ډاکتر محب زغم / ۲۰۱۱ جون
بهرنيو رسنيو په تېره بيا نيويارك ټايمز تر اوسه پورې څو داسې راپورنه خپاره كړي دي، چې دولت يې اول سر كې رد كړي؛ خو اخر كې ريښتيا ختلي دي. د كابل بانك د ناقانونه كار و بار او فساد په اړه نيويارك ټايمز خبر وركړ. دولت دا خبر په كلكه رد كړ، ويې ويل: ((كابل بانك هېڅ ستونزه نه لري)) په بله اوونۍ يې د افغانستان بانك هيات ورولېږه، چې د كابل بانك پلټنه وكړي. په درېيمه اوونۍ يې د كابل بانك كنټرول مركزي بانك ته وسپاره. خلكو ته وروسته جوته شوه، چې د نيويارك ټايمز راپور سم و. دغه راپور د خلكو د شتمنيو د ضايع كېدلو مخه ونيوله.
د هېواد په امنيتي ځواكونو كې د معتادانو خبر هم غربي رسنيو خپور كړ. وروسته چې دولت څېړنه وكړه، جوته شوه، چې ريښتيا هم ګڼ شمير پوليس په مخدره توكو روږدي وو. داخله وزارت د دې كسانو د درملنې پروګرام جوړ كړ او په دې توګه د رسنيو په بركت به يو لوى ګواښ له منځه لاړ شي.
امريكايي رسنيو د ولسمشر پر كورنۍ په تېره بيا پر احمدولي كرزي تور ولګاوه، چې د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري. دا خبر هماغه مهال د ولسمشر او د هغه د ورور له خوا رد شو. دلته لا تر اوسه چا جرائت نه دى كړى، چې په دې اړه څېړنه وكړي او ريښتيا درواغ يې رابرسېره كړي.
بل مهال په امريكايي رسنيو كې د كانونو پر پخواني وزير محمد ابراهيم عادل باندې تور پورې شو، چې له چينايانو څخه يې دېرش ميليونه ډالره رشوت اخسيتى او د عينكو د مس كان يې ورسپارلى دى. ابراهيم عادل له معمول سره سم دا ادعا بې اساسه وبلله؛ خو د نورو مواردو په څېر دولت په دې اړه هم تحقيق ونه كړ.
دا ځل نيويارك ټايمز خبر وركړ، چې ايران د كرزي دفتر ته پيسې وركوي. كرزي پخپله هم دا ومنله، چې له ايرانه يې پيسې اخيستي؛ خو په كابل كې د ايران سفير دا خبر د ټوكو او د خندا وړ وباله.
د غربي رسنيو له خوا د دې مسئلو افشا كول كه له يوې خوا د افغانانو پر ژوندانه نېغه اغېزه لري؛ نو له بلې خوا د ازادو رسنيو زور او ځواك ښيي. دا چې په غرب كې رسنۍ د ډيموكراسۍ څلورم عنصر بلل كېږي، هسې خبره نه ده.
تر دې ځايه د غربي رسنيو كړنې ګټورې وې؛ خو څو موده د مخه اسوشيېټد پرس داسې خبر خپور كړ، چې زما په باور تر ګټې يې تاوان زيات دى. دغه اژانس خبر وركړ، چې ((د مولوي عبدالكبير په ګډون د طالبانو درېو مهمو مشرانو د روغې جوړې په موخه له كرزي سره كتلي دي.))
كه دغه ليده كاته شوي وي؛ نو د افغانانو لپاره به ښه زېرى او د هيله مندۍ خبر وي. خو ايا افشا كول يې هم مناسب كار دى؟ كه دا خبر ريښتيا واى؛ نو د افغانستان دولت به يې ولې نه اعلاناوه؟ زما په نظر دولت به دغه هڅې په څو دليلونو پټ ساتلى وي:
اول يې امنيتي دليل دى. دا جوته ده، چې د طالبانو په سرانو كې به داسې كسان هم وي، چې له سولې سره به نه وي جوړ؛ نو كه چېرې دوى خبر شي، چې ځينې ملګري يې له حكومت سره روغه كوي؛ نو د هغوى ژوند ته به خطر پېښ كړي. له بلې خوا د پاكستان په استخباراتو كې داسې كړۍ شته، چې په افغانستان كې سوله نه غواړي. دغه كړۍ هم كولاى شي سوله غوښتونكي طالب مشران له منځه يوسي. د مولوي عبدالكبير د نيولو خبر خو لا څو مياشتې مخكې خپور شوى و، چې پاكستان كې نيول شوى دى. هغه مهال هم اوازه وه، چې دى يې په همدې خاطر نيولى، چې غوښتل يې له دولت سره مذاكره وكړي. اوس څرګنده شوه، چې د هغه د نيولو خبر ناسم و؛ خو د مولوي عبدالغني برادر په اړه به دا نظر سم وي.
دويم احتمالي دليل به يې دا وي، چې كه چېرې دغه خبرې اترې مطلوبه نتيجه ورنه كړي؛ نو د سولې پروسه به يو څه بې اعتباره شي او نور طالبان به هم خبرو ته زړه ښه نه كړي.
درېيم لامل يې په دولت كې د ننه او له دولته بهر داسې كړۍ دي، چې اساساً په سوله كې خپله ګټه نه ويني. كه دوى د مذاكراتو په لومړي پړاو كې خبر شي؛ نو د سبوتاژ لاره به يې ولټوي.
نو د داسې مسايلو بې وخته بيان زموږ د هېواد او د سولې په ګټه نه برېښي.
دې ته ورته بل مطلب هم په ګارډين ورځپاڼه كې خپور شو. په دې مقاله كې راغلي دي، چې: ((په حکومت کې د ګلبدین حکمتیار او ملا عمر په شان کسانو داخلول د سولې لپاره نه بلکې د سخت دریځۍ او جنګ سالارۍ د څو لسیزو د حلقې د پیاوړې کولو لپاره دي.))
كه حزب اسلامي او طالبانو ته په حكومت كې ونډه وركړل شي او په بدل كې يې سوله ټينګه شي؛ نو بدي به په څه كې وي؟ دا دومره نورې جنګې ډلې چا په حكومت كې ګډې كړې؟ همدا غرب و، چې د بن په كنفرانس كې يې حكومت په تنظيمونو باندې ووېشه. كرزى لا تر اوسه د دغو جنګي ډلو له شره نه دى خلاص. دى مجبور دى، چې خپله كابينه د همدغو ډلو د مشرانو په خوښه وټاكي؛ نو كه پر دې تنظيمونو يو بل هم ورزيات شي، څه ټكه به راپرېوځي؟ هسې هم د ماهيت له مخې د دې ډلو تر منځ زيات توپير نشته او ټول سره ورته دي.
زما په ګومان د ژورناليزم وظيفه يوازې د واقعيتونو خپرول نه دي. ژورناليست تر هر څه د مخه انسان دى. دى بايد د انسان خير هم وغواړي. ځينې رسنۍ او ځينې ژورناليستان يوازې د نوم او شهرت د ګټلو په موخه داسې خبرونه او مقالې خپروي، چې زيان به يې د جنايتكارو ډلو تر فعاليتونو كم نه وي. موږ كه په هر مسلك كې كار كوو، بايد خپل اخلاقي رسالت هېر نه كړو.
سلام
هو اخلاقی ر سالت د ژوندانه په ټولوبرخو کې د فساد ،زور او بېعدالتی سبب نه ګرځی سمه او کږه لاره سره جلا کوی د پرمختګ لاره پرانیزی او تولنه مساوات، اخوت،مېړانې او ثبات لور ته رابلی ستا لیکنه کې داخلاقی رسالت اثر لیدل کیړی ،إدبی نزاکت ورسره ملګری دی یوښکلی نثر دی چې د تاند ویب پاڼی تنده هم ور باندې ماتیږی
زموږ مظلومه تولنه کی داخلاقی رسالت معیار یو شمېر نام نهادو کسانو له ستونزو سره مخامخ کړی چې هیاهو یی اسو شېتد برس ،نیو یارک تایمز،ګارډین ،شبیګل،او حتی وال ستریت ، واشنګتن بوست کې هم منعکس کیږی دغه ورخپاڼې او مجلې په اټکل نه غافی دوی هرخه دخبلو اهدافو بر بنست څېړی ما نا داچې اوبه وینی او بیا څپلۍ باسی هغوی ته ښایی ذافغانستا ن کړکېچ یو عادی خبره وی خوداخبر له خانه سره نورې څو مجهوله اقتصادی،سیاسی،سیمه ایزه، نړیواله او اوږدې نه شلیدونکی اونه پېژندونکی داستخباراتی هلو ځلو معادلې لری چې خلیل زاد اوس ورته په ابتدایی الجبر باندی بوخت دی ، زموږ ولس نه لورئ ورک دی ازمیلی بیا از مایی او په غټو نو مو نو ، القابو ، څوکیو او عالی شورا ګانوپه هوسونو کې د ګواښمن حا لت نه ډیر بې خبره ګامونه اخلی . چارک او پاو نه تول من او خروار دی ځینې خو له من او خروار هم اوړی افغا ن ولس باید زور،ضرورت او اخلاقی رسالت اهمیت وبېژ ن او دزغم صاحب لیکنه په غور ولولی دا ښه کار دی
وروره
که مو هدف د پورته مقالې څخه د هغې مضمون او محتویات وی خو ښه خبره ده
امّا د مقالې د شکل څخه داسی ښکاری چه د کرزی د حکومت په وخت کی لیکلې شوې ده