۱۳۹۵ل کال ، د سنبلې ۱۱ مه

د زرمت د ځوانانو ټولنې غونډه کې د زرمت ځوانانو، محصلينو، استادانو، روڼ اندو، د قلم خاوندانو او مشرانو پر هر هغوستونزو خبرې وکړې چې زرمت ولسوالۍ له تېرو پنځلسوکلونو راهيسې ورسره لاس او ګریوان دی.
د ستونزو پر حل لارو بحثونه وشول او په پای کې نوموړې شورا له مرکزي دولت څخه دا غوښتنې وکړې.

۱- د زرمت ولسوالۍ ټول سرکونه خام دي:

تر اوسه پورې ورته هیڅ پام نه دی شوی، له مرکز سره د نوموړې ولسوالۍ اړيکه پرې ده او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ دي هر څومره ژر چې کیدای شي، دولت بايد د دې ولسوالۍ سرکونو جوړولو ته پام وکړي.

۲ : د زرمت د معارف حالت ځورونکی دی:

ښوونځي يې معياري ودانۍ نه لري درسي سيستم يې هم په ټپه ولاړ دی او پر وخت رسیدل ورته ډېر ستونزمن دي.

۳- جګړې او په جګړه کې د ښکېلو غاړو لخوا درنو تلفاتو عام ولس ترپوزې رسولي دي ملکي تلفات، فزيکي او اروايي ناروغۍ زياتې شوې دي،د مور او ماشوم مړينې،توبرکلوز، سرطاني، انتاني، ساري او نورو ناروغيو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی که د زرمت امنيت او روغتيايي خدمتونه ښه نشي، د يوه لوی انساني ناورين د رامنځته کیدو وېره ده.

۴- د ناوړه درسي کيفيت له امله زرمتي محصلين لوړو پوهنځيو، پوهنتونونو او د بهرنيو هیوادونو پوهنتونونو ته لاره نشي موندلی په پوهنتونونو کې زرمتي استادان د لوړو زدکړو (ماسټرۍ او دکتورا)بورسونو ته لاسرسی نه لري نور فارغ کادرونه يې له مناسبو دندو بې برخې دي له دولت څخه په دې برخه کې د ځانګړي پام غوښتونکي يو.

۵ – زرمت د پکتيا د ټولو ولسواليو په پرتله تر ټولو پراخه او هواره ولسوالي ده، چې ښايسته حاصلخیزه ځمکه لري د زرمت په غرونو کې په ګويانه، درنګ کني اومکاوه نومي ځايونو کې د اوبو ښه بندونه جوړېدای شی او په زرګونو هکټاره ځمکه خړوبولای شي. دولت بايد د دغو بندونو د جوړولو او له بزګرانو سره د مرستو له لارې د زرمت د ډاګونو په زرغونولو او د بیلابیلو کښتونو د پياوړتيا په برخه کې لازم ګامونه واخلي.

3 thoughts on “د زرمت د ځوانانو ټولنې اعلاميه”
  1. دولت نور باید دملت په سر درحم لاس تیر کړی او دزرمت مشکلاتو ته دسره کتنه وکړی په اعلامیه یاد مسایل واقعا د دتوجه وړ دی

  2. زرمت چې دپکتيا ولايت دنفوسو نيمه برخه تشکلوي او همداراز دمساحت له لو ري دټولې پکتيا دريمه برخه مساحت دزرمت ده خو له به مرغه دزرمت ولسوالي ته ريښتيا هم دبيا رغونې اوزراعت په برخه کې ددولت له لوري هيڅ ندي شوي .دا چې بايد ډير څه ورته وشي دچارواکو دپام وړ.

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *