ضمیر کابلوف

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي، روسیه د افغانستان د سولې لپاره کوم پلان نه لري.

زامیر کابلوف د ترکیې له انادولي خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې روسیه د امریکایانو په شان د نورو هیوادونو لپاره پلانونه نه جوړوي. «موږ دا بد عادت نه لرو.»

ده همداراز وویل، هیواد یې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د دې په خاطر پلانونه نه جوړوي چې له روسیې داسي غوښتنه نه ده شوې. «څه ډول کنفرانس؟ نړیواله ټولن هر کاله پر افغانستان کنفرانسونه جوړوي. موږ د ښو کنفرانسونو مهارت لرو، وروستي دوه یې د هند په امرتسر او د بلجیم په بروکسل کې ول. موږ د کنفرانسونو په جوړولو کې مهارت پیدا کړی، خو موږ له کنفرانسونو د نتیجې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي یوو. هیڅ کنفرانس افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.»

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، سوله باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وشي. ده زیاته کړه، د دې هدف لپاره باید له نړیوال قانون او د روسیې فدرېشن د بهرنۍ پالیسۍ له اصولو سره سم له مسکو څخه رسماً وغوښتل شي.

ده وویل، طالبان او د افغانستان حکومت باید له روسیې غوښتنه وکړي چې «لطفاً داسي کنفرانس جوړ کړئ، موږ غواړو چې ستاسو په مرسته سوله وکړو.»

کابلوف د خپلو خبرو په دوام کې وویل، هیواد یې د افغانستان د شخړې او سولې په اړه تر هغو کنفرانس نه شي دایرولی چې د افغانستان ښکېلې خواوې ورڅخه ونه غواړي. «له موږ څخه تراوسه داسي غوښتنه نه ده شوې.»

افغانستان به ټوټې ټوټې شي

له کابلوف څخه وپوښتل شول چې ایا افغانستان به په راتلونکو دوو لسیزو کې امن وي او که په جګړه کې ښکېل؟

ده وویل، د یو لړ خاصو شرطونو له نه پوره کېدو پرته به په افغانستان کې سوله را نه شي. «که په افغانستان کې د نړیوالو په هلوځلو په درو برخو؛ یعني اقتصاد، ادارې او اردو کې بدلون را نه شي افغانستان به قطعاً راتلونکې ونه لري.»

کابلوف په دوام کې حتي وویل چې که دا درې شرطونه پوره نه شول افغانستان به په راتلونکو شلو کلونو کې سره ووېشل شي. «خو هیله لرم چې دا شرطونه به پوره شي. موږ نه غواړو چې افغانستان وپاشل شي ځکه په هر لحاظ  دا زما د هیواد او ټولې سیمې په ګټه نه دی. دا به خورا تاواني او خطرناک وي. له همدې کبله موږ هیله کوو چې که په افغانستان کې دا درې شرطونه په شلو کلونو کې پوره شول، سوله به رامنځته شي.»

له ده وپوښتل شول چې که په افغانستان کې سوله ونه شوه نو د ټولو جنګ به په دغه هیواد کې ونښلي؟ کابلوف وویل«پړاو په پړاو به دا د ټولو پر ضد جنګ وي خو د دغه هیواد ځینې برخې به ځانونه خپلواک دولتونه اعلان کړي خو دوی به ډېر زیات ناخپلواک یا تړلي وي. ځکه چې د منابعو د نه لرلو له کبله به په ګاونډیانو پوري تړلي وي، دا به ډېر بې خونده او بې رقمه وي، خو باور وکړئ چې یوه لسیزه وروسته به دوی بېرته سره یوځای شي.»

په افغانستان کې د امریکا حضور  

کابلوف په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر حضور اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل، واشنګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا یو تریلیون ډالره لګولي، خو مرسته یې نه ده کړې.

«د ناکامۍ په پای کې د امریکا متحد ایالتونه ولي په افغانستان کې اډې غواړي؟ موږ د دې واضح ځواب نه لرو. بارک اوباما له یوې خوا په افغانستان کې د ځواکونو شمېر کموي، خو له بلې خوا پر افغانانو فشار راوړي. لومړی یې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي او بیا یې پر نوي حکومت فشار راووړ چې دوه اړخیز امنیتي تړون ورسره لاسلیک کړي چې د افغانانو په خاوره کې د ۹ اډو غوښتنه پکې شوې ده. په ترکیه کې دوی یوازې یوه اډه لري خو په افغانستان کې ۹، ولې؟»

له کابلوف څخه وپوښتل شول چې ایا د افغانستان اډې روسیې ته سرخوږی جوړوي؟ ده وویل«بې له شکه، ولي باید چا ته نه وي. ولي په افغانستان کې؟  افغانستان چیري دی او امریکا چیري. که موږ په مکسیکو کې دا کار کړی وای، امریکایانو به ځان ته سرخوږی نه و ګڼلی؟ موږ دا کار په کیوبا کې وړاندې تجربه کړی او په نتیجو یې پوهېږو….»

د پوتین خاص استازي وویل چې پر افغانستان د امریکا یرغل ګڼ هدفونه لرل.  کله چې امریکا په ۱۹۷۹ م کال په ایران کې د انقلاب له کبله پوځي اډه له لاسه ورکړه، امریکایانو د اسیا د پراخې برخې د کنټرول امکان له لاسه ورکړ.

«نو افغانستان یې غوره کړ چې روسیې، منځنۍ اسیا، چین او پاکستان ته نژدې دی. امریکایان له زړه د پاکستان پر اتومي وسلې اندېښمن دي.»

ده همداراز وویل چې په ۲۰۰۱ م کال پر افغانستان د امریکا برید سیاسي او اقتصادي اړخونه هم لري. افغانستان په حقیقت کې د نړۍ د هایدرو کاربون د تر ټولو سترو زېرمو؛ یعني خلیج، کسپین سمندرګي او منځنۍ اسیا ترمنځ پروت دی. افغانستان دغو درو سیمو ته اسانه لار لري.

ده وویل چې روسیې له لومړي سره افغان چارواکو ته له امریکا سر ه د دوه اړخیز امنیتي تړون په وړاندې خبرداری ورکړی و خو افغان چارواکو ورته ډاد ورکړ چې افغانستان به د هیڅ هیواد پر ضد د چا له لوري ونه کارول شي.

2 thoughts on “د روسیې خاص استازی وايي، هیواد یې د افغانستان د سولې لپاره پلان نه لري”
  1. ټول کفار د یوه خره غوږونه یاست ، ددی بدبختیو لامل همدا روسان دی اوس وایی موږ دافغانستان د سولی لپاره پلان نلرو تاسو ته چاویلی چی موږ ته پلان جوړ کړی ولی اوس مو بیا هر څه له سره وتلی دی بیا روسانو لاس اوږد کړی او پاکستان موږ له روسانو وساتو ولی بیرته پنجابیانو پر موږ د ټوپک خولی را تاو کړی او کاش چی دوی مخامخ جګړه کولای بیا به موږ پاکستان ته ویلی وو چی اتوم څه ته وایی ولی مو ږ ټولو د ملا او مجاهد په نامه ګیرورو خراب کړو. اوس زموږ ملایان د ولادیمیر ایلچ لینن تر ګیره لاندی ویسکی او وودکا وهی او غواړی بیا د پاکستان په قومانده او روسانو په ذریعه خپل ورڼه او خویندی ووژنی دا ځل به کریملین نړیګی افسوس چی مسلمانانو بلخصوص افغانان لږ له خبلو مغزو کار اخیستلای وای ډیر به ښه وو بنجابی هیڅ وخت زموږ دوست نشی کیدلای کاش چی په افغانستان کښی داسی سر وای چی کفارو ته یی ویلی وای چی تاسی پوهیږی او دا پنجابی ملایان او زموږ د خاوری وڅی او دا وطن مو په ګډه جوړ کړای وای الله مالک وو پرته د پاکستان له دالو او پاپړو به هم خدای ساتلی وای

  2. دہ امریکا پہ غلامئی کے خو غنی تہ افغانستان یو سُپر پاور خکاری ۔

ځواب ورکول عالمونہ غرکوینہ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *