خبریال: میرویس جلالزی – افغان پولیسو ومنله چې په زابل ولایت کې د لسګونو بهرنیانو کورنۍ مېشتې شوي دي.
زابل ته د دغو بهرنیو کورنیو د ورتګ خبره په داسي مهال را پورته کیږي چې د امریکا او متحدینو جنګي ماموریت یوازي څو ورځي دمخه په افغانستان کې پای ته ورسید.
پرون رسنیو وویل چې د زابل څو ولسوالیو ته د عربو په ګډون د بیلا بیلو ملکونو یو شمیر کورنۍ ورغلي چې هدف یي نه دی مشخص.
پر هغه مهال داسي ګنګوسي وې چې ګواکي دا کورنۍ د سختدریځو هغو دي لیکن په رسمي توګه دا خبر چا نه وو تایید کړی.
د یکشنبې په ورځ د زابل امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني وویل چې ناوې ولسوالۍ ته ۷۰۰ کورنۍ ورغلي چې نږدې ۷۰ هغه یې د عربو دي.
هغه دغه کورنۍ د جنګیالو طالبانو وبللي.
د جنرال روغ لیوني په خبره په تیرو څو ورځو کې د بهرنیو سختدریځو کورنیو د خاک افغان، دای چوپان او ارغنداب ولسوالیو ته ورکډه شوي دي.
ده وویل چې دا نه شي تاییدولی چې دا کسان د داعش غړي دی او که نه دي.
په همدې حال کې د زابل ولایت یو شمیر وکیلانو هم د دغو عربو، چیچنیايی او پاکستاني طالبانو او د هغوی د کورنیو د را کوچیدو خبر تایید کړی دی.
هغوی وايي چې دا په افغانستان کې د داعش ډلې د تحرکاتو پیلامه ده او باید ژر تر ژره یې مخه ونیول شي.
جنرال روغ لیونی وايي دوی به ژر تر ژره په دې برخه کې اقدامات وکړي.
په همدې حال کې له هلمند څخه هم خبر را رسیدلی چې کجکې ولسوالۍ ته نږدې د داعش په څير ورته ډله رامنځ ته شوې چې له افغان طالبانو سره په خونړیو نښتو اوښتې ده.
د هلمند سرچینې وايي چې په لسګونو کسان له دواړو غاړو په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط وویل چې د دغې ډلې مشري ملاعمر ته نږدې یو کس کوي چې اوس د طالبانو له ډلې بیل شوی دی.
د هلمند ولایتي چارواکو ویلي چې کجکي ته نږدې د وسله والو طالبانو په خپل منځي نښته کې په لسګونو تنه له دواړو لورو مړه او ژوبل شوي دي.
خدای دې زموږ پر ګران هیواد افغانستان اوپر افغانانو ورحمیږې. ځکه چې دډیرو مشکلاتو اودسیسو سره مخامخ یو.