د روانشناسۍ لومړۍ نشریه له تاسې سره  د اروپوهنې د علم، او له روحي اړخه په پياوړي کېدو کې مرسته کوي.

د ژوند مهارتونهً هغه سیمنارونه دي چې په دې کې به دوام لري. لومړی پړاو یې تمام شو. په دې سیمنارنو کې د شخصیت جوړیدو، بریالي ژوند او ځينو موقعیتي رواني ناروغیو، لکه اضطراب، یا لن‌‌‌‌‌‌ډ مهاله ویرې … په اړه غږیږو او ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو سره مرسته کو. د یادو سیمنارونو د یوه پړاو چې څلور غون‌‌‌‌‌‌ډې راځي له ختمېدو وروسته یو سرټيفیکټ هم ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته ورکول کیږي.

دا هر پنجشنبه په افغان جرمن روغتون کې وي. د دې سیمنارونو ټول موضوعات او لکچرونه په دې س‌‌‌‌‌‌ډيانو کې ثبت شوي دي. که نه شئ کولی چې مستقیم دا تقیب کړئ، سي ‌‌‌‌‌‌ډيانې یې کارولی شئ. او همدارنګه د نشریې پي ‌‌‌‌‌‌ډي ایف بڼه هم له انټرنیټ نه ښکته کولی شئ.

له ټولو دوستانو مننه کوم چې په دې برخه کې یې مرسته کړې. او باید ووایم چې پرته ستاسې له همکارۍ او مرستې شاید ممکنه نه وه دومره مخته ولاړ شو. لطفا له موږ سره همکار واوسئ تر څو ټولنه نوی بدلون تجربه کړي.

One thought on “د روانشناسۍً لومړۍ پښتو او دري نشریه خپره شو”
  1. اسلام علیکم
    ډیر خوښ سوم چی په هیواد کی دننه یوداسی ګام اخیستل کیږی چی زموږ ډیری ځوانان.ماشومان. میندی او پلرونه ګړی په ګړی له دغی ستونزی سره مخک ګیږی او د حل لاره یی ورسره نه وی
    په نوی ډهلی کی زه په افغان زده کوونکی یوازینی زده کوونکی یم چی په دی څانګه کی د لسانس زده کړی کوم له ډیره وخته می په هیواد کی دا ستونزه حس کوله په څانګړی دول د ښوونڅیو د زده کوونکو په اړه نو هیله ده چی په دی څانګ کی د پام وړ کار وشی او په ښونڅیو کی څانګړی څای ورګړل شی

ځواب ورکول محمدغازی سعد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *