د زابل ولایت د کارټولنیزو، شهیدانو او معلولینو د ریاست چارواکي وايي چې په تېرو څلورو ورځو کي يې زر تنو روژه تیانو د روژه ماتي ډوډۍ ورکړې ده
د یاد ریاست رییس محمد رسول عزیز وايي چې دغه زره تنه چې هره ورځ به ۲۵۰ تنه میلمانه و د کلات ښار د بیلابیلو برخو اوسیدونکي و
نوموړي زیاته کړه د روژې د مبارکي میاشتي د درنښت، د خلکو او دولت تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او عامو وګړو په منځ کې د موجودو ستونزو د له منځه وړلو په موخه یې دغه پروګرام عملي کړ.
عزیز زیاته کړه چې د روژه ماتي د دغه پروګرام د عملي کولو په برخه کې ورسره د کریټیو په نامه یوې نا دولتي موسیسې هم مرسته کړې وه.
د کار او ټولنیزو چارو رییس وايي چې د هر تن د روژه ماتی مصرف شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې وي او کوښښ شوی و چې له صحي لحاظه د ښه کیفیت لرونکې وي.
د دغو روژه ماتو یو تن ګډونوال حکیم الله وايي چې دا ډول پروګرامونه خلکو ته په اثبات رسوي چې دولت او مرستندویه ټولنې اسلامي مقدساتو او د خلکو مذهبي ارزښتونو ته درناوی لري
نوموړي زیاته کړه چې که دولت له پیل څخه دې برخې ته پاملرنه زیاته کړې وای نو اوس به یې له ولس سره فاصله دومره زیاته نه وه.
عبدالحکیم غوښتنه وکړه چې باید په راتلونکي کې هم دا ډول پروګرامونه پلان شي.
دا لومړی ځل دی چې په زابل ولایت کې د روژې په میاشت کې د خلکو لپاره د روژه ماتي دا ډول پروګرامونه جوړیږي.

2 thoughts on “د زابل د کار او ټولنیزو چارو ریاست زر تنو ته روژه ماتی ورکړ”
  1. نباید که کاری خورد راکه می کنیم به نمایش دهیم خیرات او خیرات است که به یک دست داده شود دستی دیگر خبر نشود

ځواب ورکول عبدالولی پسرلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *