په دې وروستیو کی دزابل دملي پولیسو لخوا څخه دخلګو سره ښه اړیکی درلودل د خلګو پرمخ دقوماندانۍ دروازه خلاصون)، دخلګو په زړونو کی ځانګړی ځای نیول، دبی کناه خلګو خوشی کول، داداری او اخلاقی فساد مخنیوی، دامنیت راوستل، دنشه یی توکو لمنځه وړل، دبیان ازادي ته پوره ژمنتیا ، زابل میشت ځوان افسرانو ته دکار زمینه برابرول او پرلوړو دندو ګمارل، دپولیسو ظرفیت
لوړول او دهغوی دکړنو په اړوند عامه پوهاوی غونډی او پروګرامونه جوړول هغه څه دي چی دزابل ولایت دخلګو پرژوند یی مثبت تاثیر کړی دی او اوس خلګ د دی ولایت دپولیسو څخه زیات خوښ دي.

پدی وروستیو کی یو شپږ کسزه دوسله والو غلو ډله چی دوه صرافان یی په چړو ووهل او وروسته یی ورڅخه ۱۳۰۰۰۰۰ دیارلس لکه کالداری، ۱۰۰۰۰۰ یولک افغانۍ او ۱۰۰۰ امریکایی ډالره واخستلی او په تیښته شول چی دزابل دملی پولیسو لخوا دمرکز کلات اړوند دجلدک په سیمه ونیول شول او دهغوی څخه بیرته یادی پیسی واخیستل شوی او یادو دوه صرافانو ته ورکړل شوی ، او دغه شبږ کسیزه ډله په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاتوی چی دوی دزابل ترڅنګ په نورو ولایتونو کی هم فعالیت درلود .

دپولیسو تردغه کړني وروسته، دزابل زیات شمیر صرافانو او قومی مشرانو دامنیه قوماندان او ملی پولیسو دغه کړنه وستایل او دمرکزی دولت څخه غوښتنه وکړل چی دزابل پولیس باید مکافات شی.

دیوه ځوان په توګه، دملی پولیسو دغه کړنه ستایم او هرهغه څوک چی دخلګو خدمت کوی، باید مکافات شی .

2 thoughts on “د زابل امنیه قوماندان باید وستایل شي! – احمدولی سرحدی”
  1. هو قوماندان صاحب تکړه سړی دی الله دی نور هم د ښه خدمت توان ورکړی الله دی تل ژوندی او اباد لری همدا خلګ د وطن شتمنی ده

ځواب ورکول shahnawaz kakar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *