تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: وروسته له هغې چې ولسمشر دوه ورځې وړاندې د روغتیا د وزیر بودیجوي صلاحیتونه پراخ کړل، اوس په ټولنیزو رسنیو کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست هغو مکتوبونو غوغا جوړه کړې ده چې ښيي، د کورونا د قرنطین یو مرکز ته د چایو یو ترموز په ۵۰۰۰ افغانۍ او یو چپرکټ په ۳۲ زره افغانۍ رانیول شوی دی.

دغه لیست ښيي چې د قرنطین مرکز ته یو توشک په ۴۵۰۰ زره افغانۍ، یو بالښت په ۸۰۰ افغانۍ، یوه کمپله په ۱۲۸۰۰ افغانۍ او یو تلویزون په شل زره افغانۍ حساب شوی او دا هر څه له ۱۴۲ زره افغانیو څخه په زیاتو پيسو د تحویلدار امان الله یو ډاکتر سید تمیم لخوا اخیستل شوي دي.

 د ټولنیزو رسنیو فعالان دغه کار په غوسه کړي دي او دا یې د خلکو له روغتیا څخه د غلا په نوم یاد کړی کار دی.

خو د  عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، وزارت پر دغه موضوع هر اړخیزه څېړنه کوي: (( موږ د کورونا تشخیصیه لابراتوار ته هم مواد اخلو او والي ته مو لارشوونه کړې چې د قرنطین مرکز ته  د توکو اخیستلو په موضوع کې  د فساد راپور راکړي))

د مایار په خبره د دغې موضوع راپور به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

  دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تازه د کابینې په غونډه کې د عامې روغتیا وزیر صلاحیتونه زیات کړي دي او هغه په هر څومره معاش ورکولو، استخدام، د بودیجې مصرف او د لوړ پوړو کسانو په منفکولو کې پوره لاس لري.

 د رسنیو کاروونکي نیوکه کوي چې د عامې روغتیا وزارت د یوې مشخصي مافیاوي او قومي ډلې لاسته لویدلی دی چې د کورونا لپاره ځانګړې شوې پيسې به یې شخصي جیبونو ته ولاړې شي.

6 thoughts on “د روغتیا د وزیر صلاحیتونو لوړېدو سره یو ترموز په ۵ زره او یو چپرکټ په ۳۲ زره افغانۍ شو”
  1. ګرانو ورونو دغه پیسی افغانانو ته د کورونا مرض د زړه سوی او ډیر فقر په خاطر نور ملکونه رالیږی، دغه پیسې خیراتی دی.
    که چیرته دغه کمکی ملکونه ځمونږ د دغه بی رحمه غلاوو څخه خبر شی نو دغه خیراتی پیسی به هم رابندی کړی. او هیواد او خلک به مو په لوی اوبایی ناورین اخته شی.
    مکوی دغه کورونایی غلاوی مکوی، دالله ج په غټ قهر او غظب به اخته شۍ.

  2. جوړ تازه.
    دولت او په خاصه توګه روغتیا وزیر .کرونا څخه لنګه غوا جوړه کړی ده،روغتیا وزیر سره د ریس جمهور د سپی په شان اریانا چوک ته راکش، د نجیب په شان حساب باید ورسره وشی،
    لعنت په داسی دولت چه د ولس ځنکدن په وخت کی هم له ولس څخه غله کوی

  3. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    من لا یرحم ،لایرحم
    څوک چی رحم نکوی ،الله جل جلاله ورباندی رحم نکوی.
    بل حدیث شریف مفهوم دادی چی که دوه طبقی خلک فاسد شی نوټول خلک فاسدیدای شی ،چی هغه امراء او علما دی .
    نوکه امراء (وزیر،رئیس،والی،قوماندان،قاضی،څارنوال اونور ) فاسد خلک،یا خاندانی مفسدین وی، یا هغه تنظیم چی له رهبر تر وړوکی ملیشی پوری فساد پیشه او ملی او اسلامی ګټی نه پیژنی او ورسره د منطقوی استخباراتو شرانګیزی ملګری وی بیا نو داسی کیږی لکه کورونایی غله.
    دبلی خوا،وارثان د انبیاء علیهم السلام هم لادرکه شوی،هغه وظیفه چی الله ج او رسول الله ص دوی ته تعیین کړی،داسی معلومیږی چی په هغی هم معامله شوی یا د شیرچور کورونو ،لوکس موټرو(وسایل سواری متکبرانه چی دین تری منع کړی خونه پوهیږم چی ۳۰زره ډالره تحفه ای ساعت امراء ولی خپل کلکسیون بولی او شخصی کمالاتو کی راولی؟) کوم عالم چی خوله یی پاکه ده ولی دی مورد کی د رسول الله ص هدایات نه ابلاغوی ؟
    آیا رسول الله ص درته ندی ویلی،
    بلغوا عنی ولو آیه
    مقصد می دادی چه فساد ډیر لوی او له امیر تر مادون او له عالم تر طالب ټول ورکی ککړ او ډوب دی نو علاج یی بی له دین څخه چی ریښتونی وارثان په پاکه خوله دینی نسخو باندی علاج ونکړی بله احسن لار چی امتحان او ازمایل شوی وی قطعا نشته
    نودین ته په کمه کتل حماقت دی، کتمان د حق،انجام یی د اور لجام دی ، دعلماوو سکوت د شریعت پټول دی
    قرآنکریم فرمایی:
    ولاتکن للخائنین خصیما
    د خائنانو د پاره دین پریښودل بید ینی ده او دخدای ج ،رسول الله ص او انسانیت سره دښمنی ده
    علما که ويښ او فعال نشی ټول ملت ،امت او بشریت د تباهی خواته ځی بیا خصوصا اوس چی امریکا کی آذان د لودسپيکر نه کیږی ته دلته د خدای او رسول خبره نشی کوی وای پر تا!!! بیا نو نوم دی واړوه

  4. عجیب است که هررروزنشانه ها و شواهد ضعف توآم با فساد وزارت صحت عامه در مدیریت منابع مربوطه و عرضه خدمات این وزارت است آشکارتر میګردد ، معلوم میشود که رهبری این وزارت با مدیریت ورهبری ضعیف و ناقص هم در بخش مالی وهم بشری روبرو بوده است ، بنآ رئیس جمهور باید در مورد رهبری و مدیریت ناکام و آغشته به فساد در وزارت صحت عامه که از چند سال به این طرف ادامه دارد یک تصمیم قاطع بگیرد، همانگونه که به مردم وعده داده شده است که حکومت منتخب به رهبری داکتر اشرف غنی حساب میدهد و حساب میخواهد ، باید حساب های مالی ، مقرری ها ی وزارت صحت عامه و همچنان قراردادهای صدها میلیون دالر با انجیوهای درونی و بیرونی این وزارت در طی ۵- ۶ سال اخیر ، در مرکز وولایات تفتیش دقیق گردد و از همه مهمتر قبل ازین همه اقدامات در مورد تغیر رهبری این وزارت اقدام مناسب و انتخاب لازم صورت گیرد چون پول هنگفتی که همین حالا به این وزارت به خاطر مبارزه با مشکل کرونا تخصیص داده میشوبه صورت شفاف و با
    تعهد
    ملی برای خدمات بهتر و سریعتر مردم غریب کشور مدیریت و نظارت ګردد

  5. سلامونه،
    که د کورونا غلا رښتیا وي ؛جمع نور ټريليونونه خورد و بورد و موردونه!!!
    هغه ځینې ملایان او پیران! خو وايي چې مسلمان ته ښیرا مه کوئ!؟ ،
    خو زه وایم چې د افغان بېوزلي ولس د شهیدو ډاکټرانو ، ناروغانو، مریضانو او خصوصاََ د بیګناه شهیدانو د وارثانو کوڼډو، یتیمانو، یسیرانو ،و الدینو او…. آهونه او د زړونو دردونه به خدای تعالا حتمن آوري او ګوري ،نو د همدې کورونا په وسیله دې له غلو، کاتیلانو، غاصبینو، مفسدینو،فاسقینو، مغضوب علیهم او ضاللین څخه انتقام واخلي ؛ په آخرت خو به حتمن د دوی ځای اسفل السافلین وي ، او په برزخ کې به د ټللو پاټکیانو ، ظالمینو او تش په نامه راهبُرانو او تش په نام غهرمانانو ! څه حال وي ؟؟؛ خو لوی خدای دې دا کورونا ګان د پورتنیو ګروهکانو، ډلو ټپلو په … ڼنه باسي او بیا دې افغان ولس د سګپرستانو او ابلیسو دا نورو له احتیاجاتو په خیر خلاص کړي . آ د رجب طیب ایردوغان خبره ( که د نړۍ مسلمانان زکات ورکړي ، مفلس درنمیماند!) . درنشت.

  6. سلام
    له بده مرغه د کړونا توفان ، تباهی او مصیبت دفساد او ااختلاس تر څنګ له سالم عقل او سوچ اوړی ولی دې نه اوچته بد مرغی زموږ
    پهمسلمانه تولنه کې داده چې مجرم ،قاتل او وژونکی ، ناکام او دسهامی شرکت صورت او مخرج ، د بن معاهده چیان لا هم دکرونا په ډول
    هره کوڅه کې دخپر ېدو په حال پاتې دی چې نه درمل لری او نه واکسین لری
    زموږ د تلویزیون دلافو اوپټاکو صنعی او کاپی شوی پرواګرامونه لکه : کاکتوس ، د نجیبې بنډار، ،درقاب ګفتګو ، افغان ستارز، لبخند ا وریشخند نور……… په نوم چې هیڅ فرهنګی او کلتوری اړخ نه لری زموږ د ولس له یتیمانو ، کونډو ا و رنډو ، فقر او حالت سره تړاو نه لری ښه به نه وه چې اسلامی ،روغتیایی ، زراعتی ، سیانسی ا و حرفه یی لند مهاله او اوږد مهاله تر بیتی پروګرامونه وی چې نشته تاسې وګوری چې دادول سلیقوی جامی او ظاهری خان ښودنې د بالیوود مثال نه لری دهنرپه نوم له چا سره محاسبه وکړو ؟
    داخبره ما خکه وکړه چی نن به زموږ دتولنې ذهنیت اوعامه بو ها وی د کرو نا به وړاندی اوچته وه چې حیاتی ارزښت لری
    دادیر مقتدر، کلک ، او مسلمان ولس دی دیر اوچت عام او غیرتمن رجال او شخصیتونه لری

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *