لېوال

راپور: عصمت الله بهیر –

۱ د جدې پر ۴- مه څېړندوی عبدالغفور لېوال د استقطاب(پولرایزېشن) تیورۍ په باب لکچر وړاندې کړ، چې د ټولنپوهني و سیاستپوهني په زمینه کې زیاته مؤثره ده.

د استقطاب تیورۍ مفهوم دا دی، چې د هر ایډیولوژیک و سیاسي منفي قطب په مقابل کې باید مثبت قطبونه ایجاد شي یا یې که غواړو یو منفي قطب کمزوری یا له منځه یوسو، باید په مقابل کې یې داسې یو مثبت سیاسي قطب رامنځته کړو، چې جاذبه یې تر منفي هغه زیاته وي چې عامه ذهنیت د منفي قطب له ښکېلتیا څخه راوګرځوي او په خپل ځان کې یې حذب کړي.

استاد لېوال د افغانستان په موجودو شرایطو کې له دغې تیورۍ څخه استفاده مهمه وبلله ځکه دا مهال زموږ په هیواد کې ډېر شمېر منفي قطبونه فعال دي چې له ایجاد او تمویل سره یې پردي لاسونه کار کوي او نتیجه یې د افغانستان تباهۍ ده.

زموږ روشنفکر او وطنپرست ظرفیت باید د دغو پردیپالو منفي قطبو په مقابل کې مثبت او روښان قطبونه فعال کړي او افغانستان په علمي- منطقې ډول له موجود بحران څخه راوباسي.

۲- د جدې پر ۱۱- مه د فلسفې ځوان مین او پوه ولي خان بشرمل د فلسفې پر تاریخ او اهمیت باندې لکچر وړاندې کړ؛ ده په مصر، بابل او یونان کې پر مختلفو فلسفې جریاناتو، تمایلاتو او د هغو پر عواملو رڼا واچوله بیا یې د اسلامي نړۍ پرلار تر ننه پورې د فلسفې پر مزل او لوړو ژورو خبرې وکړې.

1ده د فلسفې افکارو ټول بنیادونه او عوامل مادي وبلل او ویې ویل چې د هر فلسفې باور شا ته یو مادي غرض پروت دی.

بشرمل وویل: چې د نن په متمدنه دنیا کې نه یوازې فلسفې خپل اهمیت بایللې نه دی بلکې لا یې اړتیا زیاته شوې ده ځکه ساینس لا هم نه دی توانېدلی چې د انسان ټولو اړتیاوو ته جواب ووایې او د نویو علمي پرمختیاوو په نتېجه کې انسان له داسې مسایلو سره مخ شوی چې مجبور دی د فلسفې په مرسته حللارې ورته ومومي.

ښاغلي بشرمل د فلسفې د ښه پوهېدا لپاره په یو شمېر فلسفې اصطلاحاتو پوهېده لازم وبلل او فیصله وشوه چې نوموړی به را روانه اونۍ د دغو اصطلاحاتو د تشریح لپاره یو بل لکچر هم تهیه کوي.

One thought on “د روشګرۍ دوه راپورونه”

ځواب ورکول WRANDEZWAAL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *