغه هیوادونو څخه دی چې د دیموکراسۍ دروند اصل یعنې ټاکنو ته ژمن دي او د قدرت سوله ییز انتقال غوره وسیله یې بولي په دې توګه افغانان ورځ تر بلې دا درک ته رسیږي چې څنګه کولای شي چې خپله اراده په ښه توګه تمثیل کړي له همدې وجې څخه وه چې د روان لمریز کال په ټاکنو کې د ولس ګډون په ټاکنو کې پراخ و، علتونه يې ډیر موارد کیدای شي یو، دا و چې د هرې نظریې خاوند نو ماند و په استثنا د ملا عمر د ډلې څخه نور ټول قشرونه پکې شامل وو نو همدا علت و چې خلکو ډیر ګډون وکړ او هم د میډیا او ټولنیزو ویب پاڼو شدید او جدي فعالیتونو له کبله دا باعث شول چې ولس پکې ډیر ګډون وکړي خو اوس هم ولس سخت علاقمند شوی چې باید د رايې کارتونو د ویشلو لړۍ بیا ښه پراخه پیل شي تر څو راتلونکې حکومت ډیر د ولس د ارادې ممثل وي او هم به یو پیاوړي حکومت وي.

قوي او مقتدر حکومتونه هغه دي چې د اکثریت ولس باور یې خپل کړی وي نن ورځ ولې په ډیری هیوادونو کې آرامي ده عمده علت یې دا دی چی حکومتونو ولسي نفوذ لري او له همدې وجې بیا ولس له خپل حاکم حکومت سره همکار دی

اوس ټاکنې دوهم پړاو ته تلونکې دي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وړاند وینه کړې ده ویلي یې دي که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي نو بیا به د جوزا په څلورویشتمه تر سره کیږي او تر هغه وخته نیږدې یوه میاشت پاتې ده او د ټاکنو کمیسیون هم ویلي دي چې کمیسیون بشپړ تیاری نه لري نو ددې لپاره چې ټاکنې عمومي او همه شموله وي دا د کارتونو د ویشلو لړۍ د بیا پیل کړي که تاسو ددې غوښتنې عمومي ذهنیت معلوم وئ نو تاسو که په ښار کې له  هر دریو نفرو څخه پوښتنه وکړئ نو دوه به حتما دا غوښتنه ولري چې دا لړۍ د پیل شي .

فکر کوم چې د کمیسیون لپاره به  په دې اړه  هیڅ جدي ستونزه نه وي

او تر ټولو جدي ستونزه د امنیت نه شتون او سیستماتیک تقلب موجودیت دی نو کمیسیون باید د ټاکنو شفافیت او مشروعیت ته د سیستماتیک تقلب مخه ونیسي داسې نه چې بیا پایله د عامه ذهنیت خلاف وخیږي امنیتي اورګانونه هم دا دنده لري چې تر وروستي حده هڅه وکړي تر څو ټاکنې په ښه وضیعت کې ترسره شي .

بیا هم ټینګار کوم چې دا لړۍ د پیل شي پر وړاندي یې ستونزې نشته دا لړۍ باید پراخه وي حتی سیار ټیمونه د موظف شي تر څو هر افغان وکولای شی چی د رایې کارت ترلاسه کړی شی د جعلي او تکراري کارت اخیستلو مخه د په کلکه ونیسي ټول هغه چارواکې او په ټوله کې مسوولین چې د ټاکنو په درغلیو کې یې لاس درلود باید عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي که همدا سې پريښودل شي نو دا به لا تقویه او زیات شي ، د ټاکنو د کمیسیون عمده او قانوني وظیفه دا ده چی ټاکنې مدیریت او ورڅخه څارنه وکړي

او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون حق او باطل سره جلا کړي.

په دې هیله چې هر افغان د خپلې ارادې د اعمالو پوره اختیار ولري

0 thoughts on “د رایې کارتونو ویش د دا ځل پراخ پیل شي/ صفي الله ناصري”
  1. دقیقا چی د کارتونو ویش داځل اړین دی
    په دې هیله چی لمړی د سیستماتیک تقلب مخه ونیول شي

  2. دقیقا چی د کارتونو ویش داځل اړین دی
    په دې هیله چی لمړی د سیستماتیک تقلب مخه ونیول شي

  3. ناصری صاحب سلامونه می ومنی. داخو به ډیر ښه کار وشی که چیرته پیل شی ددی پخاطر چی ډیری خلک کارتونه نلری
    مننه

  4. ګرانو دوستانو!
    تاسو د کارتونو د ویشلو د لړۍ بیا پیلولو غوښتنه کړیده په دې هکله به درته یوه کیسه وکړم.
    یو وخت په یو ځای کې یو شتمن شخص اوسیده چې نوم یي سیف الدین وو. څرنګه چې هغه ډیر شتمن وو نو خلکو به ورته سیف الدین خان ویل. هغه د شمتمنۍ په دوران کې ډیر دوستان او غواړه مالان درلودل او هر چا به یي عزت کاوه څ، یو څه ترې تر لاسه کړي. مګر داسې وخت راغی چې سیف الدین د مالی ستونزو سره مخ شو او ټوله شتمني یي له لاسه ورکړه. هغه کسان چې د شتمنۍ په دوران کې به یي د ده ډیر قدر او عزت کاوه او هغه ته به یي سیف الدین خان ویل نو د فقر او بې وزلۍ په دوران کې یي هغه ته د سیفو په نامه غږ کاوه. دا ځکه چې اوس د سیف الدین سره شتمني نه وه او فقیر سړي ته څوک هم عزت نه ورکوي. نو بیا سیف الدین له ځانه سره دا ویل چې سیفو شوم اوس پوه شوم
    اوس راځم اصلي مطلب ته هغه داچې زمونږ پښتنو ورونو کارت نه اخیستلو رایي یي نه ورکوله او د ټاکنو د ګټلو دعوه یي کوله خو دا فکر ورسره نه وو چې د کارت د نشتوالي او د رایي نه ورکول په صورت کې د ټاکنو ګټل ناشوني دي او حتماً به مقابل لوری دا ټاکنې ګټي. مګر اوس چې د لومړي پړاو ټاکنو کې د هغوی کاندید د خپل رقیب څخه وروسته پاتې دی نو اوس ټول د کارتونو د ویشلو د لړۍ دوباره پيل کولو چغي وهي. خدای د انصاف درکړی د کارتونو د ویشلو په وخت کې ولې نه پوهیدئ. اوس اوبه له ورخه تیرې دي اوس که هر څومره چغې ووهئ نو څوک به هم ستاسو آواز وانه وري او نه به دوباره د کارت ویشلو لړۍ پیل شي.
    هغه چا ښه ویلې چې د پښتون عقل وروسته سرته راځي. اوس چې سیفو شوئ اوس پوه شوئ.

    په درنښت
    نور

ځواب ورکول reza siar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *