لیلا محبت

لیلا محبت –

د سقاویانو لخوا د پخواني ولسمشر حامدکرزی د سپکاوي په اړه هم فیسبوک  او هم نوري رسنۍ ډول ډول تبصیرې کوي او احساساتي خلکو بیا تند غبرګون هم  وښووی.

خو اصلي خبري ته د هیچا فکر نه دی. او ټول دومره ساده دي چې د کرزي هغه بصیرت او لوبه نسي درک کولای چې کرزی څنګه د رسنیو او د خلکو اذهانو سره لوبي کوي. کرزي په دې ښه پوهیږي چې څنکه په ټولنه کي ځان مطرح کړي او څنګه خپل ځان د خلکو په فکرونو کي را پورته کړي.

د حکمتیار راتګ تر ډیره حده د کرزي رول په سیاسي ډګر او د افغانستان په سیاسي صحنه کي کمزوري کړي دی، نو کرزی د دې لپاره چې یو ځل بیا د پښتنو ملاتړ تر لاسه کړي، پر دې حکومت يي نیوکي پیل کړې . د لويي جرګې خبري يي راپورته کړې ، ان چې داسي ځای ته يي خبره ورسول چې د طالبانو حرکت يي مشروع و باله او د هغوي په لاس د یو ځای نیول يي جایز کار و باله.

چې دې خبري خپله د  دې نظام مشروعیت تر سوال لاندي راوستی. ان  خپله د کرزي صاحب د دولت دوره هم !

 خلکو ته دا سوالونه پیدا سول چې  ښاغلې کرزیه که طالبان پر حق دي ، نو بیا ته لکه ببرک کارمل چې دروسانو پر ټانک افغانستان ته راغلی، ته ولي د امریکا د ځانګړو ځواکونو په چورلکه کي افغانستان ته راغلې او د طالبانو د نظام پر خلاف دي حرکت پیل کړی.

که امریکایان بد دي، نو تا ولي د امریکا سره لاس یو کړي او ستا په خوله  د طالبانو د مشروع نظام د چپه کېدو لپاره دي نظامی جګړه وکړه . هغه وخت دا امریکایان ښه وه اوس چي ته د قدرت څخه لیري سوې بیا بد دي.

هغه وخت طالبان بد وه چې ته پر قدرت وې او اوس بیا چې ته د قدرت څخه لیري سوي بیا طالبان ډیر ښه خلک سول. هغه وخت د طالبانو لخوا د یوې ولسوالۍ نیول هم بد کار وو ، اوس بیا طالبان افغانان دي او حق لري چي یو ځای ان ولایتونه ونیسي.

هغه وخت چې په بون کي دي د افغانستان سیاسي قدرت پر درو قومونو پښتنو ، تاجک او هزاره باندي وېشل سوي وو او دا پرېکړه امرکیانانو په لاس و سوه  همدارنګه ۶۰ سلنه  سیاسي قدرت د پنچشیر په لاس کي وو ، هغه وخت دا نظام مشروع وو ، اوس  بیا نا مشروع دی او لوي جرګې ته اړتیا ده چې نظام ته مشروعیت و بخښی.

خلکو ته دا سوال پیدا سو چې که طالبان ښه وه ، نو دا دومره ځوانان چې د دې نظام او ستا د حکومت د ساتلو لپاره يي ځانونه د طالبانو په مقابل کي قربان کړل او شهیدان سول او د هغوي په لاس دومره طالبان ووژل سول او دومره زندانونه تا د طالب په نامه په پښتنو ډک کړل. نو بیا ولي تا خپل په قدرت کي دغه خبري نه کولي آو ولي دي دا نظام او حکومت طالبانو ته نه پرېښوي.

اوس خلکو  ته  معلومه سوه ، هغه سیمي چې طالبانو لاس ته لویږی او سقوط کوي، په دې کي د کرزي لاس دی. او خپلو پلویانو ته وایي چې سیمي  طالبانو ته يي پرېږدی.

خلکو ته د کرزي سیاست او د کرزي مضره سیاسي څیره روښانه سول چې څنګه د خپل قدرت او ځای د ساتلو لپاره رنګارنګ لوبه کوي. او دهغه ټوله سیاسي برخلیک خطر سره  مخ سو.

نو د رباني غونډه کي يي په قصدي ډول دغه ډول یو کار وکړي او ډیر امکان سته چې دا خلک خپله کرزي د غوندي د اخلال لپاره ټاکلي وه چې بیرته د کرزي نوم   د خلکو په ذهنونو کي سم سي.

اوس وګوري احساساتي پښتانه ټول د کرزي ښه صفت کوي او ټول فیسبوک او رسني د کرزي په صفت ډکي دي. دا خپله د کرزي هغه لوبه ده چې د خلکو د ذهنونو سره يي کوي او پوهیږي چې څنګه خلک د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي. په دې کار  سره يي هم د حکمتیار نوم بیرته تر  سیوري لاندي راوستي او هم يي هغه منفي ذهنیت چې د کرزي د خبرو د لاسه جوړ سوي وو  سم کړي.

زیاتره هغه ژورنالیستان او سیاسیون چې د کرزي سیاست يي په دقیق ډول څیړلي او تقیب کړي ، هغوي ښه پوهیږي چې کرزی د خپل قدرت په مختلفو وختونو کي همداسي لوبي کړي، او څنګه يي رسني او د خلکو ذهنونو د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي دي.

کاش زموږ احساساتي پښتنو د خپلو اصلي مشرانو او مضرو سیاسیونو تر منځ توپير کولای  سوای . اوس به پښتانه ددغه حالت سره نه واي مخ.

ټول پښتانه پوهیږي چې کرزي هغه کس دی چي همدا شمالي ټلواله يي قدرت ته ورسول او پښتانه يي د سیاسي قدرت څخه لیري کړل.

زه یقین لرم چې دا سړي خپله د کرزي لخوا را غوښتل سوې وو ، چې په غونډه کي مرګ بر کرزي ناري ووهي . چې بیرته د کرزي نوم سم سي آو د پښتنو ملاتړ بیرته  تر لاسه کړي. همدا خپله د کرزي په لاس جوړه  سوې سیناریو وه .

چې دې پکښي کامیابه سو.


د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

13 thoughts on “د رباني په تلین کي د کرزي سپکاوی خپله د کرزي پلان سوې لوبه وه”
  1. په ځای تبصره دی پری کړیده. همدددی شاشجاع هان کرزی په وخت پښتانه دومره ذلیله شول اوو دومره ژور ګړنګ ته ګوزار شول چه بیا به په تاریخ کښی پښتون سر راپورته نکړی.

  2. د خوژو تكو او شه تحليل نه مو د زره له كومي مننه اي كاش دا مطلب تول ولولي زه ستاسو سره موفق يم دا خو يؤ كوچني بيلگه ده چه تنظيم شي كه ددي مكار دوري ته وگوري توله دوره ي همداسي چا او ول كريدي . بيا هم مننه ژوندي أوسي .

  3. لیلا محبت – داهیڅکله هم نشی کیدای ته غلطه پوه شوی یی دا خویی ښه ویلی چی طالبان زموتږ ورونه دی خو هغه څوک چی کرزی ته سپکاوی کړی باید محکمی ته ور وپیژندل شی دا نه بښونکی جینایت دی

  4. دلیلا محبت دلیکنی دنورو ټولو برخو سره زه موافق یم، خو په دغه یوه برخه کی
    زه ۱۰۰ فیصده یقین نه لرم چې دا سړي خپله د کرزي لخوا را غوښتل شوې وی، چې په غونډه کي مرګ بر کرزي ناري ووهی

    بلی لیلا محبت اوس چه د ښاغلی کرزی په سپکاوی پښتانه په احساساتو راغلی، اودهغه په طرفداری لیکنی اوتبصری کوی، دا دا معنی نلری چه ښاغلی کرزی بیا ولسمشر، ولسکشر اویا ډلګی مشر کړی. نه هیڅکله نه ځکه کرزی دپښتنو په امتحان کی لس کاله ډیرناکامه اوډیرپاتی راغلی دی

    ځمونږ داحساساتو وجه داده چه یوشمیر زورواکی، کوڅه ډب او لنډه غران په غونډو، فاتیحو اوتلینینو کی ځمونږ د غازیانو، فاتیحینو، مشرانو اوهم د کرزی او مجددی په شان بی وزله سپینګیرو بی عزتی کوی، دکابل ښاریان داسی ډاروی چه دموټرو کاروانونه یی پر مخ کړی وی، مخونه یی پټ په نامعلومو، شعارونو، بیرغونو، توپانچو، ټوپکو، چړو اوچاقوګانو سمبال او د داعیشیانو اکټونه کوی، خو چه کله یو طالیبګوټی راښکاره شی، نوبیا یی ماشومان پریښی وی او په تیزه منډه کولاب، پنجاب اوتهران ته رسیدلی وی

    په افغانستان کی ټول ورونه قومونه یو دبل سره د وروری په صمیمانه فضاه کی ژوند کوی، یو قوم پر بل قوم برتریت نلری، ټول قومونه ورونه او ګلونه دی. خو که په ځینو قومونو کی داسی يو څو خلک پیداشی چه دننه په حکومت کی لوړی وظیفی لری اوبیا خلک ډاروی، د داعیشیانو پیښی اواکټونه کوی، زرداد او چمن ځانته وای اوکله شجاعی شی. نو د دغه ډول لنډه غرانو په ځپلو کی باید ټول ورونه اوقومونه سره متحد شی

    تل دی وی دافغانستان ملی وحدت

  5. مطلب فکر دي کړي خو بي جایه دي کټ مټ همداسی فکر ما هم کړي وه چی یو مطلب ولیکم او فیسبوک کی یی شیر کړم خو بیرته می چی نور اړخونو ته سوچ وکړ نو کو جای یی نه نیولو او هیڅ کله هم دا کار کرزي خپله نشی کولي که ته فکر کوی چی هغه به دا سوچ کړي وي چی زان بی ابه او وشرمی نو ستا مطلب غلط دي

  6. داخبره خو واقعیت دی چه کرزی بشتنو سره دیر ظلم وکر. بشتانه یی دی سیاسی قدرت نه لری کرل او تلواله یی قدرت ته ورسوله

  7. ښه ليلا چه دطالبانو سره سوله ونه سي څه پکار دي؟
    آلتر ناتيو ئې جنګ دئ .ستاانتخاب به جنګ وي .
    دا دونه ځوانان چه شهيدان سوه البته دجنګ په نتجه کي که جنګ ته ادامه ورکړل سي نور ځوانان به موهم دخاورو سره خاوري سي .نوستا په نظر کوم وراينت ئې دتائد وړدئ جنګ او که سوله.
    جنګ دچا په ګته تماميږي زموږ دآفغانانو او که دخارجانو چه دې جنګ ته لمن وهي؟
    زه دکرزي طرفدار نه يم نه وم او نه به واسم .پښتو کي يو متل دئ چه څه کرې هغه به ريبې.
    کرزي هغه څه پلاس راوړل چه کرلي ئې وه.
    دلته زما په نظر دکرزي دهويت ساتل آحساسات نه بلکي دپښتون دقوم دمشرانو او ملي شخصيتو دفاع ده.دالنډغره طائفه چه دپرديو په اشاره په هيوادکي دقوم پرستي شعار مخ ته وړي او دسولي پر ځائ وجنګ ته ترجع ورکوي او هميشه دغرو وختو ته شعارونه ورکوي او مافيائې ګروپو باندي ويشل سوي دي او دهيواد دهرج ومرج لپاره دي بل هيڅ کمال نه لري.دوئ نه يوازي کرزي ته کوته څنډنه کوي دهيواد پر ملي مشرانو لکه آمان آلله خان چه دهيواد استقلال ئې تر لاسه کړئ دئ دجهان ابر قدرت ئې په کونډو کړئ دئ دامنحوسه طائفه دهغه سپکاوئ کوي.
    زما په ياد دي چه کرزي دخپل دوهمي دوري په موده کي دآمريکاه پر ضد شعارونه او دهغو دبمبارد مان پر ضد خپل اقدامات شروع کړه.
    کرزئ رشتيا وائ دهلمند مور خور اوسپن ږري اويا دکنړ او يا دجلاآباد او يا دکندوز دا ددغه هيواد نه دي.
    که په واقعت کي وليدل سي دطالب سازئ فافريکه چافعاله کړې ده او څوک ئې تمويلوي دا دهيواد دښمنان دي .
    زما په نظر کزئ غواړي چه دجنګ عوامل په ريښه کي وچ کړي چه ريښه ئې طالب نه دئ بلکي خارجي استخبارات او په هيواد کي دامنحوسه طائفه چه دلته په هيواد کي ئې بستر ورته هوار کړئ دئ.

  8. په پښتنو کی هم په ډیره زیاته اندازه خلګ یوازی هغه خلګ دی چه دکرزی دقوم څخه دی نورعام پښتان ډیرکم دی اوهغه هغه خلګ کیدلای سی چه دده سره یی ګټی تړلی وی نورپه ټوله افغانستان کی دغه څیری وپیژندل سوی عام ولس ددی ډول کرغیړنوسیاستمدارانوڅخه ترپزی راغلي په افغانستان کی ددی ډول انسانانودشتون څخه راضی نه.

  9. په پښتنو کی په ډیره زیاته اندازه خلګ یوازی هغه خلګ دی چه دکرزی دقوم څخه دی اوهغه دکرزی لپاره مبارزه کوی نورعام پښتان ډیرکم دی اوهغه هغه خلګ کیدلای سی چه دده سره یی ګټی تړلی وی نورپه ټوله افغانستان کی دغه څیری وپیژندل سوی عام ولس ددی ډول کرغیړنوسیاستمدارانوڅخه ترپزی راغلي په افغانستان کی ددی ډول انسانانودشتون څخه راضی نه.

  10. دا يو روښانه حقيقت دى چى کرزى پدى شکل د ځان مصرح هيڅکله نه غواړى،کرزى يو ملى او مطرح شخصيت دى دا دنياوالو او وطنوالو ته روښانه واقعيت دى،رالو دامريکايانو راتګ ته دا دافغانستان په تاريخ کى يو تريخ او ناوړه حقيقت دى چى کله امريكايان افغانستان ته راله ددوى د راتګ سره سم بدبختى،جنګ ،وژنه زموږ وطن ته راله،موږ امنيت ته داسى تږي يو لکه پنځلس کاله چى مو اوبه نه يي چيښلى ،موږ پاخه سړکان نه غواړو دغلا د پيسو بلډينګان نه غواړو ،پاخه کورونه،پاخه مکتبونه نه غواړو ،موږ امنيت عو سوله په خپل وطن کى غواړو،موږ پر خامه سړک ځو،موږ په خيمه کى درس وايو،موږ په خامه کور کى ژوند کوو،اما بيا هم امنيت او سوله په خپل وطن کى غواړو ،هر مملکت ته چى امريكايان ورغلى هغه مملکت يي تبا او برباد کړى مثالونه يي ټوله نړى وينى. والسلام

  11. لیلا جان محبت د توطیو شکار شوی یی !!!
    قلم اخستل او هر سه لیکل بغیر له کوم ثبوته د انسان خپل اتبار ته زیان رسوی . بله داچی تولی خبری مو په ابهام او تخیلاتو لیکلی مرته له دی چی کوم ثبوت ولری .
    دا به درسته وی چی کرزی دیری نیمگرتیاوی لرلی او لری به یی . دا به هم سمه وی چی د حکمتیار د راتگ سره ممکن دوی ته یو سه نور مشکلات را وپاریژی خو دا باالکل ممکنه نده چی یو سری دومره حده موری حان پسی د ذلالت پروگرام جور کری .
    په هر دول یی د دوارو مشرانو(کرزی صیب او داکتر اشرف غنی ) د توهین او اهانت سخت مخالف بم

ځواب ورکول عرفان افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *