ډاکټر شیرشاه سید

ګهيځ د څلورو او پنځو بجو تر منځ د کراچۍ ښار مرکزي زندان کې زما ورور باقر، ته د اعدام سزا ورکړله شوه او د ورځې تر ١١ بجو يې مړي کور ته راوړل شو.

د هغه د نيول کېدو له مهاله، بيا تر محاکمې، له پرېکړې تر استناف غوښتنې او د اعدامېدو له مهاله بيا د مړي کور ته تررسېدو مې يوه داسې شېبه هم نه يادېږي، چې د مور سترګې مې وچې لېدلې وي.

اوښکې يې لکه د چينې اوبه داسې روانې وې او خاورو ته مې د باقر ورور له سپارل کېدو ايله شپږ ورځې تېرې وې، چې مور مې هم ساه ورکړه.

کور ته د مړي له راوړل کېدو وروسته مې لومړى ځل محسوس کړل، چې مور مې نه ژړل، اوښکې يې وچې شوې. د ايدهي خيريه موسسې له امبولانس نه کرار کرار بهر مړى راوايستل شو، څلورو پنځو نارينه وو اسټريچر نيولى و او د کور هغې کوټې کې پرتې دړې ته يې ورساوه، چې له مخکې چمتو کړله شوې وه.

مور مې په خپلو کږو لاسونو زما لاس نيولي کوټې ته ورغله او ويې ويل، چې مړي ته له غسل ورکولو مخکې دې ټول کسان له خونې ووځي.

زه سلګيو نيولې وم، نه پوهېدم څه وکړم. دا مې هېڅکله خوب او خيال کې هم نه راتله، چې ورور به مې په دار وځړول شي. مور مې کرار کرار د ورور له مخه څادر لرې کړ، د ورور پر مخ مې له ځايه يو خاپ و، سور بخون خاپ، چې له ښي غامبوري پيل شوى و او بيا يې د غوږ په برابر تر کولک پورې خپور و.

مور مې د ورور پر مخ لاس تېر کړ، په تندي يې ښکل کړ او د مخ هغه خاپ يې څو ځلې ښکل کړ. ورور مې د مور په څېر سپين کميس اغوستي و، مور مې کرار کرار د هغه د ګريوان تڼۍ پرانيستې، د ورور په سينه مې هم يو کټ مټ خاپ موجود و، ګرد سور بخوان او يو څه پراخ خاپ.

مور مې کرار کرار دغه خاپ هم ښکل کړ، سترګې يې ورپورې ومښلې، غامبورې يې ورپورې ټينګ کړل، بېرته یې د کميس تڼۍ وتړلۍ او څادر يې د هغه پر مخ وغوړاوه.

–        غسال راوبوله بچيه، د باقر د تګ وخت راورسېد.

ما بيا په چيغو وژړل، خو د مور پر مخ مې يو ويران ډاډ خپور و. دروازه مې پرانيستله او له مور سره بهر سالون کېکېناستم. د ماسپښين لمانځه له وخته مخکې جنازه چمتو شوه.

ساجد ورور مې اونۍ مخکې له سعودي عربستانه کراچۍ ته راغلى و، هغه او عامر دواړه کور کې لر بر کېدل. زه د مور څنګ ته ناسته وم، ماشومانو ته مې کتل، چې سپارې يې تلاوت کولې، اوښکې مې تويولې.

د مور سترګې مې لمدې نه وې، وچې کلکې ويرانې، لکه سارا، لکه يو بيابان. ټيک يوه بجه نارينه وو د شهادت کلمه ويله او جنازه يې له کوره پورته کړه.

باقر ورور مې تر ټولو مشر و، بيا مې دوه وروڼه ساجد او عامر ورپسې او بيا زه تر ټولو کشره وم. باقر ورور مې تر ما اته کاله مشر و، زه د اتو مياشتو وم، چې پلار مې وفات شو. ماته ويل شوي و، چې هغه د بس ګاډي په يوه پېښه کې مړ شوى و.

وايي د دوو بسونو ډرېورانو له يوه بل نه د مخکې کېدو لپاره بسونه ځغلول، چې يو بس د سړک پر څنګلاره وخوت او دغه پېښه کې اووه کسان ووژل شول، چې يو پکې زما پلار هم و.

نه را په زړه کېږي، چې مور مې کله د پلار په باره کې راسره خبره کړې وي، مور به د پلار په يادېدو تل غلې شوه. دا هر څه هم ماته له ترور او ماما نه مې معلوم شول.

دا هم راته معلومه شوه، چې د پلار له مړينې وروسته موږ اړ شوو، چې له کرايې کوره ووځو او د ترور کره مې واوسو. د ترور ميړه نيک سړى و، شتمن و، خپله يې زما ترور ته ويلي و، چې زموږ پالنه به وکړي او کور ته يې بيولي وو.

هغه داسې فکر کړى و، چې ليک لوست به را زده کړي او موږ به وتوانيږو، چې په خپل سر د ژوند سړو تودو سره مخامخ شو. مور مې او د هغې کورنۍ له دود سره سم له څلورو ماشومانو سره د بيا واده کولو په باب فکر هم نه و کړى.

بيا داسې شوه، چې ترور مې، ميړه يې او ان ټول کهول يې زما د ورور باقر له شوخيو تر پزې ورسېدل. هغه به د کور شيان ماتول، له ښوونځي به تښتېده، د ترور ميړه پېسې به يې غلا کولې، د ترور ګاڼې به يې غلا کولې، ماشومان به يې تنګول، لويانو سره به يې بې ادبي کوله، خو د مور نازولى و، هغې به تل ټينګار کاوه، چې هېڅ بايد ورته و نه ويل شي.

مور مې تل ليده، چې هغه يې ساتۀ، په هره خبره يې ورته هو، ويل، د هغه هره روا، ناروا خبره يې منله، هغه کې يې هېڅ بد نه ليدل، هغې ښايي داسې فکر کاوه، ناممکن چې باقر دې کله بد وکړي، د هغې لپاره دنيا کې که څوک و، نو همدا باقر و.

ايله کال به تېرو و، چې د ترور ميړه مې مشران خپلوان راوغوښتل او پرېکړه وشوه، چې نور به موږ د ماما کره اوسو. ماما مې ځوانې کونډې خور ته ډېر خواشينى و، له پيله يې غوښتل چې ده سره واوسو، خو د پلار له مړينې وروسته حالات داسې شول او د ترور ميړه مې دومره جديت وښود، چې هاغه مهال يې هېڅ و نه شواى ويلاى او بيا مې مور د خورګلوۍ له کبله هم د ورور کره تلو ته زړه ښه نه کړ.

د ماما کره حالت بل ډول و، ماما مې د خپلې خور په خوى پوهيده او له لومړۍ ورځې يې باقر ته هېڅ نه ويل، ټوله توجه يې خپلو ماشومانو، زما نورو دواړو وروڼو او ماته وه. موږ ټولو هم بايد هغه ډسپلين مراعات کړي واى، چې د ماما د اولادونو لپاره وو. په ټاکلي وخت ډوډۍ خوړل، په ټاکلي وخت ويدېدل، په ټاکلي وخت ښوونځي او کورس ته تلل، له هغو اصولو نه وو، چې زموږ او د ماما اولادونو لپاره پکې هېڅ توپير نه و.

د ماما په کور کې مو هېڅکله داسې و نه انګيرل، چې ګواکې موږ د هغه اولادونه نه يو. د هغه پاملرنه، مرسته او لارښوونه د دې سبب شوه، چې ساجد کمپيوټر ساينس کې زده کړې وکړې، عامر انجنرۍ فاکولتې نه فارغ شو او ما کراچۍ يونيورسټي کې له زده کړو بشپړولو وروسته کالج کې درس ورکاوه.

ساجد ورور مې سعودي عربستان کې دنده ومونده او موږ وتوانېدو د ماما کور ته نژدې کور واخلو، په ظاهره مو ژوند ارام تېرېده.

باقر ورور مې له څو ځلې ناکاميو وروسته ايله وتوانېد لسم پاس کړي او په يوه مطبعه کې یې دنده وموندله. هغه دنده يې پرېښوده او  يوې ورځپاڼې سره يې کار پيل کړ، وروسته معلومه شوه، چې مور مې خپل زيور پلورلي او د کاروبار لپاره يې هغه ته پيسې ورکړې.

چې کاروبار هم بريالى نه شو، نو هغه په ملکي محکمه کې دنده وموندله. د باقر ورور چارې څه ډول وې، کله تۀ، کله راتۀ، څه يې کول، څومره يې ګټل او بايلل، هېچا ته هم هېڅ معلوم نه وو، د هغه نړۍ بېله وه او زموږ هغه بېله.

کوښښ به يې کاوه، چې له ماما سره مخامخ نه شي او که چېرې به داسې کېدل هم، نو ځوړند سر به يې د هغه خبرې اورېدې، هو، يه، يې ورته نه کول او بيا به د څو شپو ورځو لپاره بې درکه و.

مور مې تل د هغه لورى کاوه، داسې نه وه، چې ګواکې هغې له موږ سره مينه نه کوله، موږ ټول پرې ګران وو، هر هغه څه یې راسره کول، چې مېندې يې اولادونو سره کوي، ګهيځ وختي تياروول، په نيمه شپه زموږ لپاره اندېښنېکول، ژمي کې له خوبه پاڅېدل او پر موږ څادرونه او کمپلې سموول، په کورنۍ دنده کې راسره مرسته کول، په عادي ناروغۍ کې زموږ لپاره کړېدل او داسې نور…

ماخوستن به غلې راغله دعا به يې لوسته او پر ټولو به يې چوپ کاوه. د مور مينې کچه معلومول ګران دي، خو کله کله مې داسې احساس کاوه، چې مور مې زموږ پرتله باقر سره ډېره مينه کوي.

هغه يې په زړه کې کوم ځانګړى ځاى درلود. د هغه لپاره يې کله ناکله موږ ته سپکې سپورې هم ويلې، خو ياد مې نه شي، چې هغې به کله هم خپله هغه ته بد رد ويلي وي. يوه ورځ مې مور د پوهنتون يوې غونډې ته له تلو منع کړم، نو له خولې مې ووتل، چې ستا ټول بنديزونه يوازې زموږ لپاره دي، باقر ته خو هېڅ نه وايې، چې چېرې ځي، راځي، څه کوي او څه نه کوي.

هېڅ يې راته و نه ويل، پټه خوله ولاړه وه، پر مخ يې د اوښکو باران را واورېد. عين مهال باقر ورور مې له کوم لوري راغى، ښايي زما خبرې يې اورېدلې وې، هاغه ماښام يې لومړى ځل بهر ته بوتلم، ټيکسي کې یې د پوهنتون تر دروازې ورسولم او کوم وخت چې مې ورته ښوولى و، په هغه وخت يې بېرته کور ته بوتلم.

هغه ورځ مې د پوهنتون له غونډې خوند واخيست، يو نوى باقر ورور مې ناڅاپه ژوند ته راغى، د کومې دروازې له پرانيستلو او ټک ټک پرته.

د مور هغه ژړه غونې څېره مې ياده ده، دويمه ورځ مې غيږ کې ونيوه، ومې ژړل، د هغې کږې وږې ګوتې مې لاس کې ونيوې، د هغې په کږه اوږه مې سر کېښود، له خولې مې سپوڼ و نه خوت، خو هغه پوه شوه، مېندې پوهيږي، د وجود هر غړي مې ورنه بښنه وغوښته او له هغه وروسته مې کله هم د باقر ورور باره کې ورته څه و نه ويل.

باقر ورور مې راباندې ډېر مهربان شو. له بازاره به يې څه نا څه راته هرومرو راوړل، تر هغې به چې کور کې و، راسره به غږيده، زما د لاس ناشته، پکوړې او فروټ چاټ يې خوښېدل. د شاه زاديو په څېر يې راته پام کاوه، په ټوکه کې که به مې له خولې کومه غوښتنه ووته، د پوره کولو هر کوښښ به يې کاوه. د کوچنۍ او يوازينۍ خور په توګه د هغه په زړه کې زما لپاره ځانګړى ځاى موجود و.

لرې خپلوانو او د کوڅې خلکو د هغه په هکله ډول ډول خبرې کولې، د پوليسو جاسوس دى، چا به ويل، د استخباراتي ادارې لپاره فعاليت کوي، پوځيانو سره اړيکي لري، د مافيا سړى دى او چا به بيا ويل، چې د پېسو لپاره د سړي تښتونې ډلې غړى دى.

خو دا ټولې خبرې هېچا هم زما مور ته مخامخ نه شو کولاى، هغې له ماشومتوبه يوازې د هغه ساتنه کوله، کله يې رټلى نه و، کله يې پرې لاس نه و پورته کړي او دا هغه څه و، چې ټولو ګاونډيانو ته هم معلوم وو.

ساجد ورور مې له باقر ورور سره ورانه وو، پيل کې خو به يې يوه بل سره شخړې هم کولې او مور به مې تل دغسې شخړې د باقر په لوري کولو پاى ته رسولې، فکر نه کوم ساجد به له باقر نه کرکه کوله، خو داده، چې هغه يې نه خوښېدۀ. ښايي دغه وجه وه، چې له زده کړو سملاسي وروسته ساجد هېواد پرېښود، پېسې يې وګټلې، خپل کور يې رانيو او موږ تر خپل چت لاندې ژوند پيل کړ، ماما مې د دغه کور اسناد د مور په نوم جوړ کړل.

د عامر رويه ځانګړې نه وه، هغه به له باقر سره هم ښه اړيکي ساتل او ساجد سره يې هم د دوستۍ اړيکي د ورورګلوۍ له کچې زيات وو، خو هغه هم له مور سره د باقر په باب څه نه ويل.

بيا يو نا څاپه دا هر څه پېښ شول باقر ورورک مې کور کې ويدۀ و، چې شپې شاوخوا درې بجې پوليس پر کور راوختل او په څو شېبو کې يې باقر لاس تړلى له کوره وايست. له ورځپاڼو معلومه شوه، چې هغه شپه دوه نور کسان هم نيول شوي وو او پر دوى ټولو د قتل شک کېدۀ.

ځانکړې محکمه کې محاکمه شول او د اعدام سزا ورکړله شوه، بله محکمه، ستره محکمه او بالاخره د پاکستان له ولسمشره د زړه سوي غوښتنه، ٢٢ مياشتې په دا منځ کې تېرې شوې، د مور سترګې مې دغې مودې کې بې اوښکو و نه ليدې.

ساجد ورور مې پېسې هېڅکله و نه ځنډولې، يوه تر بل مشهور مدافع وکيلان راغلل، د هر وره ټکولو ته چې وويل شول، مور مې ورته ودرېده او پلو يې وغوړاوه، خو هېڅ ګټه يې و نه کړه.دغه بدنصیب سهار و، چې ورور مې چارمارۍ کړل شو.

په وروستۍ ليدنه کې مې د مور مخ ته نه شواى کتلاى. د ورور پر مخ مې ترخه موسکا ويړه وه، مور مې پرته له دې چې باڼه پر باڼه ولګوي، د هغه مخ ته کتل. د ليدنې وخت پاى ته ورسېد، مور مې د هغه تندى ‌ښکول کړ، د هغه د مخ پر خاپ يې باڼه تېر کړل، خپل کاږه واږه لاسونه يې د هغه پر مخ پورې وموښل او بيا په ژړا، په لړزېدو، په سلګيو کور ته ستنه شوه.

خاورو ته د ورور له سپارل کېدو وروسته مې مور و نه وژړل، نه يې څه وخوړل او نه ويده شوه، پيل کې مې په زوره لږ خواړه ورکړل، خوا يې وګرځوله دويمه ورځ اړ شوو، چې روغتون کې يې بستري کړو.

روغتون والو کلوکوز او خدایزده نور کوم ډول دارو درمل ورکړل، وايي بدن کې یې اوبه نه شته او له کچې ډېره ناتوانه ده. د مړي په څېر کټ کې پرته وه، لرې یې چېرې کتل، له هر ډول هيلې پرته يې ښايي له ژوند سره شلون کړى و.

هغه ورځ يې سر ته ناسته وم، کرار کرار مې ورته سر کېکاږه، سوکه يې وويل: لورکيه ټول بدن مې سخت درد کوي، کومه برخه به يې ټکور کړې، سر مې، لاسونه مې، اوږې مې، ګوتې مې، پښې مې، ټول وجود مې درد کوي، بچوړې، ټول وجود مې درد کوي، تن، بدن مې روح، روان مې ټول درد نيولي دي.

په ژړه غونې غږ مې ورته وويل: هر څنګه چې وايې ټکور به کړم، مورکې، خو د خداى په پار يو څه خو وخوره، مور ګلې!

بيا يې ورو وويل: نه، لورکۍ! اوس بايد لاړه شم، دا درد اوس د ختمېدو نه دى، د درد زغمونکى نه دى پاتې، نو زما نور څه کار؟

غاړه او د هغې کږه اوږه مې ورته کرار کرار موښل، خو درد د هغې پر څېره د وريځو غوندي خپور و. بيا يې سوکه خپل لاس راپورته کړ او زما لاس يې ټينګ ونيو، ويې ويل:

– لورکۍ! زما هم دغسې ښايسته لاسونه وو، نرم، دغسې پستې، اوږدې، تودې ګوتې مې وې، دغسې کږو وږو لاسونو او ګوتو سره نړۍ ته نه وم راغلې، له سره تر نوکه روغه جوړه وم، د بدن هر غړى مې صحيح سلامت و، اوږې مې، ولي مې ټول روغ جوړ وو، بچوړې! زه ستا غوندي ومه، بشپړه، ښايسته او حسينه.

شيبه وروسته يې بيا سوکه خبرې پيل کړې: د واده له لومړۍ اونۍ يې زما ځورول پيل کړل، په هره خبره يې وهلم ټکولم، هر غړى مې درد کوي، لورکۍ مې، هر غړى، کوم يو به ټکوروې؟

د هغې د لاسونورپيدل مې محسوس کړل.

–        يوه ورځ دې راته ويل که نه، چې ولې د باقر لورى کوې، هغه مې لومړى اولاد و زويکه، ټول وايي د هغه طرفداره يم، هغه چې هر څه کوي، زما بد نه ايسي، څنګه به مې د هغه لورى نه کاوه، څنګه به مې نه کاوه، هغه زما باقر، ګلونو ته ورته، ما د هغه ساتنه و نه کړه، په خپلو اوږو مې زخمونه وګالل، خپلې مټې مې وړاندې کړې، خپل لاسونه مې ډال کړل، خپلې ګوتې مې ماتې کړې، د خپلو اوږو پوټکی مې واړاوه، ساجد مې وژغورۀ، عامر مې وژغورۀ، ته مې وژغورلې، هېڅ يوه ډاکټر ته له ورتلو پرته مې تاسې درې وژغورلاست، خو هغه له زېږېدو مخکې زما په بدن کې دننه وهل ډبول وخوړل، ما هغه و نه ژغورۀ.

د هغې کږې وږې ګوتې مې ټينګې کړې، کرار کرار مې ښکولولې، کله مې پرې لاس تېراوه، داسې لړزاندې ګوتې مې لومړي ځل محسوسې کړې وې. هغې له لږ ځنډ وروسته بېرته خبره پيل کړه:

–        – لورکۍ! دغه باقر مې رحم کې و، چې ميړه زما په ګېډه د کرېکټ بلې وار وکړ، ټيک په هغه ځاى يې ووهلم، چې د ده سر و، مخ يې و، سينه يې وه، غاړه يې وه، هغه خاپونه به زما بچى تل ځوروي، لورې د مېندوارۍ ټوله دوره کې ډبول کېدم، په لغتو، په سوکونو، کله پر پالنګ، کله پر ځمکه، خدايزده د مېندوارۍ له خبر سره سم ولې زما ميړه زما ژوند په وينو ولاړه، زه ځوانه وم، ساده وم، ستا په څېرمعصومه وم، هېڅ مې و نه کړل، هېڅ مې له لاسه و نه شول، هېڅ مې و نه ويل، هغه وهلم او له ماسره زما په ګېډه کې باقر هم وهل ډبول کېدۀ، زخمي کېدۀ، ښايي ژړل به يې هم، خو ما و نه ژغورۀ، زه و نه توانېدم هغه له درده وژغورم، هغه له درد سره يو ځاي ګرځېدۀ، کله کور کې او کله هم له کوره بهر، تر دې چې هغه د زړه ټوټه مې دار ته وخوت، له هغه وروسته، نو زه د کور مېرمن نه ومه، وينزه وم، ځپله کېدمه، خپل ميړه تېرى راباندې کاوه، خو د ا هر څه مې پر ځان زغمل، خپل بدن مې له لاسه ورکاوه، لاسونه مې ډال کول، ژړل مې، د هغه د مړينې دعاوې مې کولې، تاسې درې مې ژغورلاست، له رحمه تر غيږې او بيا تر کوره، خو زما باقر د درد داغ پر تندي ګرځاوۀ، درد يې ګالۀ، د خپل ټپي وجود يو يو درد ځوراوۀ اوس هغه نه شته، بچوړې، خو درد شته، ډېر درد شته.

ما د هغې پر سينې سر کېښود، ډېرې اوښکې مې تويې کړې، لومړى ځل راته معلومه شوه، چې زما د مور ګوتې ولې کږې دي، ولې يې اوږې ځوړندې دي، ځکه زما پلار پر هغې تشدد کړى و او د هغې هډوکي له ختلو وروسته بېرته خپل ځاى ته سم نه وو ورغلي.

زموږ د ګل په څېر مور تر پښو لاندې شوې وه، ماته شوې وه، تروړل شوې وه، هغې هر ظلم ګاللى و، د خپل ځان د قربانۍ بدل کې يې موږ ژغورلي وو، هغې زموږ لپاره له خپله بدنه ډال جوړ کړى وو او خپل هډونه يې له لاسه ورکړي وو، راتلونکې درې ورځې مې پر مخ اوښکو لارې وکړې او يو ګهيځ هغه له خپل درد او د باقر ورور له دردونو سره پټه خوله له موږ نه د تل لپاره بېله شوه.

اوس مې د مور له مړينې کال اوښتى، خو اوس يې هم کله ناکله خوب کې وينم، د خونې يو ګوټ کې ديواله ته ولاړه يي، پر لاسونو، مټو، اوږو یې د کوتکو ګوزارونه کېږي او دا يې په ورغويو او ګوتو مخه نيسي، اوږې یې ماتېږي، خو په خپل رحم کې ما ژغوري، له خپله بدنه ډال جوړوي، خورې ورې ګوتې، په خپلو کې وينولړلې، زه راوېښيږم، مورې، زما خوږې مورې څومره غم او درد دې وګالل!

0 thoughts on “د رحم زخم/ ژباړه: نور  محمد سعید”
  1. څومره دردناکه کيسه، څومره د درده ډکه
    الله ج دي مو په خپل فضل او کرم سره وساتي
    امین ثم امين
    یوه هيله او غوښتنه کوم، وروڼو د میرمنو او خویندو مو احترام وکړی د انسانيت په سترګه ورته وګورئ ! خویندو د وروڼو او خاوندانو مو عزت وکړی ، خبره يي ومنئ احترام يي وکړئ
    د خاوند په عزت او احترام کي بشپړ ژوند نغښتی دی
    الله ج دی هدایت را ته وکړی
    د يوه بشپړ او ولسواک اسلامي ټولنيز نظام په هیله
    په درنښت

ځواب ورکول مفتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *