د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویه ماریه زخاروفوا

تاند- په داسي حال کې چې د مسکو او واشنګټن اړیکې د شوروي له پاشل کېدو او سړې جګړې راوروسته تر ټولو سړې او ترینګلي شوي، د روسیې د بهرنیو چارووزارت وویل چې د امریکايي پوځیانو له لوري د افغان ماشومانو مرګ ژوبلې د اندېښنې وړ دي.

د روسیې د بهرنیو چارووزارت ویندویې (ماریا زخاروفوا) نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل، په وروستیو ۹ میاشتو کې د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵۶۲ ملکیان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ونه ویل چې د کومو څېړنو او ارقامو پر اساس د ايتلافي ځواکونو له لوري د افغان ملکیانو د تلفاتو شمېر اعلانوي.

تر دې مخکې نن د افغانستان د بیارغونې د خاص سرمفتش دفتر په خپل درې میاشتني راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د سږ کال د لومړیو ۸ میاشتو د مرګ ژوبلو شمېر اعلان کړ، ویې ویل چې د ۲۰۱۶ د جنورۍ له لومړۍ د اګست تر پایه ۱۵ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د خاص سرمفتش دفتر په هرو درو میاشتو کې د امریکا حکومت او کانګریس ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل، امریکايي تلویزیون سي این این د یوه سوري ماشوم عکس بیا بیا خپروي او له هغه سیاسي ننداره جوړوي خو په افغانستان کې د ۲۵۶۲ ماشومانو په اړه څه نه وايي چې د دوی په مشرۍ د ځواکونو له لوري وژل کېږي.

دې د خپلو خبرو په دوام کې د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له لوري د وژل شویو افغان ماشومانو شمېر ۶۳۹ تنه وښود، او ویې ویل چې ۱۸۲۲ نور افغان ماشومان ژوبل شوي دي چې دا د دې په وینا تر تېر کال په سلو کې ۱۵ زیات دي.

دې بیا بیا پر لوېدیځو او عربي رسنیو نیوکه وکړه، ویې ویل سي این این، الجزیزه او انډیپینډنټ د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له لوري پر وژنو سترګې پټوي.

One thought on “د روسیې د بهرنیو چارو وزارت امریکا د افغان ماشومانو په وژنو تورنه کړه”
  1. راځی چه لږ انسانی فکر وکړو او هغه دا چه له کلونو راهیسی کله چه تاسی نړی کی دوه قطبه جوړول د ضعیفو ملتونو په وړاندی کومه ناروا او جنایت مو ونکړ، استعمار،استثمار او استحمار ستاسی کار وو ، کودتا ګانی ، اشغال او قتل عام د ملتونو ستاسی کار وو او نن هم هماغه فرعونیت ته دوام ورکوی.
    خو دانسانیت او بشردوستی سره مناسبه لار د تعاون ،همدردی او شفقت لار ده چه انسانیت ورباندی نه شرمیږی بلکه د انسانیت جوهر او ښکلا منحیث اشرف مخلوقات ورکی څرګندیږی
    راځی دغه د تباهی ،زور او فرعونیت لار ،انسانی او د انسانی شرافت د تبارز او خدمت بشریت ته واړوی چه ددی لار مصارف کم ، تلفات او دښمنی هم نلری او دنیا به د شر او نا آرامی پر ځای به خیر او سکون ته سوق او بشریت به په مثبته ساحه کی مسابقه وکړی.
    بد بختانه زموږ د ګاوڼد متعصب او جاهل حکامو په سوریه او عراق کی اور بل ،ملتونه یی تباه او اوس قتل عام یی روسیه او امریکا ته ور دیغاړی کړی ، جاهلی تعصبات تردی حده چه د یو مسلمان ملت ژوند د یو ظالم شیعه او ملحد حاکم لپاره تباه او مفسد او جاهل حکام تری خوند اخلی!!!

ځواب ورکول د.اتل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *