تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د رویټرز خبري اژانس د دفتر مشره نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې مړه وموندل شوه.
پولیس وايي، د دې وژل شوي خبریالې ماریا ګلوفینیا، چې اصلاً روسۍ ده، مړی په هغه کور کې وموندل شو، چې د دفتر په توګه یې ورڅخه کار اخیست. خو رویټرز خبري اژانس بیا د ماریا د مړینې په اړه بل څه ویلي.
د روغتون ډاکتران وايي چې د ماریا په بدن کې یې د شکنجې نښې نه دي موندلي خو مړی به یې یو وار بیا عدلي طب ته واستول شي څو د هغې د وژل کېدو یا مړینې دقیق علت څرګند شي.
ماریا وروسته له دې وژل کېږي چې د پاکستان د پوځ له لوري خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو لومړنی راپور رویټرز خبري اژانس افشا کړ.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل دفتر د مشرې ماریا پر مړینې یې سخت ټکان خوړلی دی. دا بې هوشه وه، امبولانس کلثوم نړیوال روغتون ته بیوله، خو ډاکتران ونه توانېدل چې هغه له مرګه وژغوري.
ماریا ۳۴ کلنه وه. او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ میلادي کال په توکیو کې له رویټرز خبري اژانس سره یوځای شوه. دې په لندن، سینګاپور، مسکو، افغانستان او عراق کې کار کړی دی.
په ۲۰۱۳ میلادي کال د افغانستان او پاکستان د دفتر مشره وټاکل شوه.
پاکستان نه یوازې د منطقې بلکې د نړۍ په کچه یو بې ثباته هیواد دی او هلته هرڅه پېښېدلای شي
This is all done by the dirty paki agencies… this matter shall be taken seriously for the matter of Reporters and Humans safety… Pakistan is crossing all the limits of humanity