تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون /سې شنبه/ په ارګ کې د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پتروشیف سره وکتل.

ارګ نن وویل چې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو او د تروریزم پر ضد پر جګړه خبرې وکړې.

دا خبرې وروسته له دې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان ولسمشر په پکتیا کې بې له دې چې د روسیې نوم واخلي وویل، هغه هیواد چې تر یو ملیون ډېر افغانان یې وژلي، فکر کوي چې د یوې تروریستي ډلې په ملاتړ به د بلې مخه ونیسي، تېروتنه کوي.

روسیې د ولسمشر غني پر څرګندونو غبرګون وښود، ویې ویل چې داسې اسناد څوک نه شي وړاندې کولی چې ثابته کړي روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.

« دواړو لورو د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه مناسباتو د لا پیاوړتیا، د تروریزم تهدید او پر وړاندې یې د مبارزې، سیمه ییزه همکاریو، اقتصادي، ترانزیتي او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې د ملي امنیت سلاکار د وروستیو پېښو په خاطر د افغانستان له حکومت او ولس سره غمرازي وکړه، ویې ویل چې افغانستان ته د سفر موخه یې د افغانستان مقاماتو او بېلابېلو ادارو سره د روسیې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې دي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار وویل، روسیه د باثباته افغانستان غوښتونکې ده او همدارنګه موږ چمتو یوو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاري وکړو. هغه زیاته کړه، موږ له افغانستان سره د ښو مناسباتو، اړیکو او اقتصادي همکاریو د لا ودې غوښتونکي یوو چې د سولې او ثبات د تامین لپاره ګټور وي.

ولسمشر غني وویل، باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او موږ غواړو چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ د ودې او نورو برخو کې رامنځته شوې اجماع لا پیاوړې شي.

ولسمشر غني وویل، تروریزم نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره یو منځمهاله تهدید دی، نو د دغې شومې پدیدې پر ضد د واحدې ستراتیژۍ له مخې له کوم تفکیک پرته ګډې جدي مبارزې ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، له تروریزم په ځانګړي ډول هغو ګروپونو سره د مبارزې په برخه کې چې افغانستان او سیمه تهدیدوي، د فدراتیفې روسیې تجربې او د معلوماتو شریکول ډېر ارزښتناک دي.

2 thoughts on “د روسیې د ملي امنیت سلاکار له افغان ولسمشر سره د تروریزم پر ضد پر مبارزې خبرې وکړې”
  1. زمونږ ملي ګټې دا ایجاوي چې د خپلو باوري نړیوالو دوستانو په موجودیت ، همکاري او ملګرتیا ساتلو سره د نړۍ له نورو ځواکمنو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې ولرو، هغو ته پراختیا ورکړو او دوي ته دا وخت ورنکړو چې د مغرضو او منافقو ګاونډیانو په خوله زمونږ دښمنانو سره یوځای او یا مرستې ورکړي او یا هم زمونږ له دښمنانو سره ملګري شي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *