تاند- په داسي حال کې چې د روښنايي غورځنګ او ایران د اړیکو په اړه شکونه مخ پر زیاتېدو دي، دغه غورځنګ نن /چهارشنبه/ وویل چې د کابل د شنبې د ورځې د حملې په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي د څېړنو پایلې نه مني.

د چهارشنبې په ورځ د روښنايي غورځنګ په لاریون کې چاودنو او انتحاري بریدونو شاوخوا ۸۰ مظاهره چیان ووژل او ۲۳۱ نور ژوبل کړل.

له دې پېښې وروسته، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، د ایران دولتي رسنیو او د روښنايي غورځنګ د داعش پر لاس لرلو شکونه څرګند کړ او حکومتي کړۍ یې په دې پېښه کې په لاس لرلو تورنې کړې.

لویې څارنوالۍ د روښنايي ِغورځنګ د غړیو په شمول د بې پرې کسانو له لوري د پېښې په اړه د څېړنو اعلان وکړ.

خو د روښنايي غورځنګ دوو مشرانو احمد بهزاد او داوود ناجي نن په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل چې دوی د خپلو سلګونو ملاتړ کوونکو له وژل کېدو او ټپي کېدو وروسته حاضر نه دي چې له خپلو غوښتنو شا ته شي.

ناجي وویل«زموږ د غورځنګ له نظره حکومت د شنبې د ورځې په چاودنه کې تورن دی او موږ د هغه کمیسیون د کار نتیجه نه منو چې غړي یې حکومت ټاکلي وي، د دې پر ځای موږ د یوه نړیوال تخصصي کمیسیون له لوري په دې برخه کې د څېړنو غوښتونکي یوو.»

ناجي دغه راز ادعا وکړه چې د مظاهرې په ورځ د دهمزتګ چوک په شاوخوا ودانیو کې مشکوک کسان لیدل شوي دي.

ده همداراز وویل« له چاودنې وروسته د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد له یو شمېر نورو چارواکو سره راغی او موږ ته یې وویل چې له دې ځایه لاړ شو چې د جرم نښې ورکې نه شي خو دوی یو ساعت وروسته په اوبشیندو موټرو د پېښې ځای ومینځه او د جرم نښې یې په خپله له منځه یووړې.»

جنرال مراد علي مراد په خټه هزاره دی.

ناجي ټینګار وکړ چې د روښنايي غورځنګ به له خپلو غوښتنو تېر نه شي او پکار ده چې حکومت د ترکمنستان برېښنا د بامیان له لارې تېره کړي.

د روښنايي غورځنګ یوه غړي محمد عارف رحماني، چې په ولسي جرګه کې د غزني استازی دی، ویلي چې ځیني مظاهره چیان په مرمیو ویشتل شوی دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې هر تروریست نژدې ۴ کیلو ساچمې او ۷ کیلو چاودېدونکي مواد په ځان پوري تړلي وو چې له چاودنې سره سم ساچمې پر خلکو ولګېدې.

3 thoughts on “د روښنايي غورځنګ د حقیقت موندنې پلاوی څېړنې نه مني”
  1. ایران پلوي تیارې خپرونکی غورځنګ نه غواړی په هیواد کې اقتصادی او اجتماعی پرمختګ راشی . له همدې کبله دوی د افغانستان په مرکز کابل ښار کې رنګارنګ دسیسی او توطیی جوړوی ، غونډې ، مظاهرې ، انفجار او د ځوانانو وژل د همدې مقصد لپاره ترسره کوی ، ترڅو له ترکمنستان نه د برښنا انتقال د افغانستان له لارې متوقف او بیا د ایران له لارې هغه پروژه عملی شې ، ځکه د دې پروژې په عملی کیدو سره د افغانستان د اقتصادی پرمختګ لویه برخه په تحرک او خوځښت راځي. ایران پلوه تش په نامه غورځنګ له ایرانه پیسې اخلی او د هغوی په وسیله مظاهرې جوړوی ، بیکاره ځوانان له لرې سیمو نه راغواړي ، موټر او وسایل ورته کرایه کوی تر څو دې شومو اهدافو ته ورسیږی.
    بهزاد ، عارف ریخمانی او داود ناجی غواړی پدې توګه ځانونه له څارنوالی تعقیب نه خلاص کړی ترڅوی د دوی د جرم د ثبوت مخه ونیول شی.
    د افغانستان دولت او امنیتی ارګانونو ته لازمه ده ، داسی ملی مسایل جدی تعقیب کړی او په قضیه کې ښکیل کسان ډیر ژر ونیسی.

  2. زه خو وایم چه یو پلاوی دی له ایران څخه ورته راوغواړی چه د دوی اعتماد حاصل شی کا د قم څخه څوک پیدا کړی لا به ښه وی. بله چاره نشته. اوس خو له دی خلکو څخه ځانونو ته پلاران جوړ کړی دی.

  3. ایران پلوي تیارې خپرونکی غورځنګ نه غواړی په هیواد کې اقتصادی او اجتماعی پرمختګ راشی . له همدې کبله دوی د افغانستان په مرکز کابل ښار کې رنګارنګ دسیسی او توطیی جوړوی ، غونډې ، مظاهرې ، انفجار او د ځوانانو وژل د همدې مقصد لپاره ترسره کوی ، ترڅو له ترکمنستان نه د برښنا انتقال د افغانستان له لارې متوقف او بیا د ایران له لارې هغه پروژه عملی شې ، ځکه د دې پروژې په عملی کیدو سره د افغانستان د اقتصادی پرمختګ لویه برخه په تحرک او خوځښت راځي. ایران پلوه تش په نامه غورځنګ له ایرانه پیسې اخلی او د هغوی په وسیله مظاهرې جوړوی ، بیکاره ځوانان له لرې سیمو نه راغواړي ، موټر او وسایل ورته کرایه کوی تر څو دې شومو اهدافو ته ورسیږی.
    بهزاد ، عارف ریخمانی او داود ناجی غواړی پدې توګه ځانونه له څارنوالی تعقیب نه خلاص کړی ترڅوی د دوی د جرم د ثبوت مخه ونیول شی.
    د افغانستان دولت او امنیتی ارګانونو ته لازمه ده ، داسی ملی مسایل جدی تعقیب کړی او په قضیه کې ښکیل کسان ډیر ژر ونیسی

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *