تاند- د مالیزیا پولیسو هغه سړی نیولی چې ادعا یې کړې وه، د دغه هیواد په صباح ولایت کې وروستۍ زلرله په دې ولایت کې د نایټ کلبونو د موجودیت له کبله شوې ده.
تر دې مخکې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي و چې د ښځو له لوري د پتلون اغوستل د زلزلې سبب کېږي.
د فضل الرحمن په دې خبرې پوري په پاکستان او نورو هیوادونو کې ډېرو خلکو وخندل او پراخ عکس العملونه یې وپارول.
د مالیزیايي رسنیو د راپور له مخې، پولیسو هغه ۲۲ کلن ځوان نیولی چې په صباح ولایت کې یې د جمعې د ورځې زلزله له نایټ کلبونو سره تړلې وه.
تر تېرې شپې پوري په زلزله کې د ۱۷ تنو مړي موندل شوي او لا هم څو تنه بې درکه دي.
دا زلزله چې قوت یې د ریښتر په حساب شپږ درجې و، د مالیزیا د بورنیو ټاپو په صباح ولایت کې په یوه لسیزه کې تر ټولو سخته زلزله وه.
نیول شوي ځوان ویلي و، د دې لپاره چې په صباح ولایت کې تر نورو ځایونو نایټ کلبونه زیات دي ځکه په دې ولایت کې زلزله وشوه.
په زلزله کې اکثره بهرني سیلانیان وژل شوي. د هغوی په منځ کې دوه کاناډايي، دوه جرمني او یو شمېر د نورو اروپايي هیوادونو غرختونکي دي.
دوی د نایټ کلبونو لپاره نه بلکې د مالیزیا د کینابالو غره څوکې ته، چې ۴۰۹۵ متره لوړه ده، د ختلو لپاره مالیزیا ته تللي ول.
مالومیږي چه دپاکستان ملا کُورکمن(زرچوبه) دخپلې دملائۍ ډګري په لندن کې اخیستې،ځکه دئ خبر نه لري چه سورت زلزال چیرې اوڅه وخت نازل شوئ .هغه وخت چه دامبارک سورت په مدینه کې نازل شو نه پطلون وو،اونه پرتوږاو زلزله په کالوپورې اړه نه لري.خــــو !!!دسورت النسأ په[ تفسیر] کې راغلي چه یوه ښځه نشي کولائ چه دولسمشره سي …خو په پاکستان کې ډیرې ښځې لکه (بینظیر بوټو )او بله ئې ددفاع وزیره (حنا رباني خــر) چه داسلام دشریعت سره هيڅ سمون نه لري دولتي دندې لرلې اولري ئې.او کله چه دغه ښځې دملا کورکمن څنګ ته ناستې اویا ولاړې وي او د پنجابي کالوپه دوه خواووچاکو کې ئې بډه ته تخرګو پورې ښکاري هغه وخت خوهیڅ زلزله نشته . یوازې دملا زیړیک په زړه زلزلې جوړیږي۰
What they will do to this guy is he responsible for earth quick In Islamic country the night clubs and others should be banned otherwise Allah’s punishment will be any time can be aspects