زابل- افغانستان /په ډيری خواشینی سره موخبرترلاسه کړچی دزابل ولایت قومی مشر دکوچیانو مخور اونفوذ لرونکۍ استازۍ دزابل ولایت دسولی شورا دولایتی کمیټې مخکنې ریس اواوسنۍ غړی الحاج محمدرسول کوچی دهیواد دبی دفاع وګړو دبی رحمه قاتلانو په مټ په مرکز کلات کی په شهادت ورسید.انالله وانا الیه راجعون ط

پیښه نن شاوخوا دری بجی هله رامنځ ته شوی کله چی محمد رسول کوچې غوښتل دکلات په نوی ښارکی دنوموړی دنوی جوړیدونکی کورڅخه لیدنه وکړی،

شهید محمد رسول کوچی دافغان جهاد پرمهال دمطرحو مجاهدینو دجملی څخه ؤ،چی داسلامی نظام تربریا په میړانه وجنګید اوخپلی خاوری اوپه ځانګړیتوګه زابل ته یی دافتخاراتو دراوړلو سربیره داسلامی  نظام ترجوړیدوغازی راووت.
دافغانستان داسلامی جمهوریت راهیسی تردی مهاله دنظام دستنو دټینګښت په موخه دهیڅ راز هڅي اوهاند څخه یی دریغ ندی کړی دولایتی اداری سره پوره همکار اودخپلو خلکو یو واقعی خدمتګارؤ.

ښاغلی کوچی شاو خوا یو کال دسولی دولایتی کمیټی ریس پاتی شو دی،او تردی مهاله یی دسولی په لاره کی دیادی کمیټی دغړیتوب دلیاری خپلی هڅي دزابل دمرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کی جاری ساتلی وی،
پدی وروستیو کی دحج دفریضی څخه راستون شوی اوتردی مهاله یی لا هغه میلمانه کوم چی دنوموړی ستړی مشی ته راتلل لا خلاص شوی نه ؤ،
چی نن دخپلی نوی جوړیدونکی کور چی دمرکزکلات دمیزانی اډي نومی سیمی کی ترکار لاندی دی په مرموزډول شهید وموند ل شو.ښاغلی کوچی ددی سیمی اوپه ځانګړیتوګه دکوچیانویو منل شوی مشرؤ،چی شهادت اوتشه یی ستره ضایعه ګڼل کیږې،
دیادونی ده چی تروریستانو دسیمی څخه خپلی پښی سپکی کړیدی او تردی مهاله لاهم جوته نده چی څو بجی په نوموړی سیمه کی په شهادت رسیدلی دی.
امنیتی ځواکونه هڅه کوی چی په هرقیمت وی دشهید کوچی ظالم اوبی رحمه قاتلین وموندی اودعدالت منګلوته یی وسپارې.
دزابل ولایتی اداره په ځانګړی توګه دولایت والی الحاج محمداشرف ناصری اومرستیال والی ښاغلی رسولیار داپیښه په کلکو ټکو غندی کورنۍ ته یی دجمیل صبر ترڅنګ هڅه کوی چی دمظلوم اومعصوم کوچی دشهادت عاملینوته به دپيژندلو او موندلو وروسته  انشاالله ورته سزا ورکړل شې.

One thought on “د زابل دسولی شورا پخوانی ریس اوا وسنۍ غړی ووژل شو”
  1. وروڼو ! دافغا نا نو دمشرانو شها دت څه نوې خبره نه ده. دا وژنه د۱۳۵۷ کال دغوایې د ۷ نیټې څخه دنور محمد تره کې په لاس را شروع ده تر نن ورځې پورې صرف دغه فرق یې سته چې په لومړې وار دخلقیانو او پرچمیا نو په لاس دشورویا نو په هدا یت او لار ښونه وو دا قتلونه او نن ورځ دا وژنې دپنجا ب دلاس پوڅو په لاس د پنجا بیا نو په لار ښوونه تر سره کیږې . برنا مه او پروګرام یو دی.

ځواب ورکول عبدالله هیواد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *