دغه درې تنه طالبان د سولې او پخلاینې په یوه کورس کې د ګډون لپاره په بټه اسلو ته رسول شوي دي ، د ناروې حکومتي تلویزیون  نن ۲۵/۰۳/۲۰۱۵ وویل درې تنه طالبان په مستعارو نومونه په اسلو کې یوې پوځي اکاډمۍ ته رسول شوي دي او په هغه کورس کې يې برخه اخیستې چې د پخلاینې او سولې په تړاو جوړ شوی ؤ.

راپور وايي په دغه کورس کې د افغانستان د حکومت ځینو چارواکو هم برخه اخیستې او دواړو لورو د سولې پر موافقتنامو او د اوربند د څرنګوالي په هکله زده کړې کړي دي.

د دغه راپور په بنسټ کابو دوه اونۍ مخکې درې تنه د توریستانو په بڼه د اسلو ګارډمون هوايي ډګر کې کوز شول دغه کسان چې د ناروې د حکومت په بلنه اسلو ته راغلي دي د طالبانو استازیتوب کوي .دغو کسانو یوه اونۍ د افغان حکومت له استازو سره په یوه کورس کې تیره کړې ده.

د ناروې حکومتي تلویزیون وايي دغه خبر بیلابیلو سرچینو تائید کړی دی.

دغه کورس د بیلابیلو هیوادونو استازو ته جوړیږي او هدف ېې د موافقتنامو لوستل او پرې پوهیدل دي .

په دغه کورس کې استازي له یو بل سره خبرې کوي او د کورس د جوړونکو له لوري مشاوره ورکول کیږي چې څنګه له مقابل لوري سره موافقې ته ورسیږي.

د کورس مشري د ناروې د خارجه وزارت یو چارواکی بورډ ګلاډ پیټرسن په غاړه لري.

د ناروې تلویزیون زیاتوي کورس په هغه پوځي مرکز کې جوړ شوی دی چې پکې هغو نارویژي عسکرو ته مډالونه ورکړل شوي دي چې له طالبانو سره په جګړه بوخت ؤ.

راپور د دغو کساانو د هویت په هکله لیکي چې له دواړو لورو سره موافقه شوي چې د استازو نومونه به نه په ګوته کیږي.

په ۲۰۱۳ کال کې هم ناروې له طالبانو سره د سولې په برخه کې هلې ځلې کړې وې.

4 thoughts on “د رې تنه طالب چارواکې په مستعارو نومونو اسلو ته بلل شوي دي”
  1. یقین مې نه کیږي ځکه چې طالبان ډیره مضبوطه پالیسي لري په جرګو مرکو کې ترهرچازیاته تجربه او پوهه لري

  2. طالب لا د پخوا د انګریز زوی و او د هغوی د لاس اله وه او د هغوی له خوا تسلیح او تمویلیدو. اوس یی په ښکاره وښوده چی د هغوی رشتینی لاسپوڅی او شاګرد دی چې افغانان وژني اوس ورته د سولی د راتلو چل هم زده کوي.

    تو لعنت په داسی زامنو

  3. وروه دا دچل زدکړی خبره درسته ده چی انګريز په هر جامه کی موږ ته خپل خلک تربيه کوی.

ځواب ورکول ګلاپ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *