“څلور کاله وړاندې، له کندهاره د خپرېدونکې ورځپاڼې (ګرداب) په يو اتيايمه ګڼه کې د جانتن اډلټن په نوم د يو امريکايي ډيپلوماټ ليکنه خپره شوې وه، ښاغلی اډلټن په خپله ليکنه کې د يوې امريکايي مور (روبي میکبي) کيسه کوي چې درشپېته کاله وړاندې په کندهار کې اوسېده، د دې خاوند هغه وخت د دهلې بند جوړاوه چې د دوبي په يوه ټکنده غرمه کې يې لس کلنه لور (ميريلن ميکبي) ګوزڼ وهي. ميکبي د همدې ناروغي له امله مري او همدلته خاورو ته سپارل کېږي.

ښاغلي ليکلي چې د ميريلن مور اوس د خپلې لور پر قبر د ولاړې شناختې پوښتنه کوي چې هغه لا پرې ولاړه ده، که نړېدلې. وروسته يې ليکلي چې قبر موندل شوی دی او هماغه ډبره يې اوس هم سر ته ولاړه ده.”

اغلې د میریلن میکبي مورې!

لسګونه کلونو وروسته ستا د لور له ځانګو او ستا د ځوانۍ د خاطرو له وطنه څو تاوده سلامونه ومنه.

پوهېږم د کندهار ګرمي به ډېره ځورولې يې، د تودو سلامونو له دررسېدو سره به دې خامخا د ياد تلې هماغسې سوځېدلي وي، لکه درشپېته کاله وړاندې چې دې د جون د مياشتې په يوه ټکنده غرمه کې د کندهار پر اېشېدلې ځمکه، د خپلې لور په جنازه پسې لوڅې پښې منډې وهلې.

کندهار هماغسې تود دی، خو توپير يې يوازې دومره دی چې هغه وخت به د لمر وړانګو د خلکو زړونه، خواخوږي او مينه تودوله، اوس يې د باروتو د تودوخې له امله خپلو وروڼو ته وينه په رګو کې اېشي.

د څو قبرونو هغه هديره چې ستا ماشومې لورکۍ په‌کې (کوره‌کی) جوړ کړی و، اوس يې اوږد والی څو کيلو مټرو ته رسېږي.

خبره يې!

اوس د کندهار د هدېرې د قبرونو شمېر د ولايت د ژونديو انسانانو د نفوسو تر شمېر څو برابره زيات دی. اوس د کندهار ښار مړو کلابند کړی دی. دلته هره شپه څو تنه انسان له ښاره هدېرو ته کډه کوي. هدېرې په امن کې دي، هلته زمونږ جګړه‌مار ځانمرګي بريدونه نه کوي او ستاسې جنګيالي چاپې نه وهي. د ښار دېوالونه په وينو ککړ دي.

زما د وطن خاورې اوس هم ستا د ماشومې لورکۍ هډوکي په غېږ کې ټينګ نيولي دي.

ستا میریلن میکبي خپلې ماشومې ملګرې هم هلته ورغوښتې دي، د هغوی قبرونو اوس هم د يو او بل تر غاړو لاسونه تاو کړي دي. د هغوی د قبرونو بيرغونه همېشه پر يوه خوا رپېږي، د هغوی ملګرتيا اوس هم هماغسې ټينګه ده، ځکه هلته په هديرو کې زموږ د بدعمله ګاونډيو هېوادونو لاسپوڅي نه اوسي چې هلته د کليو او ښارونو په څېر د انسانانو تر منځ کرکه وپاشي.

د کرکې د دغو تور مخيو استازو له لاسه درشپېته کاله کېږي چې زموږ ژوند په ټپه ولاړ دی، په ټپه ولاړ خو ډېر ښه دی، موږ نور هم پر شا تللي يو.

اې! خبره يې!

هغه ناروغي چې درشپېته کاله وړاندې يې ستا لورکۍ له تا څخه بېله کړه، اوس هم زموږ په وطن کې هر کال لسګونه ماشومانې ستا د لورکۍ په څېر، د خپلو مېندو له غېږو بېلوي.

کېدای شي ستا د لورکۍ تر قبره، زما د وطن د مېندو ډېرې لوڼې د همدغې ناروغي له امله په کږو شويو پښو ورغلې وي او هلته يې ستا د لورکۍ تر غاړه، ګوزڼ وهلي لاسونه تاو کړي وي.

اغلې روبي میکبي!

دلته اوس هغه کلي نه دي پاتې چې د اعليحضرت ظاهر شاه يو عسکر به يې د کلي واړه او زاړه ټول تر ښاره په مخه کړي وو، اوس زما د وطن خلک زما د وطن د سرتېري په کږه خولۍ هغه عقيده نه لري چې که يې په اولاد ناروغه مور په ګېډه تېره کړي، دردونه يې ارامېږي. اوس دردونه زما د وطن د سرتېري له خولۍ څخه نه وېرېږي، د کرکې استازي او د سرونو سوداګر زما د وطن سرتېري ته دردونه ورلېږي. زما د وطن سرتېري به اوس خپلو دردونو ته د مور ټيکری نيولی وای، خو کلونه وشول چې زموږ ځينو بدعمله وروڼو زموږ د مور ټيکری هم پلورلی دی.

دلته اوس خلک هغسې جشنونه، مېلې او خوشحالۍ نه کوي، څنګه چې ستا په ياد کېږي. دلته د خلکو زړونه مړه شوي دي، لاسونه يې وچ شوي، يوازې سترګې يې يوه او بله خوا اوړي.

د دهلې بند اوس هم ستا د خاوند له خولو او زما د غرونو له اوښکو تر خولې ډک دی.

موږ د خولو او اوښکو له دغه بند څخه تر اوسه رڼا جوړه نه کړای شوای چې خپل کورونه ورباندې روښانه کړو، زموږ دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې د خولو او اوښکو دغه ډنډ را خوشې کړې او زموږ پر کورونه تياره جوړه کړي، خو تر اوسه پورې خپل دغه شوم هدف ته شکر دی نه دي رسېدلي.

اغلې روبي میکبي!

پوهېږم ته په دغه درشپېته کلن بېلتون کې زما د وطن د مېندو او ستا د ځوانۍ د اوږدو شپو د ملګريو پېغلو له حاله نه يې خبره شوې، هغوی هره شپه په اوښکو لنده ګوله خولې ته وړي، د هغوۍ ځوانۍ د پرديو وطنو په خړو دښتو کې خاورې شوې، د هغوی سرونه ستا تر تګه څو کاله وروسته په ځوانه ځوانۍ د تنکيو اولادونو د بېلتون اندېښنو سپين کړل. هغوی اوس هم هر ماښام په خپلو اولادونو پسې ژاړي، هغوی هر ماښام د خپلو يتيمانو ببرو سرونو، وچو شنډو او خالي لاسونو ته اوښکې تويوي، دلته هره شپه ماشوم لاسونه په خپل پلار پسې د دوعا له‌پاره پورته کېږي. دلته هر مازديګر ماشوم لاسونه د خيرات له‌پاره اوږدېږي، بېرته خالي راټولېږي. اوږدې شپې په خالي لاسونو او تشو ګېډو، په زړه خوړينۍ تېرېږي.

ستا لورکۍ زما د وطن په سپېره او خاورينه غېږ کې له خپلو ماشومو ملګريو سره ډېره خوشحاله ده، که داسې نه وای يوه شپه به خامخا تاته په خوب کې درغلې وای او پر موږ د هره ورځ تېرېدونکي قيامت کيسې به يې درته کړې وای، بيا به تا د خپلې لورکۍ د قبر پر سر د ولاړې شناختې پوښتنه نه کوله، د هغو ماشومو بې‌وسه سترګو پوښتنه به دې کړې وای چې اوس هم زموږ د ګاونډيو او ستاسې د يارانو له لاسه، د خپل شهيد پلار د ناستې ځای ته ګوري.

سرخط ورځپاڼه

One thought on “د روبي مور ته/ سيدشاه سقيم”

ځواب ورکول خالد حافظ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *