دین یې دام وي د دنیا په لار کې ایښی

پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات

رحمان بابا

په دې وروستیو شپو- ورځو کې د رسنیو دنیا د پاکستاني جید دیني عالم مفتي عبدالقوي او یوې مشهورې فاحشې قندیل بلوچ د معاشقې او عیش پرستۍ نمایش پر سر اخیستې ده.

زموږ په دیني اعتقاد کې روژه د مغفرت، فیوضاتو او برکاتو میاشت ده خو پاکستانی ملا صاحب دا فیض و برکت له خدای تعالی څخه له یوې رنډۍ سره په خلوت کولو سره ګټلی ګڼي.

مفتي عبدالقوي چې له بدلمنې قندیل بلوچ سره د شهوت په شرابو نشه شوی نو پنځه حواس یې ټول فلج شوي او خپله یې له خپل ځانه ویډیو اخیستې ده؛ د فاحشې لپاره خو دا د یوه سرشار اشتهار په توګه تر ټولو بهترین چانس وو ځکه هم ورباندې نوره هم ښه مشهوره شوه او هم به یې د مفتي قوي غوندې د حسن نور لېوني ملایان هم پر ور مات شي، د تن فروشۍ بازار به یې نور او نور هم رونق ومومي خو د مفتي قوي لمن یې پر سر ور واړوله او د ملایانو په دنیا یې د بدنامۍ اور پورې کړ.

 مفتي قوي د پاکستان د هلال کومېټې غړی دی هغه چې په خوله یې نژدې دوه سوه میلیونه مؤمن پاکستانیان روژه نیسي او اختر کوي.

کله چې مفتي صاحب دې کاسیرې ته څو- څو واره د خلوت دعوت ور کړی دی نو په روژه مبارکه کې چې یې هغې دا جذابه بلنه منلې ده، کنچنۍ پوښتنه ځنې کړې چې روژه دې نه ده؟ نو مفتي مبارک ور ته فرمایلي دي چې نن غواړم ستا د مخ د سپوږمۍ په پلوشو افطار وکړم او دې سپوږمۍ مخې هم د خپل حسن له وړانګو څخه دا د دین جید عالم نه دی محروم کړی او په یاده اخیستل شوې ویډیو کې مفتي اعظم صاحب هم له خپلې حسن دارې مېلمنې بي بي څخه ډېره- ډېره شکریه اداء کوي چې نن به د ده ټول هغه فرمایشونه پوره کوي چې دی یې ور وړاندې کوي.

 د دې عاشقانه مجلس په یوه بله صحنه کې مفتي صاحب د شوق په یوه بلاکیفه دنیا کې ډډه وهلې او خپله مبارکه عمامه (قرقلې) یې د خپلې قلندري مېلمنې ور پر سر کړې او هغې هم د سرور په نه بیانېدونکي اکټ سره داسې ژبه را ایستلې چې د لیدونکي خوله هم له واره ور سره خلاصه پاتیږي.

دا اول مفتي نه دی چې داسې شهکار پنځوي، تر ده مخکې هم په رسنیو کې د پاکستان د علماوو شورا د مشر مولانا طاهر اشرفي د مري ساخت فوجي اصیلو شرابو بوتلونه په لاس مست عکسونه خپاره شوي ول او نور نو ښه سم اټکل کولای شو چې د هغو نورو پاکستاني ملایانو، مولویانو، روحانیونو، دیني عالمانو او مفتیانو محترمینو صحنې و کیسې به لا څنګه وي چې لا د مطبوعاتو پر مخ نه دي راغلي؟

ښایي ځیني صاحب نظران ووایي چې د پاکستان په باب خو دا نوې خبره نه ده ځکه دا خو له ډېر پخوا څخه لا ثابته ده چې یو خو پاکستان د انګرېزانو له خوا د دې سیمې د ساده مسلمانانو په غولولو سره د اسلام په نوم له تاریخي هندوستانه بیل او په مصنوعي توګه جوړ کړه شو، بل د همدغو ملایانو او مفتیانو په فتواوو سره د دنیا هره ممکنه فحشا و ناروا په همدغه پاکستان کې پرته له کوم تشویشه دود ده؛

دا سمه ده چې دا یو په نړیواله کچه منل شوی حقیقت دی خو زموږ افغانانو لویه بدمرغې دا ده چې له دومره صفا حقایقو سره- سره لا سر نه خلاصوو چې د همدغو مفتیانو په فتواوو سره مو دا څلوېښت کاله کیږي چې په خپل وطن کې د جهاد په نوم تبا کوونکی جنګ روان کړی دی؛ کله چې د همدغو فاحشو مفتیانو او ملایانو څخه اورو چې په افغانستان کې ځکه جهاد فرض دی چې هلته فحشاء ده نو په پټو سترګو یې منو او په ځان و افغانستان دواړو اور لګوو، لکه لګولی چې مو دی او ډېره د افسوس خبره ده چې دا کار مو ډېر په اصطلاح د شعور خاوندان کوي.

د مرحوم داوود خان پر ضد زموږ په اصطلاح مجاهدینو د همدغو شوقي او حسن پرستو لکه مرحوم قاضي حسین احمد، مولانا منور حسین، مولانا سراج الحق، مولانا فضل الرحمن، مولانا حیدر، مولوي عصمت الله، مولوي شیراني، حافظ حمیدالله، مولانا طاهر اشرفي او دا دی نوی- نوي مفتي عبدالقوي غوندې مفتیانو، ملایانو، مولویانو او حافظانو په فتواوو، تبلیغاتو، تشویقونو، وعظونو او شاباسیو سره جهاد پیل کړ؛ دوی د خپل جهاد باني جنرال ضیاءالحق وباله چې هغه د الوتکې لوېدو په یوه توطیه کې له منځه ولاړ نو زموږ مؤمنو مجاهدو لیکوالو هغه د اسلام د لارې لوی شهید وباله، شعرونه یې ور ته ولیکل، عجیبه خو دا ده چې د هغه وخت مؤمن ژورنالیستان لکه د کریم خرم په ډله کې زبیر شفیقي، ف. فایض، عزیز چوپان، وحید مژده او ورته ډېر نور اوس هم چې کله د جهاد حقانیت ثابتوي نو د سند او پاخه دلیل په توګه د ضیاءالحق دا تاریخي شعار لیکي: «جهاد افغانستان دفاع پاکستان» دا زموږ پر ملت د تورې شپې تر ټولو زبردسته نمایندګې کوي.

هیله ده چې نور مو نو د افغان ښاروندانو خاصتاً ځوان نسل سر یو څه خلاص شوی اوسي چې پاکستانۍ دارالافتاوې سمې- دمې فاحشه خانې دي، پاکستانۍ مدرسې صفا رنډۍ خانې دي او د پاکستان ټول دیني مرکزونه له یوې خوا د تروریزم پاخه بنسټونه او له بل اړخه د ښکاره زناوو، لواطتو او هر راز فحاشیو نندارتونونه دي؛ نور باید د دوی په فتواوو خپل ګران او وران افغانستان نور پسې وران نه کړو.

د روښانتیا او ویښتیا پر لور د بدلون په هیله!!!

د یدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۲ مه / پرلپسي ۸۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان۱۳۹۵ /۲/

One thought on “د روحانیت په دنیا کې د فحاشیو تماشې”
  1. د پاکستان مفتیان دې لمړئ خپله د سرخولۍ (ټوپۍ) وساتي بیا دې د اسلامیت داوې وهي۰ د پاکستان د لواطت، غرابت او مردارۍ چینه خپله دا وراسته د انګریز ګوډاګي مفتیان دي۰ کله چې موفتیان هـــلال(سپوږمۍ) په حرامو سترګو کې ګوري نو ټولنې ته به څه اخلاق ورزده کړي۰
    ورک شې پنجاپـیــــه چې په دیــن باندې دنیا ګټې +++ دې پــاکه روژه کې د قـنـدیـل په څیر ګناه ګټې
    څنګ ته دې پـنـټـــي(پطلون) والاماډله کینولې ده +++ تورحجاب، شریعت په پردو ښځو د بل چا ګټې
    وران دې شـــي مـلتان، لاهور، پنجاب، پـیـنـــډۍ +++ هـلـتـه دې (عمران) جـعـلي اُوټونه په رڼــا ګټې
    ومـره کـرغـیــړنـــه دانګریز دشـیـطانت چینـــې +++ تـــه لایـــق د اور ئې دوزخـــــونه خامخــا ګټې
    مړشه اې پښتونه! چې پنجاب ته جي صیب وائې +++ پـاکــو مدرســوکې دې مفتي په څــیـــر ملا ګټې

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *