تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي، د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله په افغانستان کې خپل پوځي فعالیتونه پراخوي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، زامیر کابلوف د جمعې په ورځ په مسکو کې وویل:«د ۲۰۱۴ م کال له دوبي راهیسي په افغانستان کې د اسلامي دولت فعالیت په فوق العاده ډول زیات شوی دی. د دې ډلې د غړیو شمېر ۱۰ زره تنه اټکلېږي. دا شمېر زیاتېدای شي ځکه چې د دې ډلې شعارونه او زیاتې پیسې د افغان ځوانانو لپاره جذابیت لري.»
د طالبانو حملې په زیاتېدو دي
کابلوف همداراز له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت هلې خلې او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې منځګړتوب بې نتیجې وباله.
«د اوس لپاره د افغانستان حالات خورا ترینګلي او بې ثباته بللی شو، د کوم جدي پرمختګ او ښه والي نښه نه ښکاري. طالبان د حکومتي ځواکونو خلاف له لویو حملو کار اخلي، دوی ولسوالۍ نیسي او د کابل په ګډون په لویو اداري مرکزونو کې تروریستي بریدونه تشدیدوي.»
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي له تاس سره په خبرو کې دغه راز وویل:«سږ کال د معمول خلاف په ژمي جګړه سړه نه شوه. اټکل کېږي چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان به په راروان پسرلي کې په ټول هیواد کې جنګي فعالیتونه زیات کړي، په حقیقت کې دا پړاو عملاً پیل شوی دی.»
سره له دې چې ډېری لوېدیځ چارواکي هم سږ کال د جګړې د لا زیاتېدو وړاندوینه کوي خو کابلوف عموماً د افغانستان په اړه منفي تصویر وړاندې کوي او ډېر ځلي د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو او داعش په قوت اخیستو بېروي.
ده تاس ته ویلي، وسله وال سختدریځي په افغانستان کې د ترکمنستان او تاجکستان په پولو کې ګڼ مېشتو سیمو ته نفوذ کړی او د پولې دواړو خواوو ته یې کړکېچ پارولی دی.
خوشي بد كُوي اپلاتِ والی
په شیدو سوی یخې اوبه هم پو کووي.