ژباړه: حمیدالله حمیدي

زعفران د نړۍ له تر ټولو ګران بیه ګل دی چې د روزلو او ټولولو نږدې ټول کارونه یې په لاس ترسره کېږي.

زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازګې له منځه وړي او په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخه نیسي. که غواړئ ذهني ارامتیا  ولرئ، زعفران وکاروئ.

له دې سره سره زعفران اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخه نیسي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي.

که له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي، هضم اسانه کوي، معده قوي کوي او دردونه یې له منځه وړي.

زعفران بدني ستړیا او خپګان له منځه وړي.

پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته خوشالوونکی او خوښۍ راوړنکی نوم کارول شوی دی.

د څېړنو پایلو ښودلې چې په ورځني ډول باید له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي او یا هم یوه پیاله د زعفرانو چای وڅښل شي؛ ځکه عصاب پیاوړي کوي.

زعفران د الزایمر او پارکیسون ناروغیو مخه نیسي او تمرکز قوي کوي. که عصبي دردونه لرئ او یا هم له بې خوبۍ ځورېږي، نو زعفران یې اصلي درمل دي.

کله چې انسان زړېږي نو په تدریجي ډول یې د ليد حس هم کمزوری کېږي، خو نوو څېړنو ثابته کړې چې زعفران کولای شي هغه سلولونه له سره ترمیم او بیا ژوندي کړي چې د لیدو په حس کې مرسته کوي.

دغه راز زعفران هغه قهویي ټکي او خالونه له منځه وړي چې د عمر خوړلو کسان د لاس په پوستکي کې پیدا کېږي.

د زعفرانو سرطاني ضد ځانګړنې

زعفران د تومور او سرطاني ناروغیو ضد ځانګړنې لري او په بدن کې ازاد راډیکالونه له منځه وړي. څېړنو ثابته کړې چې په زعفرانو کې شته انتي اکسیدان په بدن کې د سرطاني ناروغیو مخه نیسي.

د زعفرانو زیانونه

په هېڅ څه کې هم افراط نه دی په کار؛ که د زعفران په خوړو کې هم افراط وشي زیانمنوونکې پایلې لري. په زیاته کچه د زعفرانو کارول د خوابدۍ، د زړه د ضربان د زیاتوالي، سر ګنګسۍ، له پزې او شونډو د وینې بهيدنې، بې حالۍ او ژېړي سبب ګرزي چې ان کله کله پر مرګ هم تمامېږي.

9 thoughts on “د زعفرانو روغتیايي ګټې”
  1. سلام
    یوه بله یادوه چی ما مخکی په بله لیکنه کښی لیدلی وه امیدواره میرمنی باید دزعفرانو داستعمال څخه ډډه وکړی ځکه چی تاوان ورته رسوی
    په درناوی

  2. ځینو ورونو ته ځینی معلومات

    په یاد مو وی چه دزعفرانو په استعمال سره دنارینه شوق سل فیصده ښکته ځی، او دښځو شوق سل فیصده پورته ځی

    هغه ګولی یا تابلیت چه په خپل ترکیب کی زعفران ولری، دحکومتونو لخوا عسکرو ته په دی خاطر ورکړل کیږی چه کورودانی یی ژر په یاد نشی اود ډیر رخصت څخه پرهیز وکړی.

    او دپوهنتون محصلینو ته هم کله کله ورکول کیږی په دی خاطر چه خپل درس ووای، اودنورو بیځایه فکرونو څخه خلاص شی.

    په لنډ ډول زعفران دنارینه هورمون کموی مګربرخلاف دښځو هورمون زیاتوی

    دزعفران دګل په مینځ کی دنارینه آله یا سټیمن وجود نلری ، فقط یواځی ښځینه آله یا سټیګما لری، نوهمدغه وجه ده چه زعفران تخم نه لری بلکه غوټه یا بلب لری، کله چه دزعفران یوه غوټه وکرل شی نو دحاصل په وخت کی به دری یا څلور
    غوټی تولید کړی

  3. زعفران خو رښتیاهم ګټورګل اوهم دواده خوکاشکی دادولت دافغانستان دهقانانواوځمکه والوته دزعفران اونوروداسی قیمتی توکو تخمونه ورسوی تر څو دتار یاکو دکښت څخه خلاص شی .اودابه دمخدره موادودکښت پر ضد ښه مبارزه وی .

  4. Der sha malomat dak aw yaw lazh toki ham paki sta.Kawalai si che yaw sok da da zafrano moasara mada ( active ingredient) pa hakla ham malomat rakri, zaka dasi shkari che Zafran da har dard dawa da aw hata da askaro aw noro narinawo da jensi mailan pa kamawoloki ham tasir lari che dera mohema khabara da.Pakhwa ba ey Broom ya Barium nawi mada askarota workawal aw ya ham Kinin che jensi mailan kshta ki

  5. څوک چې يو پښتورګی ولري، هغې ته زعفران ګټه کوي او که تاوان.
    او بله دا چې په ورځ، په اوونۍ او په مياشت کې څومره وخوړل شي.
    مننه
    که معلومات راکړئ، خوشاله به شو.

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *