تاند- د نړۍ د ګڼو رسنیو خاوند راپرت مرداک، په ۸۴ کلنۍ کې له یوې پخوانۍ ماډلې سره کوژده وکړه.

راپرت مرداک، چې ویل کېږي د افغانستان په شمول په نړۍ کې ګڼ شمېر تلویزیونونه او ورځپاڼې لري، له خپلې درېمې مېرمنې څخه تر جلا کېدو نژدې ۳ کاله وروسته له جري هال سره کوژده وکړه.

اغلې هال۵۹ کلنه ده او د رولینګ سټونز د ډلې له سندرغاړي میک جاګر سره اوسېده.

دوی د لنډن ټایمز ورځپاڼې په هغه برخه کې، چې د زوکړو، ودونو او مړینو اعلانونو ته ځانګړې ده، د یو بل په نوم کېدل اعلان کړل.

په اعلان کې ویل شوي:«ښاغلی راپرت مرداک، د پرادنس، الیزابت، لکلان، جېمز، ګریس او کلویې پلار او اغلې جیري هال د الیزابت، جېمز، جورجیا او کبریل جاګر مور په خورا خوښۍ په خپل منځ کې کوژده اعلانوي.»

راپرت مرداک تر دې مخکې له درو ښځو جلا شوی دی.

د مرداک ویندوی وايي چې د مرداک او د اغلې هال ملګرتوب د تېر کال په دوبي کې پیل شو، دوی دواړه خوشاله دي چې په خپل منځ کې واده کوي او ګډ ژوند پیلوي.

د دوی د کوژدې مراسم د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا په لاس انجلس کې جوړ شوي وو.

مرداک په خټه یهود دی، په استرالیا کې زېږېدلی خو اوس د امریکا تبعه دی.

4 thoughts on “د رسنیو سلطان په ۸۴ کلنۍ کې کوژده وکړه”

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi A. T. Be. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *